Skip to main content

Khushal Khattak And Mughal Dynasty. Pashto Blog



Khushal Khattak And Mughal Dynasty. Pashto Blog 

خوشحال بابا او مغل 

لکه چې مونږ ټولو ته څنګه پته ده چې خوشحال بابا په ١٠٢٢هـ يعني 1613ء کښې په اکوړه خټک کښې د شهباز خان کره پيدا کيږي ـ بابا ته سرداري د خپل نيکه او پلار نه ورپاتې وه چې کله ٸې پلار يعني شهباز خان په 1050هـ کښې د زخمونو د لاسه مري نو د خپلې قبيلې سرداري د بابا په غاړه کيږي ـ دې وخت کښې د مغلو د اړخه بابا ته د هندوستان تللو بلنه راځي او بابا هلته ځي او په يو جنګ کښې حسه اخلي هلته بابا خپله کارنامې ښاٸي  او د شاه جهان له اړخه ورته انعام ملاويږي ـ  بابا تر څه وخته پورې د مغلو نوکري ښه زړه د خلاصه کوي  خو حالات داسې راپيښيږي چې  هيڅ بې هيڅه بابا د مغلو قيدي جوړيږي ـ دې وخت کښې د بابا د خلې نه دا شعر اوځي 


په ناحق د اورنګزيب  په بند بندي يم 
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان 



خوشحال بابا ته دا افسوس نه کيدو چې زه بندي شوے يم بلکښې  دا افسوس ورته کيدو چې نن زه هغه خلقو بندي کړے يم دچا دپاره به مې چې خپل پښتانه ټکول ـ 


خو بابا په زړه کښې دا عزم د ځان سره اوکړل چې 


پس له بنده دے دا عزم 
د خوشحال د خاطر جزم 

يا نيولے مخ مکې ته 
يا مغلو سزه رزم 


بابا تقريباً  پينځه کاله قيد تير کړو او چې وطن ته راغے نو لګ شان بيمار شو او داسې يو کال پورې بيخي  د هر څه نه ٸې لاس اخستے وو ـ دې وخت کښې  محبت خان چې د کابل صوبيدار وو هغه ورته اووٸيل  چې راځه زمونږ سره د لنګر کوټ قلعه  کښې مرسته وکړه نو بابا ورنه انکار وکړو ـ کله چې قلعه سازه شوه نو د بابا پښتونولې غورځنګونه شروع کړو او دا ناره ٸې اوکړه 



لنګر کوټ مغلو ساز کړو 
زه په ننګ بيا د افغان شوم 

که يوسف وو که مندړ وو
زه د دواړو نګهبان شوم 


بابا لا تر دې ساعته څه ښکاره بغاوت نه وو کړے که هر څو ٸې د قيد په دوران کښې دا عزم کړے وو چې يا به مغلو ته خپله مغولي ورښايم او يابه چرته اللٗه الله کوم ـ خو بابا باقاعده بغاوت چې د مغلو نه کوي نو د خيبر د جنګ نه پس  هغه وخت د مغلو خلاف توره تړي چې کله ورته محبت خان خپل ځوے دښمن جوړ کړي نو په باقاعده توګه د مغلو خلاف توره تر ملا اوتړي او دا چغه کړي 



د افغان په ننګ مې اوتړله توره 
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم 

دې وخت کښې خوشحال بيګ  خوشحال خان خټک شي او که پښتانه ورته دې وخت کښې بابا او خپل اتل اوواٸي نو بده به نه وي ځکه چې د بابا د لمن نه دې وخت کښې د مغلوالې هغه تور داغ ځي چې د دوي  د خاطره به يې خپل پښتون ټکول 


بابا ته هم دې وخړ کښې ځان يوه فرښته ښکلري ځکه خو واٸي :

چې نمک مې د مغل خوړل ملک وم 
چې نمک د مغل نشته اوس ملک يم 


بابا چې کله توره د مغل خلاف د پښتون په ننګ باندې اوتړله نو د الله نه ٸې دا سوال روع کړو چې اوس دې راته مرګ زر نه راځي ځکه چې خپله توره خو څه نه څه د مغل په وينو سره کړم 


مرګه هومره مهلت راکړې په جهان کښې 
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم 

بابا اوس د مغلو د ورکيدو  په سوچ کښې دے او هغه ته دا ليدے شي چې يا به پښتون د دې خاورې ښيې سپکوي او يابه مغل ورکيږي 



بله هيڅ ليدلے نه شي په دا مينځ کښې 
يا مغل له مينځه ورک يا پښتون خوار 

بابا خو د پښتون په ننګ توره تړلي وي خو چې کله ورسره خپل پښتانه بې ننګي کوي يعني ودريږي نه نو ګيله ورنه کوي او واٸي 



پښتون بې ننګه 
مغل بې قدره 
توبه له تورې 
توبه له جنګه 

بابا  چې کله د پښتنو په علاقو باندې د مغلو خلاف ګرځيږي او پښتانه يو وحدت ته راټولوي نو دا سوچ هم په مازغو کښې ساتي چې د پښتانه هغه تير دوران به راولم ځکه خو واٸي :

و مغل وته به هسې کار ښکاره کړم 
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي 

بابا دا دعوه هم کوي چې کله ما د مغلو خلاف تورهراوچته کړه نو پښتانه مې په دنيا وپيژندل :

چې مغل وته مې وتړله توره 
درست پښتون مې و عالم وته ښکاره کړه 

بابا تر اخره عمره پورې د مغلو خلاف توره تړلې وه خو داسې نه ده چې بابا يواځې دا کار سر انجام کول بلکښې  دوه نور زمريان هم وو ورسره چې د  يو نوم دريا خان او د بل نوم ايمل خان وو ـ کله چې ايمل خان او دريا خان اپريدے  د دې نړۍ نه کوچ کوي نو بابا ته ځان يواځې يواځې  ځان د مغلو خلاف محسوسيږي او واٸي :

ايمل خان دريا خان۔  دواړه خودبين لاړل
آوس خو پاتې و مغل ته يو خوشحال دے 

خو د دې دواړه خودبينو نه پس  بابا هم يو څو کاله پس د ډيرو ارمانونو سره په موسى دره ډمبره نومې ځاے کښې په ١١٠٠هـ کښې وفات کيږي ـ 

ليکوال نور اپريدے

Khushal Khattak And Mughal Dynasty. Pashto Blog.


History Of Khushal Khan Khattak And Mughal King. Why Khushal Khan Was Opposing Mughals. Pashtuns And Mughals
Khushal Khattak And Mughal Dynasty. Pashto Blog.


History Of Khushal Khan Khattak And Mughal King. Why Khushal Khan Was Opposing Mughals. Pashtuns And Mughals

Khushal Khattak And Mughal Dynasty. Pashto Blog.

History Of Khushal Khan Khattak And Mughal King. Why Khushal Khan Was Opposing Mughals. Pashtuns And Mughal

Saud Bangash, Mumtaz Orakzai, Matiullah Turab Pashto New Poetry and Pashto Sherona 2022.

Pashto Sherona 2022. New Pashto Sherona, Pukhto Sherona. New 2022 Pashto Sherona. Sherona Aw Ghazalay. 

Pashto Sherona Aw Ghazals New 2022.


Comments