Skip to main content

Muskan Is Indian Qadyani Muslim Girl. Idress MuhMuskanammadzai Writes.

  Muskan Is Indian Qadyani Muslim Girl. Idress MuhMuskanammadzai Writes.


په هند کې د جبري بی حجابۍ پر ضد د احمدي (قادياني) پیغلې, مسکان, د زړور احتجاج‌ ویډیو په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د ډاډ یو سمبول ګرزیدلی دی.  لکه څنګه چې جبري برقعې یو مکروه عمل دی همداشان په جبر جینکۍ د حجاب په لرې کولو مجبورول هم منفور دي.


د مسلمانانو په ټولنو کې په ښځو اجباري پرده یوازې د نر د برلاسۍ نښه ګرزیدله ده. که نه نو د پردې کوم ایت چې راغلی ، لمړی حکم سړی ته د نظر ښکته کول دی او بیا ښځې ته ویل شویدی. د پردې په اندازه کې هم اختلاف دی. زیات علما مخ په پرده کې نه شمیري. 


خیر زمونږ د پردې معیارونه هم ګډ وډ دي. سړي په لویه لار کې اودس ماتي ته کیني خو هغه بې حیایي نه ده. پرتوغاښ په لاس کې اودس وچول او ورسره په روان سیاسي حالت تبصره بې حیایي نه ګڼل کیږي. بچه بازان تاو کړي بریتونه ګرځي خو هیڅ چا هم په بچه بازۍ څوک و نه وژل. البته که جینۍ په ديوال راښکاره شوه او لاندې کوم هلک ولاړ وو او چا ولیدل نو دواړه وژل کیږي.

ددغه کارونو د اسلام سره هیڅ اړیکه نشته. دا زمونږ د ځانه جوړ یو  باغیانه تصور دی چې ریښې یې زمونږ ددې ناولي تصور سره لږېږي چې ښځه ملکیت دی، او مونږ په ملکیت پتنې کوو. 


ښځه ازاد انسان دی او د خپلو اعمالو مسؤل انسان دی. ښځه د نر مساوي مسؤلیت لري او حقوق یې هم مساوي دي. ځان راته عجیبه ښکاري چې په دې زمانه کې مونږ لا تر اوسه پدې پوه نه شول چې ښځه د نر په څیر انسان دی او مساوي حقوق او مسؤلیتونه لري. په حقوقي ډول د جرایمو په سزا کې کوم تخفیف نه لري او هم په اخرت کې د اجر او سزا په تول کې د نر نه زیات یا کم حیثیت نه لري. 

ایا دغه دلیل د ښځې د مساوي حیثیت لپاره بسنه نه کوي؟



Muskan Is Indian Qadyani Muslim Girl. Idress MuhMuskanammadzai Writes.

Comments