What Is Love?. Pashto Blog about What Is Love? Pashto Translation.
مینه څه شی دی؟
له يوې سپين سرې مېرمنې نه پوښتنه وشوه؛چې (مينه) څه شی دی؟!
هغې وويل:
— د لومړي ځل لپاره مې دا کليمه له خپل پلار نه هغه وخت واورېده چې زه ماشومه وم، خپلې غېږې ته يې راجوخته کړم، ښکل يې کړم او راته يې وويل:
زه درسره(مينه) لرم.....
نو ومې ويل:
— مينه توده غېږه او سکون دی...
کله چې پېغلوټې شوم، د ګاونډي د زوی ليک راته راغی، زما نوم پرې کښل شوی و، په کې يې ليکلي و (مينه درسره لرم)...
نو ومې ويل:
— مينه جرات او ليونتوب دی...
کله چې کوژده شوم، نامزد راته وويل:
— (مينه) درسره لرم.....
ومې ويل:
— مينه هيلې او ارزوګانې دي....
کله چې مې واده وکړ، خاوند راته وويل، (مينه) درسره لرم....
نو پوه شوم چې مينه شوق او تلوسه ده
یوه ورځ کور ته راستون شو، هر څه منظم و، ډېر خوند يې ورکړ، راته يې وويل:
— (مينه) درسره لرم...
نو ومې ويل:
— مينه مننه او درناوی دی...
کلونه واوښتل، سر کې مې سپين ولګېدل، خاوند مې سپينو ويښتانو ته وکتل، موسکۍ شو، بیايې وويل:
— (مينه) درسره لرم....
ومې ويل:
— مينه رحمت، زړه سوی او لورینه ده..
د زمانې څرخ واوښت، زه بوډۍ شوم او هغه سپين ږيری شو، هره شېبه راته وايي(مينه) درسره لرم......
نو ومې ويل:
— مينه وفا، صدق او اخلاص دی..
ژباړه
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.