Skip to main content

Nauroz, Nawroz In Islam. Religion and Deen By Ayaz Yousafzai.

 Nauroz, Nawroz In Islam. Religion and Deen By Ayaz Yousafzai.


نوروز او عُکاظ، يؤ قدر دوه رويې*

///

د قامونو د تاريخ او کلتور ځينې اقدار، روايات او خبرې داسې وي چې پهٔ مذهب او عقيدې پورې هېڅ تړاؤ نهٔ لري او نهٔ دغه تاريخي او کلتوري اقدار د مذهب او عقيدې سره پهٔ ټکر کې وي خو لهٔ بده مرغه ځينې خلک پهٔ مذهب او کلتور کې يا خو توپير نهٔ شي کولی او يا لهٔ قصده د قامونو لهٔ ژونده دغه کلتوري اقدار د مذهب پهٔ پلمه ويستل او تروړل غواړي. د دغه خلکو ټول بغض او کرکه د قامونو د کلتور او تاريخ سره وي او هغوی د مذهب تر شا خپل دغه بغض پټوي. د دغه بغض تر ټولو زيات پښتانهٔ ښکار شوي دي. وخت پهٔ وخت ترې خپل تاريخ او کلتور تروړلی شوی دی او لا تر نن ورځې دغه لړۍ دوامداره ده. 

د عُکاظ میله د عربو تاریخي او کلتوري میله ده کومه چې د مکې مکرمې نه د اویاوو کیلومټرو پۀ واټن د طائف د تاريخي ښار سره نژدې هر کال لمانځلی کېږي او د دغه مېلې تاريخ دومره لرغونی دی چې د اسلام لا څۀ نوم نشان هم پۀ عربي نړۍ کې نۀ ؤ. دغه مېله لمانځل هغه خلکو پېل کړې ؤ چې مسلمانان نهٔ ؤ او لا تر نن ورځې د خپل تاريخي، قامي او ثقافتي روايت او قدر پهٔ توګه هر کال د دغه مېلې د لمانځلو ټول بندوبست پهٔ حکومتي کچه کېږي، خو تر اوسه پورې پرې يؤ عرب مولا فتوا ونۀ لګوله چې دا ميله د جاهلیت د وخت نخښه ده، د دې لمانځل کافرانو پېل کړې ؤ او اوس يې لماځل پۀ مسلمانانو حرام او کُفر دی. 

فکر مې کولو چې پۀ عربو کې تر نن ورځې پهٔ مذهبي يا اولسي کچه ولې دغه مېلې ته پۀ بد نظر ونۀ کتلی شول؟ 

ولې ورته چا حلال او حرام ونۀ ويل؟ 

آيا عرب زمونږ هومره پۀ قران او حدیث نۀ پوهېږي کۀ زمونږ د حرام او حلال شرعي پېمانې بېلې او د عربو بيلي دي؟

نوروز لمانځل هم د پښتون قام د تاريخي او کلتوري اقدارو څخه يؤ قدر دی او د دې خاورې د لرغوني تاريخ، جغرافيې او اولس سره يې ډېر پياوړی او نهٔ شلېدونکی تړون دی، کهٔ څوک يې لمانځي يا يې لمانځل غواړي نو پهٔ دې کې هېڅ د کُفر خبره نشته او پۀ لمانځلو نۀ لۀ چا نه ايمان ځي او نۀ د اسلام لۀ دايرې څخه اوځي، دا د دې خاوري د تاريخ يؤ پياوړی قدر دی او لمانځل يې د دې اولس حق دی. 

ټولو پښتنو ته د زړهٔ لهٔ تله پهٔ پوره پښتنه مينه د نوروز مُبارکي وایم، نوروز مو مُبارک شنه. 

اياز ايسپزے


نوټ؛  دا ليک د ګران اياز ايسپزي لالا دے او عکس يې هم پۀ خپلو مبارکو لاسو اغيستی دی۔

 د شلتالو/شفتالو ګلونه دي



Comments