Pashto Translation Of A True Love love. Short Love Story
په یوه پېښه کې د نجلۍ مخ وسوځېده او ټوله ښکلا یې له لاسه ورکړه. څو میاشتې وروسته یې د نامزاد سترګې هم ناڅاپه ړندې شوې. کله چې د واده وخت را ورسېد، ټولو به ویل: "د بدرنګې نجلۍ خاوند همداسې ړوند ښه دی."
له واده شل کاله وروسته ښځه مړه شوه. خاوند یې هم امسا او عینکې لرې کړې. ځکه چې هغه اصلا ړوند شوی نه و.
"انسانیت، وفا او صداقت باید تر همدې کچې وي💝 ـ ژباړن"
ژباړه ـ ریاض مقامزی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.