Skip to main content

Ashraf Ghani Message About Nauroz On Facebook page.

 Ashraf Ghani Message About Nauroz On Facebook page.



ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فیسبوک کې د نوروز په مناسبت وینا خپره کړې, شاوخوا ۲۲ دقېقې ده. ما واورېده, د تل په څېر یې په دې وینا کې هم په ملي اجماع او یوالي ټېنګار وکړ او وویل چې واک ترلاسه کول اسان دي خو په وېشتمې پېړۍ کې د ولس د ضرورتونو او سیمې او نړۍ د حالاتو مطابق حکومتولي اسانه نه ده. وايي جګړه ختمه شوه خو د افغانانو دردونه او کړاوونه لا هم په خپل حال دي. 

ښاغلي غني وویل چې نباید واک د څو محدودو کسانو په لاس کې وي, وايي افغانستان دو راهۍ کې ولاړ دی او که تعقل څخه کار وانخیستل شي, وضعیت خرابېدای شي. ده بیا د با عزته سولې یادونه وکړه. 

ولسمشر په خپلو خبرو کې هېڅ د طالبانو او د هغوی د حکومت نوم وانخیست او داسې یې انګېرله چې دی لا هم په واک کې وي. ده په خپلو خبرو کې واړه, زاړه, ښځې او ماشومان مخاطب کړل. غږ یې هم لږ تت او خپ معلومېده. 

دا یې هم وویل چې “افغانستان نباید د بشري مرستو مستعمره “شي. دا یې قوي او علمي خبره وکړه. مطلب; چې ډوډۍ ونلری, ولس دې وږی وي او له نورو خیر غواړي, مستعمره او نورو ته مجبور یاست. 

ښاغلي غني دا خبره هم وکړه چې په اروپا کې اور بل شوی او د نړۍ پام بل لوري ته اوښتی دی. ښايي هدف یې د اوکراین جګړه وي.


که ما د ولسمشر غني په خبرو کې”د اروپا د  جګړې, بشري مرستو مستعمره, جګړه ختمه شوه خو کړاوونه نه دي ختم, افغان مېندې بد ضعیت کې دي او نپوهېږي لومړی د کوم اولاد خیټه مړه کړي, اروپا کې اور بل شوی” نه وای اورېدلي, ما به ویل دا خبرې زړې دي.


ښاغلي غني خپلې خبرې په دې ټکو پای ته ورسولې:

زنده باد افغانستان.


البته د ښاغلي غني په خبرو کې نور مسائیل هم وو, نو ما دا لنډ یاد کړل. 


#افغانستان

Comments