Hamdard Yousafzai Pashto Ghazal 2022
مات مات زړونه ماتې ماتې حوصلې دي
د وطن د ښکلا ټولې هیلې مړې دي
دا به نه ګوري چې څوک د لوږې مړ شو
دا به ګوري چې د چا ږېرې اوږدې دي
ما بیګا په ویخه داسې خوب لیدلی
څوک په دار دي او د چا څټونه پرې دي
باچا جي که ترې خبر شي څه به وائی
کابل جان کې ماتې شوې سریندې دي
بد بختې دي ، بد مرغې دي نه ختمېږي
ساړه شوي انغري دي او ایرې دي
شهیدان د وطن ټول دي ناقلاره
په جنت کې له ماښامه ډېوې مړې دي
لکې ښکارې د کدوانو په سرونو
غره مه شې د پردي بادار شملې دي
د وطن د غم قیصه اسانه نه ده
#بېبو سمې ستا د هجر هغه شپې دي
همدر
| Local Afghan Singer With Tears In his Eyes Looking At The Music Instruments Taliban Burning. January 2022 |
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.