Russia Loosing In Ukraine War Against USA. By Hamayun Kaasi.
آثار ښکاره کوي چې روس لويه تېروتنه و کړه. روس ټول يوکراين ته خپل د کريميا اېډوېنجر په تناظر کشې کتل، خو يوکراين هغه هډوکى و ختلى چې په ستونې کشې بند شو
تر ټولو لويي اثر يې د چين له خوا يو ټرن دى. چين خپل په تېر دريځ کشې بدلون راوړى او په سيکيورټي کونسل کشې بې پلوه پاته شو. چين په تازه بيان کشې ويلي چې جنګ بايد بند شي او د خبرو له لارې بايد دا ستونځه حل شي
د چين دوو سرکاري بانکونو له روس سره کاروبار بند کړى دى او د کوئيلې درآمدات يې هم ورڅخه کم کړي دي او چين له نورو ملکونو څخه کوئله اخستلو هڅه پېل کړې.
روسي کرنسي روبل تر جنګ لمخه د يوه ډالر په ايوز اويا وو، او اوس يو سل او لس ته رسېدلې ده
معيشت پوهان وايي چې په روسیه کشې ګراني په تېزي سره پر زياتېدو ده او د کال تر اخيره به دا اتلس فيصده ته و رسېږي
د روس جي ډي پي کمه چې په مثبت کشې روان وه، هغه به دا کال منفي 7 پاته شي
د ماسکو سټاک اېکسچېنج له تېرو درو ورځو څخه بند ولاړ دى او يواز په دا سټاک اېکسچېنج کشې يو نيم ارب ډالر تاوان شوى دى.
معيشت پوهان دا هم وايي چې د يورپ او امریکا له خوا لګول شوي معاشي بنديزونه بلکل داسې دي لکه د روس جنګ چې براه راست له يورپ او امریکا سره وي. يعنې دومره سخت بنديزونه ور باندې لګېدلي دي.
دغه بنديزونه لامل دي، روسيانو له بانکونو څخه پېسې استل پېل کړي دي او تر دا اوسه يې تر يو نيم اربه ډالره پورې له بانکونو څخه استلي دي.
دفاعي تجزیه نګاران وايي چې روس چې يوکراين څومره آسانه بللى، هغومره آسانه و نه ختلى او د يوکراين حکومت او اولس چې کمه دفاعي جزبه ښکاره کړې دا هم بې څارې ده.
دغه تجزیه نګاران دا هم وايي چې دا جنګ څومره اوږدېږي هغومره به د روس خشم ورسره زياتېږي او دوى چې تر اوسه دفاعي تنصیبات په نښه کړي، نو امکان شته، چې په خشم کشې تر هغه حده ولاړ شي چې اولسونه هم په نښه کړي، او دا به د روس د تباهي آغاز وي.
دوى وايي روسيه به اوس په هر صورت هڅه کوي، چې د کيف ښار و نيسي او يوکراينيان به په هر صورت د دغه ښار دفاع کوي.
دا خبره هم کوي چې روس تر څو جنګ نه وو پېل کړى، نو نفسياتي جنګ روس ګټلى وو، او هم يې يوکراين په بد امتحان او يره کشې اچولى وو او هم نور يورپ.
خو د جنګ نتیجه دا و ختله، چې د روسیې اوسنى پوځ ناتجربه کاره ثابته شو، او په جديده وسله هم هغسې پوشلى نه دى، لکه د نېټو پوځونه چې دي.
د روسيې د پوځ دا کمزورتیا وې او نيمګړتياوې د جنګ تر پېلېدو لمخه نه وې څرګنده، خو اوس په مکمله توګه اېکسپوز شوې.
تر جنګ لمخه د يوکراين او نېټو مورال ښکته وو، خو اوس د هغو مورال لوړ دى او د روسیې مورال ټيټ شوى دى.
او دا خبره څرګنده شوې چې که روس ټول يوکراين و نيسي هم، خو دا جنګ به دوام لري.
د نېټو له خوا جديده وسلې او د ترکیې ډرون دا ټوله مرسته له يوکراين سره روانه ده. خو بله خوا د روس يوازيني خواخوږي چين هم يو ټرن واخستى.
معنا دا چې روسیه بلکل يوازې پاته شوه.
ما اوله ورځ هم ويلي وو، چې روس تېر ځل هم پوځي نه بلکې معاشي ماته خوړلې وه او دا ځل به هم معاشي ماته خوري.
او د دې معاشي مرګ اثرات دلته کتل کېدلى شي ،چې پخپله د ماسکو سټاک اېکسچېنج بند ولاړ دى او کرنسي يې په هفته کشې دننه دننه څلوېښت سلنه ټيټه شوې.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.