Skip to main content

Leadership Explained In Pashto. By Samsoor Afghan.

 

Leadership Explained In Pashto. By Samsoor Afghan.


د علمي او اروا پوهنې لیکنو او ژباړو په لړ کې ...

#پوهېږئ ! 

نن د (رهبرۍ او بریښنايي مدیریت) په پوهنځي کې څه پېښ شول ؟؟؟


د رهبرۍ او بریښنايي مدیریت په پوهنځي کې مې د څېړنې لپاره ټولپوښتنې وویشلې ، چې د هغو پوښتنو یوه مهمه پوښتنه دا وه ؛


چې تاسې ولې روان نشئ غږیدای او ژبه ښه نشئ زده کولائ ؟


د ډېرو ځواب دا وو  : 

📝چې دوی پوره جرئت نه لري ، 

📝وېره لري ، 

📝شرمیږي ، 

📝که غلطې جملې ووایي ، نو ټولګیوال به پسې وخندي ، 

📝د ټولګي په مخ کې خبرې نشي کولای ، 

📝اونیز سیمینارونه نشي وړاندې کولای ،

📝د غږیږو په وخت کې وراخطا کیږي او ټول لغاتونه رانه هیریږي ، 

📝د دريځ یا سټیج په سر له خبرو مې کرکه کیږي ...


همدا ددې لامل کیږي ، چې دوی په ټولګي کې کم فعالیت کوي ، دوی په څلورو کالونو کې ژبه نشي زده کولای ، روان او معیاري نشي غږیدای . 

خو برعکس هغوی چې پر دا (وېره) برلاسي وو ، د ژبې د استعمال ښه وړتیا یې درلوده ، معیاري او باجرائته غږیدل او د نورو سره یې توپیر څرګند وو.


د علي کیلي پر وینا :

(که تاسې یې په ذهن کې وبایلئ ، نو د ژوند په هر میدان کې یې هم بایلئ). هغوی چې ذهني وېره او ډار ختم نه کړي ، ضرور له ستونزو سره مخامخ کیږي او که لنډ ووایو ، نۀ بریالي کیږي او نه پرمختګ کولائ شي .


که چیرې دا لاندې پوښتنې او وېره په ذهن کې ساتئ : 

✍️چې دا کار سخت دی ، 

✍️نشم یې کولای ، 

✍️استعداد نه لرم ، 

✍️عمر مې زیات دی ،

✍️زده کړې او مطالعه به ماته څه ګټه وکړي ، 

✍️ که ناکام شم ، 

✍️اقتصادي وضعه مې ښه نه ده ، 

نو د ناکامۍ او وروستولي پایلې به هم له ورایه وګورئ ....!!!


 ځکه هغه څه چې په ذهن کې پلان کیږي ؛ په ورځني ژوند کې عملې کیږي هم، نو د ددې پر ځای دا جملې وکاروئ :

✅زه دا وېره کنترولولای شم، 

✅دا کار ډېر ساده او اسانه دی، 

✅زه ددې وړتیا لرم، 

✅کولای یې شم، پیل یې کړم ،

✅کلک هوډ لرم ، چې خپلو هیلو ته ورسیږم ،

✅له خپلې مبارزې او موخو مې څوک نشي راګرځولی ، 

✅خطر په غاړه اخلم ، 

✅مبارزه کوم ، 

✅زده کړې کوم ، تر څو د مادیاتو او معنویاتو څښتن شم ،  


وګورئ !

چې پایلې یې څومره خوندورې او رښتیني دي ، شرط دا دی چې دا هر څه تاسې په یوه مثبت فکر سره پیل کړئ او همدا اوس یې د کولو پرېکړه وکړئ.


همداسې که د ژوند په هر اړخ کې (وېره او ډار) کنټرول نه کړئ ، جرئت ونه کړئ او خطر په غاړه ونه اخلئ ، ځان له اوسنۍ پیړۍ سره اپډیټ (عیار) نه کړئ ، نه به ځواکمن شئ ، نه به بریالي شي او یاد ساتئ ! 

تل به د ټولنې د اوږو بار وائ ، او ستاسې شتون به ټولنې او هیواد ته لوی درد او زجر وي . (لکه اوسني راغلي ۷ پیړۍ خلک)  


د لېډرشېپ پروفیسر او تکړه ویناوال (جان مکسوېل) له قوله ، په ختیځ چین کې د بامبو په نوم یوه چینایي ونه شتون لري ، کله چې وکرل شي وده یې پنځه کاله وخت نیسي، مجبور یئ دا ونه هره ورځ اوبه کړئ، سَره ورکړئ او دا کار به پنځه کاله کوئ.

پوهیږې ولې ؟

ځکه دا تر پنځم کال پورې هېڅ وده نه کوي ، خو کله چې پر وده پیل وکړي ، په پنځو اونیو کې ۹۰ پوټه لوړیږي (وده کوي) ، پوښتنه دا دی ، چې ایا دا وده په پنځو اونیو کې ترسره شوې که په پنځو کالونو کې ؟

که ځیر شو ، 

نو پوهیږو چې ونې وده په پنځو اونیو کې نه بلکې په پنځو کالونو کې ترسره کړي ده. ځکه که دغه ونه د پنځه کالونو په ترځ کې هره ورځ اوبه نه شي، سَره ور نه کړل شي، سالمه ساتنه او روزنه یې ونه شي نو په څو ورځو کې ونه له منځه ځي او وچیږي.


#درس : همداسې موږ هر یو خپل هدف رسېدلي یا خو نږدې شوي یو او باید پوه شو ، چې زموږ هڅې بې پایلې نه پاتې کیږي، او ممکن له هدف یوازې څو ګامه لرې یو ، نو راځئ استقامت وکړو ..! په ګډه تر بریا رسیږو . خو شرط دا دی چې ونۀ (ویریږئ) ، پیل یې کړئ او ژر تسلیم او ناهیلي نشئ.



Leadership Explained In Pashto. By Samsoor Afghan.

Comments