Skip to main content

Imagining 3rd World War. Summery Of Third World War by Daily Express UK.

 Imagining 3rd World War. Summery Of Third World War by Daily Express UK.


د اسرائيلو Haaretz او د بريتانيې Daily Express ورځپاڼې د درېيمې نړۍ والې جګړې نقشه رسم کړې. لنډيز يې داسې دی:


د اوکراين جګړه پراخيږي او روسيه پر اروپا اتومي بريد کوي.

چين له موقع په استفادې پر تايوان حمله کوي. امريکا د تايوان په ملاتړ له بحرالکاهل نه پر چين اتومي بريد کوي.

چين هم د متقابل ځواب ورکولو هڅه کوي خو توغندي یې د امریکا خاورې ته نه رسيږي


جاپان هم د امريکا په ملاتړ پر شمالي کوريا او چين بريد کوي.

هند ته هم آرامه ناسته خوند نه ورکوي او خپل رقيب چين تر بريد لاندې نيسي


په منځني ختيځ کې ايران مټې رابډ وهي، د عربو جزيره اشغالوي او د نړۍ پر %60 تېلو خېټه اچوي.

دې ټول اخ و ډب کې د نړۍ څو سوه ميليونه انسانان مړه کيږي. باقي پاتې انسانان د راتلونکو پنځلسو کلونو په موده کې د اتومي وسلو د مضرو اثراتو، شديدې سړې هوا او لوږې له امله مري.

د ځمکې په کُره کې يوازې د افريقا لویه وچه له جګړې خوندي پاتې کیږي او انساني ژوند به پکې ممکن وي خو غم دا دی چې انسانان به نه وي پاتې!

Comments