Da Pukhtano Tabahi Aw Shayeran. Khatir Pasoon.
د پښتنو پۀ تباهۍ کښې د شاعر هم برخه شته، هر شاعر خپله شاعرۍ کښې پښتنو ته وئیلي چې "تاسې جنګیالي، ننګیالي او توریالي یئ،
تاسو سکندر اعظم پۀ ځان پورې حېران کړے، تاسې مغل وهلي، تاسو اورنګ وهلے، تاسو پېرنګ وهلے، ټوله نړۍ تاسو ته حېرانه ده"
او پۀ دغه خبرو پښتانۀ غولېدلي دي چې دا خو رښتیا موږ داسې پیاوړے قام یو،
اصل کښې د دغه غاضبانو سره د هندوستان نور قامونه چې څنګه چلېدلي پښتانۀ هم همداسې ورسره چلېدلي دي، بلکې تر نورو قامونو زیات پښتانۀ زیاتره غداران وو، د دغو غاضبانو منصب داران وو،
پینځۀ زره کلن قامه! د تېرو څو پېړۍ نه پۀ کوم حال یې؟ اقتصادي حالت دې پۀ کوم حال دے؟
له خوشحال بابا پرته یوۀ شاعر هم پښتنو ته دا نۀ دي وئیلي چې "دا خو ټولې بابولالې دي، اصل کښې خو تاسې بې علمه، بې ثقافته، بې پښتو، بې سړیتوبه او بې انسانیته یئ، د لسو روپۍ لپاره خپل قام، خپل وطن او خپل کور خرڅوئ" همدا یو خوشحال بابا وو چې پۀ جار به یې پښتنو ته وئیل چې
پښتانۀ پۀ عقل پوهه څۀ ناقص دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
پاچاهي یې د مغل پۀ زرو بایله
د مغل د منصبونو پۀ حوس دي
اوښ له باره سره کور ته وو ورغلے
پۀ ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي
سر یې هورې کندهار بل یې دمغار دے
تر دا منځ همه میشتۀ واړه عبس دي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.