How Should Be New Afghan Army Under Taliban.
By General Daulat Waziri
د اردو جوړول په ډیرو لنډو ټکو کې:
دا چې اردو د یوه هیواد لپاره څومره اړینه ده له دې بحث څخه تیریږم.
د اردو جوړولو لپاره د یوه هیواد بشري نیرو، د تهديدونو اندازه او اقتصاد اساسي رول لري.
که وګورو زموږ هیواد د بشري نیرو له پلوه پر ځان بسیا هیواد دی.
د تهديدونو اندازه هم ګاونډیانو ته په کتو خورا لوړه ده.
د اقتصاد له پلوه چې د اردو په جوړولو کې اساسي رول لوبوي اوس مهال په ډیره ټیټه کچه کې دی.
په داسې حالاتو کې داسې اردو ته اړتیا ده چې د هیواد د اقتصادي حالت سره برابره وي، خو باید داسې اردو وي چې تر هغه پورې چې ټول ملت ټوپک ته لاس کوي، اردو باید د ټولو تهديدونو ځواب وویلای شي.
دا به نو څرنګه اردو وي؟
دا به نسبتا کوچنی، په خو وسلو سمبال، فعاله، د جګړې پر هنر پوهه او په اسلامي او افغاني لوړې انګیزې سمباله اردو وي.
د دې لپاره چې اردو نسبتا کوچنۍ وي او وکولای شي د هیواد ټولو غوښتنو ته په سمه توګه ځواب ووایې اړینه ده چې په جوړولو کې يې بشپړه پاملرنه وشي.
لومړی، اردو باید د هیواد د اراضی او جوي شرایطو ته په کتو سره جوړه شي. د افغانستان د اراضي او جوي شرایطو ته په کتو داسې يوې اردو ته اړتیا ده چې مبایل او په هغو وسلو سمبال وي چې مدرنې، سپکې او د انتقال امکانات يې د نفر، اسانو او چورلکو له توان څخه پوره وي.
دویم، د اردو هغو جزوتامونو ته ډیره پاملرنه وشي چې د چټک غبرګون او چټک حرکت قابلیت ولري لکه د کماندو، پراشوټي، ځانګړي او استخباراتي جزوتامونو.
دریم، په دې څیر اردو کې ډیر اساسي رول هوايې او مدافعه هوايې ځواکونه لوبوي.هوايې ځواکونه باید د دې وړتیا ولري چې دښمن پر وخت او زمان کشف او له منځه یوسي. د دې تر څنګ د دښمن په عمق د برید توان ولري. سر بیره پر دې په هر ډول شرایطو کې د جزوتامونو د دیسانت توان ولري.
څلورم، په معاونه یا کومکي جزوتامونو کې ډیره پاملرنه د انجنیري، مخابرې، کشف، استځباراتو او د مورال برخې ته ډیره اړینه ده.
د اردو د وزارت او ستر درستیز قرارګاوي باید کاملا سره جلا وي. د وزارت قرارګاه باید په قطعي توګه د ستر درستیز په قرارګاه او محاربوي جزوتامونو کې مداخله ونه کړي.
د وزارت قرارګاه باید شپه او ورځ د اردو لپاره د منابعو په موندلو، اکمالاتو او د تولیدی منابعو په جوړولو بوخته وي.
د ستردرسیز قرارګاه باید د اردو په روزلو په تکتیکي، اوپراتیفي او ستراتیژیکه برخه کې په پلان ګذاري بوخته وي.
د اردو شکل څه ډول وي؟
د اردو داوطلب او د مکلفیت شکلونه دواړه ګټې او زیاتونه لري. ښه به دا وي چې د اردو لپاره یو مختلط شکل را منځ ته شي او هغه په دې شکل چې مسلکی او تخنیکی پرسونل ټول داوطلب او د اوږدې مودې لپاره وي لکه: افسران، بریدملان، د هوايې، مخابرې، انجنیري، توپچي، کشف او استخباراتو پرسونل.
د پلي جزوتامونو لپاره کیدای شي د یوه معین معاش په ورکولو سره د یوه یا یوه نیم کال لپاره د مکلفیت دوره را منځ ته شي. له دې سره به ټول هیوادوال د هیواد د خدمت ویاړ تر لاسه کړي او د دښمن سره د جګړې پر مهال به د يوې لنډې دورې وروسته د دفاع لپاره چمتو وي.
د اردو په جوړولو کې د هیواد سره د مینې انګيزه ډیره اړینه ده.،د دې لپاره په اردو کې د دښمن د روانې جګړې پر ضد او د روانې جګړې پر مخ وړلو لپاره ځانګړې پاملرنه په کار ده. د دې لپاره باید مجرب کسان په دوامداره توګه موظف وي.
محرميت د اردو لپاره په دې مانا دی چې د دښمن سترګې ړندې او ستا د لیدو توان نه لري. ډیر څه شته چې ولیکل شي خو د دې لیکنې له حوصلي څخه پورته دي.
په اردو کې بې له تبعیضه د ټولو هیوادوالو ګډون اړین دي البته د پوهي، انګیزې او د هیواد سره د مینې او سرښندنې له مخې. مننه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.