Mumtaz Orakzai Pashto New Poetry. Ghazal Of Mumtaz Orakzai.
اوس هــــــم تر ډېره دا وهمونه سلامت پاتې دي
چـــــــې کلي وران دي او باغونه سلامت پاتې دي
د تحـــــــــفظ يقـــــــين يې راکړو او دليل يې دا دی
فرېمونه مات دي خو عکسونه سلامت پاتې دي
وېنــــــــــــو خــــــوړلې ده تمامه صحيفه د ژوندون
د تت امــــيد څلـــــــــــــور حرفونه سلامت پاتې دي
هــــر څه واضح دي بيا مې هم دی تجسس برقرار
دشـــت د حالاتو کښې څو پلونه سلامت پاتې دي
هــــره مغروره پګړۍ رغړي د بې ننګو پښو کښې
جــــــشن برپا دی چې يې ولونه سلامت پاتې دي
دلتـــــــــــه مـــــــــسکا د زلېخا له شونډو اوشوکېده
دلتـــــــه يوســــــــف سره خوبونه سلامت پاتې دي
مـــــــــــمتازه دړې وړې لاړې ســـــــــــرېندې له ښاره
بــــــس د ټرکـــــــــونو هــــــــارنونه سلامت پاتې دي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.