Ghani Khan, Jehan, Asman, Umar Khyam Aw Da Kaabay Tawaf. Pashto Blog
جهان او اسمان، خيام او د کعبې طواف
څنګه اومنم تا جوړ که
دا جهان او اسمان دي له
چي خيام روان په زور کړي
طوافونو د کعبې له (غني خان)
اول مونګ له پکار ده چي د عمر خيام فکر لګ شان اوپيجنو۔ او دا خبره په ذهن کي کيګدو چي غني خان او عمر خيام هم د يو تاج دوه هيرې دي۔
عمرخيام د شرابو عاشق
چندان بخورم کين بوئے شراب
آيد زتراب چون روم زيرِ تراب
تا برسرِ خاک من رسد مخمورے
از بوئے تراب من شد مست و خراب
ترجمه
زه دومره شراب څښکل غواړم چي کله زه په خاورو کې دفن شم نو زما د قبر د خاورې نه هم د شراب بوئي راځي او چي کله يو ميخوار زما قبر له راشي نو په دې خوشبو مست شي۔
عمر خيام د آخرت منکر:
بابط مي ګفت ماهي در تب و تاب
"باشد که بجوئے رفته باز آيد آب"
بط ګفت که چون من و تُو ګشتيم کباب
بود از پس مرګ ما چه دريا چه سراب
ترجمه:
يو کب ليواله يوې مرغابۍ ته اووې چې کيدې شي په سيند کي اوبه بيا راشي۔ مرغابۍ جواب ورکړو چي کله مونګ (د سوخته) کباب شوي يو او مړه يو، بيا که سيند راځي او که سراب۔
عمر خيام درست او مُلا غلط:
اې خواجه يکے کام مرا کن مارا
دم درکش و درکار خدا کن مارا
ما راست رويم وليک تُو کج بيني
رو چاره ويد کن رها کن مارا
ترجمه:
خواجه صيب زمونګ يو کار وکه، چي مونګ زمونګ په حال پريګده، مونګ سيدها لار وينو دا خو ته کوګ نظر کوې، ورشه، د سترګو دي علاج وکه او مونګ زمونګ په حال پريګده۔
شاعري د عمر خيام شغل وو چي نماسخوتن به يې د ميخوارۍ نه پس رباعيات ليکل۔ نور هغه يو ماهرِ طبيعات، نجومي، ماهر د فلکيات، رياضي دان او د قرآن و حديث او فقه ستر عالم وو۔ د وزير اعظم نظام الملک خوګ دوست او په دربار کي اعلي عهديدار وو۔ د هغي وخت د علماو بديشو او کافر، ملحداو شرابي به ياديدو۔ نظام الملک ورته يوه وادي انعام کړي وه چي هلته به اوسيدو او سائنسي مشاهدات به يې کوول، په کوم کې چي د ده اصل مقصد د کاينات په اجسامو کي د ګردش تلاش وو۔
ګردش:
په اجسامو کي د ګردش تلاش ډير پخوانې فکر دې۔ د يونان فلسفيان او وروستو د عيسايانو فلسفيان په دې راز پسې سرګردان وو چي ګردش په څه کې دې؟عيسايانو خو بيا په انجيل کي وليکل چي دنيا ساکت او باقي کاينات په ګردش کې دې او بيا يې وروستو خپل ليکل درست ثابتولو دپاره ساينسدانان قتلول او عدالتونو ته يې راوستل۔ لکه ګيليليو۔
عمر خيام چونکه د قرآن عالم وو او آيت مبارک " و کل في فلک يسبحون" يې ليدلې وو، په دې وجه په فلکياتو کې د هغه مشاهده هم ددې مقصد دپاره وه۔ او بيا يو وخت داسې راغې چي خيام په دې راز اګاه شو۔ هم خيام هغه اولنې ساينسدان دې چي بغير دوربين،هغه دا ليدلي چي دنيا د نمر نه ګير چاپيره چورلي۔ ددي مشاهدې نه پس خيام لاړ حج ته۔ چي واپس راغلو نو د شرابو توبه ګار وو، يو سو ورځې پس، د شپې يې خادم ته اواز کړو، کاغذ يې راوغوخت، وصيت يې وليکو، وضو يې وکړو، دوه رکعت نفل نه پس په سجده کې دوباره پريوت او وفات شو۔
غني خان او ګردش:
غني خان د جديد دور مفکر دې۔ خيام صرف په فلکي اجسامو کې ګردش ليدلې وو، غني په ناليدلي ذراتو کې دننه د ناليدلي ذراتو د ګرش نه هم خبر شو۔ غني انجينئير وو، سنګه کيدې شي چي د کوانټم ميکينکس تهيوريانې يې نه وي کتلي۔
ستوري او سيارې، په ذرو کې ذرې طواف کوي او الله انسان له د کعبې د طواف حکم ورکوي۔ دا دومره ډير ګردش ولې دې، دا د غني خان سوال دې۔ که دا ګردش دې له دې چي صرف د خيام غوندې کافر د الله په عبادت مجبوره کړي، نو د غني خان په نيز دا مقصد معمولي دې۔ ځکه وائي چې " څنګه اومنم"۔
د الله پاک په رازونو کې غور و فکر کوول د هر مفکر، فلسفي او بلند فکر اديب کار دې۔ دا خبرې د کفر نه وي، بلکه د ددي شاته د علم و فهم يو سمندر پروت وي۔ د پښتنو دا ذمه واري جوړيګي چي هغه د علم و فهم په هر بحر کې شناور شي او د جهل د تيارې نه د راوتلو کوشش وکړي۔
تاثير خان
سوات
10/3/22
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.