ISPR, Youtube Channels, Digital Media, Infotainment, Pashtuns And Narrative
د چاپ ماشين نه پس د ورځپاڼې دور شو ، بيا تلويزون راغی نو الکترونيکي رسنيو دور شو ، بيا ټولنيزو رسنيو دور شو او اوس د ډيجيټل رسنيو دور دی
په اوسني دور کښې د انټرټينمنټ او انفوټينمنټ 60% بوج د ډيجيټل ميډيا لکه Netflix او YouTube په خپلو اوږو بار کړی دی او ورو ورو به د انټرټينمنټ او انفوټينمنټ ټول بوج ډيجيټل ميډيا ته شفټ شي او دې پسې ډېر لاملونه دي ...
لومړی لامل يي دغه دی چې په اوس وخت کښې خلک ټول مصروف دي او په يوه کوټه کښې په يو ځاۍ دوه درې ساعته تلويزون ته کیناستلو پر ځاۍ په روان حالت کښې موبايل فون کښې په يوټيوب هر څه ګوري ..
دوهم لامل يي دغه دی چې په نړۍ کښې ګن شمېر ځوانان هنرمندانو په ډيجيټل ميډيا کښې خپل Careers جوړ کړل او هغه هم ډېر په اسانه يعني هېڅ مصرف نه غواړي بس فقط د هنر په بنياد خواري غواړي لکه سندره ، ډرامه ، فلم ، Vines ، خبرونه ، کاروباري اشتهارات او هر څه ...
دريم لامل يي دغه دی چې په ډيجيټل ميډيا کښې د نړۍ د هر ګوټ ، هر چينل شته او د نړۍ د هر ګوټ Viewership شته او هېڅ بندېزونه پکښې نشته او دغه څيز ځوان کول ځان ته راکش کوي ...
ان تر دې که مې درته ټول لاملونه شمارل پېل کړل نو زرهاو لامله شته چې راتلونکي نړۍ د ډيجيټل ميډيا ده او تلويزون په ختمېدو دی...
د پاکستان پوځ د آئي ايس پي آر په نامه يو تلويزون دی چې د پاکستان پوځ په اړه ډرامه او فلم جوړوي او په يوټيوب يي نشر کوي او لکهونه خلک دغه ډرامې او فلمونه ګوري او د آئي ايس پي آر يعني د پاکستان پوځ د کارونو او نظرياتو او ژوند څخه متاثره کيږي او د هغوي لپاره يي په زړونو کښې ځاۍ جوړيږي ...
پشتانه سياسي مشران يا سياسي ګوندونه يا غورځنګونه ، چې دعوی کوي چې مونږ د پشتنو راتلونکی ښه کوو نو په دې جديد دور کښې دغه پشتنو مشرانو د موبايل فون د لارې د پشتنو کورونو او لاسونو ته د پشتون قاميت او فکر رسولو لپاره تر اوسه په ډيجيټل ميډيا کښې داسې کوم چينل جوړ کړی ؟؟؟
په ورځپاڼې جوړولو باندې او تلويزون جوړولو باندې کروړونه روپۍ مصرف کېدل خو په يوټيوب چينل خو هېڅ مصرف نه کيږي نو تر اوسه څومره مشرانو دغه چينل جوړ کړی او څومره مشرانو په داسې چينلو باندې د ډرامې ، فلم او ليکچر په شکل کښې قام ته قامي فکر ور رسولی دی ؟؟؟
پشتانه هر وخت ژړا فرياد او ګيلي کوي چې ميډيا بانډې زمونږ غلط شکل وړاندې کيږي نو اوس خو ميډيا ستاسو په لاس کښې ده ، ژړا فرياد او ګيلو پر ځای د دغه مشرانو څخه دا پشتنه وکړئ چې د دغه غلط پروفايلنګ مخ نيوي لپاره تاسو څومره داسې ډرامې او فلم جوړ کړي دي چې د پشتنو اصل حالت پکښې ښودلی شوی وي ؟؟؟
په داسې جديد دور کښې چې هر څيز په عمل کيږي ، د پشتنو مشران پشتنو ته په سټيج باندې هم هغه د پخوانۍ زمانې په شان فقط ډوزي ولي او پشتانه په مريدۍ کښې داسې بوخت دي چې يو څوک ورته ووايي چې هلکه پير دې دوکه کوي نو اپوټه هغه کس ته په کنځلو شي ...
نن به درته نه وايم چې هئ ستاسو په ژوند کښې ................
#شيراز_خان_مومند
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.