Be Taleema Khaza Ghwa Da. Ghani Khan Baba Pashto Sherona. Ghani
Jata Khaza By Ghani Khan Baba.
“جټه “
بې تعليمه ښځه غوا ده
سخو ګټو له بې بها ده
نه ورانېږي نه سميږي
بس يو شى يوه بلا ده
خوله يې ژرونده نه ودريږي
د چرچڼو مشغولا ده
زوى يې وران لور يې ناولې
خو د غوا پرې څه پروا ده
يو واده د خداى رحمت دى
يو طاعون دى يو وبا ده
په کالو نه ښکلې کيږي
دا بد خويه دلربا ده
په ګيلو نه ستړې کيږي
تل ويرونه دي غوغا ده
فلانى داسې فلانى داسې
دايې کار دايې سودا ده
وايي غني مين په غوا
چې دروغ دى که رښتيا
.
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (746)
لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (23)
د غني کليات : مخ ګڼه (148_149)
The Legend Great Ghani Khan
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.