Mehmood Ghaznavi Attacks On India. 17 Or 12 Attacks? Maulana Khanzeb
محمود غزنوي په هند حملې اوولس که دولس ؟
خپله دینداري لکه دانه په دام کښې کېږدي
وخوري هندوستان د سومنات په بهانه-
وخت سره ذاهد رنګونه اړوي بدلېږي
ځي نن میکدې ته د جومات په بهانه-
بېا چې شي تازه زاړه ېادونه روغاني ته،
خدائې دی سوات ته راوله، د سوات په بهانه-
عبد الرحیم روغاني.
محمود غزنوي په اړه عموما وائل شي چې په هند ئې اوولس حملې کړي خو ولې د شپاړلسمې پېړۍ د مغلو د وخت د هند مؤرخ ابو القاسم فرشته او د پښتنو تاريخ حېات افغاني ليکوال ترمخه محمود غزنوي په هند اولس حملې نه بلکې دولس حملې کړي د غزني نه د هند په لور څورلس ځل روتې خو دوه ځل د اباسین ددې غاړې ستون شوې هند ته نه دې اؤوښتې د هند په لور د دوه حملو سره بېا ټولې څورلس جوړېږي کله د اباسين نه دېغاړه او کله د هغه غاړې او کله تراوسني هند به رسېدو البته پدغه حملو کښې لوئي جنګونه اوولس شوي چې د غلط مشهور په توګه په اوولس حملو ېاد شوي دغه حملې د 391 ھ کال نه تر 418 ھ پورې وخت په وخت په هند شوې وې .
د محمود غزنوي دور د پښتنو په اړه هم ډېر ارزښت لري ځکه چې پښتانه په حېث د قام د ېو فېصله ګرندي قوت په توګه ددغه وخت نه ښه ښکاره کېږي د مؤرخ ،العتبي ،ترمخه د محمود غزنوي لښکرې به زیاتره هم په پښتنو پوره وې دغه راز د پښتو ليک دود د دغه وخت نه وړاندې په اړه کم کوټلي مالومات نشته خو د محمود غزنوي د وخت وزير حسن مېمندي په وخت کښې پښتون عالم قاضي سېف الله پښتو ليک دود په عربي بنړه کړې وو د مؤرخ فرشته د وېنا ترمخه محمود غزنوي نه وړاندې په پښتونخوا وطن د کشمير ملتان نه تر لغمان پورې د هندو شاهي باچانو واکمني وه ،هنډ ، سيمه ئې پلازمېنه وه او هم دغه زمانه کښې دغه واکمني د سقوط سره په بشپړ ډول مخ شوې د ،ځائې پال ، سره لوئي جنګ هم د پېښور خؤاشا شوې وو پښتانه هم په حېث د قام ددغه دور نه پس مسلمانان شوي او د غني خان د وېنا ترمخه هم ددغه وخت نه د خپل کلتور په ضد ېو جنګي مزاج ئې خپل کړې .
محمود غزنوي د شکل نه ډېر بې ډوله وو په آئينه کښې د کتو نه پس بې خپل ايراني وزير ابو العباس ته وائل چې که ظاهري شکل مې څوک ګوري نو په تکليف به شي وزير به ورته وائل چې ښه والې په صورت نه په سيرت وي دغه ابو العباس ئې لس کاله وزير وو مؤرخ فرشته ليکي چې ابو العباس د ترکستان نه ېو ښائسته غلام روستې وو محمود غزنوي تې غوښتو په نه ورکولو ئې تې د کور نه په زور بوتلو او د وزیرې نه ئې هم لاس په سر کړو او لږ وخت پس ئې اووژلو.
د منهاج السراج د ليکوال جوزجاني ترمخه محمود غزنوي نسلا د پلار سبکتګين له اړخه ،ترک ،وو پلار ئې غلام وو الپګتګين اخيستې وو بېا ئې لور ورکړې وه دمحمود غزنوي مور د ېو پښتون ،زابلې ملک ، لور. وه هم دغه وجه وه چې پښتنو د ېو پښتون باچا په توګه منلې وو وه په 357 ھ کښې زېږدلې وو .
د سلطان محمود لومړۍ حمله د اوسني پښتونخوا په لور په 1000ز کښې تر سره شوې وه په دې کښې هغه د هندوستان په لور د خپلو حريفانو د ځواک اندازه ولګوله چې په راتلونکي کښې به ورته څومره ځواک پکار وي د دې نه علاوه هغه د جنګ لپاره د هوا حالت هم کتل پدې هم پوهه شو چې د هند په ګرمۍ کښې د ده لښکرو ته جنګ کول به څومره ګران وي دغه وخت کښې د فاتحينو ډ هند په لور تلل د باجوړ سوات په لار کېدل چې د هنډ سره به اباسين پورېوتل د اټک او خېبر دره ډېر روستو د اکبر په وخت کښې موندل شوې .
په 1001ز د اګست په مياشت کښې چې د هند اوړې په ختميدو وو محمود غزنوي په دوېم ځل لس زره پوځ د ډېره اسمعيل خان او اباسين سره سره تر اټک ولاړو د جې پال سره ئې جنګ اوشو.
په 1004, کښې ېو بهاټيه سردار ، بيجې رام د قلنګ خپله برخه ورنکړه او د محمود غزنوي لپاره دا پلمه شوه چې درېم ځلې د خپل لښکر سره اباسين په لور ته راشي.
په ملتان کښې د ابوالفتح داود بغاوت او د انند پال سره ملاتړ د محمود غزنوي دېته اړ کړو چې په 1008 ز په سپرلي کښې دغه خلکو ته د سزا ورکولو لپاره څلورم وارې د هند په لور راشي.
په 1013 ز کښې د پينځم وارې د پنجاپ نه بره د بلوات په غرونو کښې د انند پال ځوئي دوېم جې پال سره ئې جنګ اوکړو او تر کشمير ورپسې لاړو،خو ناکامه راغلو څه په لاس ورنه رغلل.
شپږمه حمله ئې په 1014 ز کښې د تهانېسر په ښار اوکړه د دې ځاې لوئې مندر ئې ورانه کړو اود ښاريانو نه ئې هم ډېر مالونه تر لاسه کړل د پيتلو ېو لوېه ،پژه ، ئې ددې ځاېه وېوړله او مکې بېت الله ته ئې د عبرت لپاره اولېږله دغه ،پژه ، ډېر وخت د کعبې نه بار تماشې ته هلته پرته وه بېا روستو عثماني خلافت کښې ولي کړې شوه .
په 1015, کښې اووم ځلې هند ته لاړو او د کشمير د نيولو نيت ئې اوکړو. د ” لوکوټ” د سترې قلا د نيولو هڅه ئې اوکړه خو د وارو له کبله ناکام رالو .
په 1017ز کښې په اتم ځل د يو لکهه سورو او شل زره پېدو سره د قنوج په لوري لاړو.
په نهمه حملې کښې د هند مهم ښار متورا ( متهره) ويجاړ کړو.
په 1021 ز کښې د لسمې حملې موخه ئې کشمير نيول وو خو د کانګړې پورې لاړو او بېرته روګرځېدو.
په 1023 ز کښې په ېوولسمه حمله کښې د پنجاب د راوي سيند په غاړه د اوسني لاهور ښار ونيولو او ددغه ښار نوم ئې “محمود پور” کېښود . وروستو د مغلو په وخت کښې دا د پنجاب نامتو ښار لاهور شو تاريخي د لوئي لاهور ښار د صوابې دې خو پښتانه ورته د ناخبرې نه وړوکې لاهور وائي چې د دغه لاهور نه ډېر تاريخي قدامت لري..
په دولسم وار هم پدغه کال د کالنجر نيولو لپاره بيا خپل لښکر هند ته بوتلو.
په 1024 ز کښې د محمود غزنوي ستره ديارلسمه حمله وه په هند چې په تاريخ کښې ورسره د سومنات لوټ کول یادېږي مؤرخ فرشته وائي چې سومنات د هغه بت نوم وو چې کم پدغه مندر کښې وو د سومنات په نامه باندې دلته ېو لوئي قلا بند ښار ودان وو سومنات په هندوستان کښې د هندوانو لوئي مندر وو هره ورځ به پکښې دوه زره خلک عبادت ته ناست وو په دوه پنځوس ستنو ولاړ وو دغه بت څه پينځه ګزه لوړ وو درې ګزه په ځمکه کښې خخ وو محمود غزنوي پخپل لاس مات کړو د قېمتي لالونو نه ډک وو ددغه دوه ټوټې غزني او دوه برخې مکې مدينې ته اولېږل شوې.
څه دېرش زره خلک په لښکر کښې تش د مال غنیمت لپاره بوتلل شوي وو پدغه لښکر کښې د محمود غزنوي د رواېتي ځواک سره د پښتنو ډېر مشران د لښکر په توګه د خپلو خلکو سره تلي وو چې ، ملک خالو ، ملک غازي ، ملک مامو ، ملک احمد ، ملک عارف ، ملک داؤد ، ملک محمود ، ملک يحی ، او ېو شمېر نور مشران هم وو.
پښتنو د ترکانو په مقابل پدغه جګړه کښې ډېره نره کړې وه ځکه ېو پښتون ځلمي دا شعرونه پدغه وخت کښې وائلې وو چې کله ترکان په جنګ کښې پشا شوي وو !
ترکو نامردو داسې اودانګل له نام وننګه
زه ېو پښتون ووم چې ولاړ ووم د سلطان تر څنګه
توره په لاس کښې په سره اور د عرصات اوختم
له بت شکن سره په دژ د سومنات اوختم .
په 1027 ز کښې په څوارلسم او د خپل عمر په آخري ځل د اباسين په غاړه د هغو قبائلو سره د جنګ لپاره روان شو چې د ګجرات نه په راوتلو په لاره کښې د ده د پوځ سره ئې بد چلن کړې وو دغه قبائل ئې ښه اوډبول او بېا غزني ته ستون شو .
آخري درې کاله د عمر ئې کم جنګ نه وو کړې د پښته ورګي په رنځ اخته وو او په کال 1030 ز کښې د نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په غزني کښې په ،فېروزه ماڼۍ ،کښې خخ کړې شو.
په تاريخ ېمني کښې د محمود غزنوي په اړه راځي چې کله محمود غزنوي د مېنځني ايشيا باچا ، ايلک خان ،له ماتې ورکړه نو دغه ورځې د سختې ېخنې او واورې وې محمود غزنوي ته خپلو اميرانو د واورو په ورځو کښې د جنګ نه پس د ، ايلک خان ،په لښکرو پسې د نه تلو مشوره ورکړې وه خو محمود غزنوي خامخا دغه هېواد نیولو نه پس په باچا پسې شاته روان شو او د هغه نيول ئې غوښتل
کله چې لښکرې ېو ځائې ته اورسېدې نو په درېمه ورځ داسې واوره اوشوه چې د ېخنې د لاسه ګوزاره نه کېده .
محمود غزنوي پخپله پدغه ېخنې کښې په ېو خېمه کښې وو په خېمه کښې محمود غزنوي ته دومره اور بل کړې شو چې ناستو خلکو او محمود غزنوي خپل ګرم کالي کوز کړل.
محمود غزنوي د خوند لپاره خپل ېو غلام ته اووئل ! بار اوځه ! ېخنې ته اوواېه چې که ته ځانته ېخني وې خو مونږ هم باچان يو اور لرو
غلام بار لاړې بېرته زر راستون شو باچا ته وائي ! ېخنې ته مې ستا جواب اووئلو خو ېخني وائي چې باچا ته اوواېه چې ته خو باچا ئې وس مې درباندې نه رسي خو د لښکر نه به دې ښځې واخلم سبا به تش اسونه وينې او لښکر به دې نه وي محمود غزنوي چې دا جواب د غلام واورېدو نو سخت ويرېدو او هم د شپې د شپې د راستنېدو پرېکړه ئې اوکړه .
مولانا خانزېب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.