Skip to main content

Valentine Day. Pashto Short Story On Valentine Night.

 Valentine Day. Pashto Short Story On Valentine Night.

Afsana

افسانچه

د فرورۍ څوارلسمه ورځ وه نړۍ کښې ویلنټاین ډے لمانځلے کیدو زه او زما ښځه کور کښې یواځې وو ښځې مې د ماشوم بچي عدنان د اوده کولو کوشش کولو

ما زړۀ کښې غوښتل چې د عدنان سره د هغه مور هم اوده شي ښه به وي زۀ به فاطمې له ګلاب یوسم

هم هغه شان وشوله ښځې مې په قصد سترګې پټې کړې ما وې که ګینې دا اوده شوه او زۀ ترې د فاطمې سره د ملاقات په نیت د کور نه بهر راووتم لاړم فاطمې سره مې ویلنټاین ډے ولمانځو د خپلې مینې تقاضه مې پوره کړله

او چې کله کور ته راغلم خپلې کمرې ته ننوتم زمونږ د کلي د ګل محمد حاجي صیب د ځوي مشتاق نه د هغه جیکټ بنین زما په ډبل بیډ کښې پاتې شوے ؤ


لیک: ابراهیم تاج

Comments