Gabar Spring Of Bajaur. Da Bajawar Gabar Chena.
By Mir Hassan Athal.
#د_باجوړ_ګبر_چينه....!
د زرشتزم د منونکو (زرښتيانو) دوهم نوم ګبر يا ګبرګان دی، او چيري چي هم دغه کلمه يا نوم ژوندی دی، معنا ئې دا ده چي دلته يو وخت د خلګو مذهب زرښتزم ؤ:
"گبر : زردشتی، پیرو زردشت، این نام بعد از اسلام بہ زردشتیان اطلاق شده" (فرہنگ فارسی عمید)
د پښتونخوا وطن په زياترو سيمو کې د ( ګبر يا ګبرګان) کلمه اوس هم ژوندۍ ده، لکه په پښين کې ګبر کارېز، ګبرګان واخي او نور.
د باجوړ ګبر چينه: باجوړ د پښتونخوا وطن يو ډېر ښکلي ولات او دلته ډېر تکړه او پتمن پښتانه ژوند کوي، د يو شمېر تاريخي اثارو له رويه د دغې سيمې لرغونی نوم هم ګبر ؤ:
"گبر: نام شہری است از ولایت (بجور) و آن مابین کابل و ہندوستان واقع است" .(فرهنگ فارسی، دہخدا)
دلته د هسکو غرونو په لمنو کې د ګبر چينه په نوم يوه ښکلې ناوه ده، په اطرافو کې شنه زرغونه او په واورو پوښلي غرونه دي.. ! هغه پښتانه چي له سېلګرۍ سره مينه لري هغه دي لازمي يو وار باجوړ ته ولاړ شي، په خصوص د ګبر چينې او نور شنو زرغونو درو او ناوو سېل دي وکړي، هلته به پوه شي چي پښتونخوا وطن څومره ښکلي او په طبعي وسایلو اباد دی.
صدام شباب هم راسره دی...!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.