Skip to main content

Kala Swal Minat Janan Ta, Kala Rad Mula Ta. Ghani Khan Nazam

 Kala Swal Minat Janan Ta, Kala Rad Aw Bad Mula Ta. Ghani Khan Nazam.


کله سوال منت جانان ته کله بد او رد ملا ته

د ساغر ساقی صفت کوم د ټېپرو ډک لاله ته


کله کله تا نه ربه د وړو په شان ګیلې

کله تود ژوندے امېد کله سوے اسوېلے


کله ټنګ کله ټکور کله جام کله دلبر

یو جهان کښې د رنګ ډوب د جهانه بې خبر


بادشاهی هغو له ورکه چې زغملے ئې شی زور

چې په لاس لکه قصاب وی په خصلت لکه منګور



چې خپل ځان ته شی کولے قربانی د ورور د وینې

هم هضمولے هم خوړے شی د غریب د غوښو سپینې



تاج وړلے هغه سر شی چې وژل لکه وبا کړه

لکه پړانګ داړل څیرل کړه وېرول لکه بلا کړه


تخت هم نهٔ پائی بې زوره بې د تورې د جلاده

بادشاهان چې څومره ډېر وی دومره وی دنیا برباده



لوئی بادشاه وی لویه ژوره دے په وینو زوو پائی

ربه! فضل په مونږ اوکه مونږ ساته لهٔ دې افته


چرته غټ خر ته په شا کړه دا د سرو لالونو کته

سفارش ورته دا اوکه صېب زمونږه د بابته


وے پام کوه د دله خره غنی او نهٔ وئی په لته


Way Pam Kawa Da Dala Khara, Ghani Ona Way pa lata.

Kala Swal Minat Janan Ta, Kala Rad 


Comments