Skip to main content

Taliban Clash With Turkmenistan Army At Jozjan Province

 Taliban Clash With Turkmenistan Army At Jozjan Province


په افغانستان کې ځايي رسنۍ وايي چې د طالبانو او ترکمن پوځيانو تر منځ د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې نښته رامنځ ته شوې ده


ځايي رسنۍ جوزجان ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست د سرپرست هلال بلخي له خولې وايي، چې درې ورځې وړاندې د ترکمنستان پوله ساتو يو ولسي وګړی وژلی او بل ټپي کړی وی، دوی  (دوشنبې درېيم جنوري) د پېښې امنيتي وضعيت څېړلو په موخه خماب ولسوالۍ کې پولې ته ورغلل چې د ترکمن سرحدي ځواکونو له بريد سره مخ شول


د افغانستان جوزجان ولايت د ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت دی

ښاغلي بلخي ويلي چې، دوی په ځواب کې هوايي ډزې وکړې خو د مرګژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي


خو د طالبانو مرکزي وياندويانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

عکس: ګيټي


Taliban Clash With Turkmenistan Army At Jozjan Province. Taliban Spokesperson Confirmed Clash and skermishes With Turkmenistan Border Security Forces at Khumab District Of Joz Jan Province.


Comments