Da Bada Berry Zubair. Zubair Of Badabir Peshawar.
معلومات
د بډه بيری زبير 👇👌
#_د_بډه_بېرې_زوبېر
زمونږ پۀ وطن د قابض انګرېزانو خلاف چې چرته هم پښتنو مبارزينو جنګ ته ملا تړلې ده نو د انګرېز ملا ئې ماته کړې ده - او انګرېز بيا د دغې مبارزينو او اتلانو د شکست او بدنامۍ له پاره هر يو چال چلولے دے - پۀ دغه کسانو کښې يو نوم د ازادۍ د تحريک مجاهد او مبارز زوبېر هم دے - خو له بده مرغه د انګرېز پۀ پراپېګنډه دغه نوم دومره بدنام کړے شوے دے - چې عام ناپوهه اولس ترې د سپکوالي استعاره جوړه کړې ده - او د يو متل پة توګه ئې کاروي " چې غم به ئې د بډه بېرې زوبېر کوي" ولې هيڅوک دا هڅه نۀ کوي - چې ځان د سهي واقعې نه خبر کړي -
کله چې د زوبېر عمر خواوشا شپېته کاله وۀ - نو د انګرېز پۀ لمسه يوې ډمې قمرګلې پۀ زوبېر د زنا بالجبر الزام ولګوۀ - دې ډمې له انګرېز سرکار پنځلس روپۍ ورکړې وې - او دې پۀ زوبېر باندې د بډهبېرې پۀ تاڼه کښې پۀ يويشتم ستمبر ۱۹۳۵ کښې اېف آي آر کټ کړۀ - انګرېز سرکار دے پۀ دغه تور ونيوۀ - دوه نيم کاله قېد او دوه نيم سوه روپۍ جرمانه ئې کړۀ - او دغسې يو مجاهد مختورن او بدنام کړے شۀ - خو افسوس دا دے - چې د انګرېز سرکار دغه پراپېګنډه تر اوسه د پښتنو پۀ غوږونو کښې لکه د ډمامې غږيږي - او د دغې درون مشر د تذليل سبب ګرځي -
ډاکټر ديدار يوسفزے
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.