Bajaur, District Bajaur. Natural Resources Of Bajaur.
انور نګار اتمان خیل
د باجوړ قدرتي وسائل
د پښتونخوا په قطبي لويديځه پوله د باجوړزرخيزه او مردم خيزه علاقه پرته ده چې لويديځ قطب
(North West)
اړخ ته ئې د پښتنو ستر کور افغانستان، قطب ته ئې چترال، قطبي ختيځ
(North East)
ته د دير ګلورينه سيمه، سويل لويديځ
(South West)
ته مومند ايجنسي، سويل ته پېښور او سويل ختيځ ( South East) ته د ملاکنډ ايجنسي واقع ده ـ
د باجوړ سيمه خپل ځانګړے زمکنيز
(Geological)
، جغرافيائي
(Geographical)
تاريخي
(Historical)
، عمراني
(Social)
ماحول لري ـ د دې علاقې شنۀ او دنګ غرونه، د نخترو شغار، چېنې او چنارونه، روح پروره آب و هوا د زرکو چړچقې او د کوترو غومبر دومره زړۀ راښکون لري چې دې متل له ئې په ځاے زيږون ورکړو ـ
"که باجوړ نۀ خوري بد پرې مه وايه"
که د هرې زاويي نه وکتے شي نو د پښتونخوا خاوره د الله په ورکړو ښه سنبال ده دلته د سپېنو رڼو اوبو پريواني، ګڼ ګور ځنګلونه، د سرو سپېنو نه ډک غرونه، پاکه هوا او مېوې په غټه پيمانه دي ـ د پښتونخوا د يوې ارزښتاناکي ټوټي په توګه د باجوړ سيمه هم د الله تعالٰی په ورکړو ښه شتمنه ده او يو شمير ارزښتناکې قدرتي وسيلې لري ـ چې په لاندينو کرښو کښې ئې تفصيل بيانولے شي ـ
۱ ـ ځنګلونه (Flora)
د باجوړ ټوله رقبه دولس سوه او اويا مربع کلوميټره ده او زياتره برخه ئې غرئيزه ده ـ په قطبي برخه کښې د غرونو د لړۍ اوچتوالے تر درې زره ميټره پورې دے ـ کوم چې سويل اړخ ته په کميدو شي ـ او په سويلي پوله ئې د غرونو څوکې تر دوه نيم زره ميټره ته راکمې شي ـ نو کوم غرونه چې څومره دنګ دي او د ابادۍ نه لرې دي نو هلته د ځنګلونو رقبه زياته ده ـ په دي لړ کښې د ځنګلاتو د محکمې يو افسر او څېړنکار عمران خان د معلوماتو لنډيز داسې دے ـ
ځنګلونه د باجوړ په ۲۲۲۴۲ ايکړه زمکه باندې ولاړ دي ـ کوم چې د ټولې رقبې ۶.۶ % پورې جوړيږي ـ هم دا رنګه غنې او بوټي
(Shrubs and Bushes )
په ۳۶۱۷۸ ايکړه زمکه ولاړ دي ـ کوم چې د ټولې رقبې ۱۰.۷% جوړيږي ـ هم دا رنګه د ځنګلاتو محکمې د کال ۲۰۱۵-۱۶ ء پورې د باجوړ په ۳۴۵۲۷ ايکړه زمکه مصنوعي ځنګلونه(
Afforestation)
کرلے دي چې د ځنګلاتو په زياتوالي کښې ئې ښه لاس کړے دے ـ
د باجوړ په غرونو کښې زياتره د څيړۍ (Oak) پلوسې (Acacia Modesta) ننځړه (ديودار) خونان (Olive) غوړاڅکے (Sanatha) او کيکر ونې دي ـ په دي غرونو کښې د نختر او څيړۍ ونې د فائدې او ښکلا غبرګ کردار لوبوي ـ او د ژمي واؤرې تر ډيرې مودې پورې په خپله غيږه کښې خوندي ساتي ـ
د افغانستان سره په پوله يعنې لوېديځ قطب (North West) ته په غرونو کښې د غوزانو ونې هم د فطرت يوه زړۀ پورې پيرزونه ده چې د راولپنډۍ، پېښور او هېواد نورو منډؤ ته ترې هر کال په ټنونو غوزان سواداګر وړي او ځاي کچ هم په استعمال کښې راوستے شي ـ
د باجوړ د ټولو نه اوچته د غره څوکه کېمور چې د کال په زياتره برخه کښې ئې د واؤرې پټکے وهلے وي ـ په خپله غيږه کښې د څيړۍ او نخترو تر څنګ د پرپل (Fur) ونې هم ساتلي دي ـ کوم چې د پوهانو په خيال د ډيرو اوچتو او خېرازه غرونو په څوکو کښې پېدا کيږي ـ
کومې علاقې چې پرېمانه اوبۀ يا چېنې لري ـ هلته د چنار د ونو نال هم په ډيره مينه کولے شي ـ او داسې زياتره چينې د چنارانو د ونو په سېورو کښې دي ـ کوم چې دسېوري ، لرګي او نورو فائدو سره سره يو زړۀ پورې کلتوري رنګ هم لري ـ
۲ ـ مرغۍ او ځناور (Fauna)
(الف)
د ونو بوټو ارزښت ګڼ اړخيزه دے ـ چې يو اهم کردار ئې ځناورو او مرغو له د اوسيدو مناسب چاپېرچل ورکول دي ـ چرته چرته چې ځنګلونه څومره ګڼ او ګور وي ، هومره به د مرغو او نورو ځنګلي ځناورو ژوند لا دوام داره وي او داسې به ددئې نسل زياتېږي ـ
د باجوړ زمکه په دې حواله هم تر څه حده شتمنه ده ، ګر چې د ځنګلونو د پريکولو او ځېنې نورو وجوهاتو له امله دا قيمتي خزانه زيانمنه شوي ده ـ خو بيا هم د ځنګلي ځناورو ډير قسمونه دلته ژوند کوي ـ په دي لړ کښې عمران خان، چې د باجوړ د ونو بوټو او ځنګلي ځناورو په حواله په تحقيقي زيار کښې بوخت دے، د خپلو معلوماتو لنډيز داسې رانغاړي:
په باجوړ کښې زرکې(Partridge) سارائي چرګ (Kaliji Pheasant) د اوبو چرګ (Water Fowl) سيسۍ (See See Partridge) تورې زرکې (Black Partridge) ايرو رنګې زرکې (Gray Partridge) او داسې نورې مرغۍ ژوند کوي ـ هم دا رنګه په ځنارو کښې ليوه / شرمخ (Wolf) سويه (Rabbit) سارائي پېشو (Leopard) سورلنډے (Jackal) تورې او خړې يږې (Black and Brown Bear) ايرورنګی شادوګان (Rhesus Monkey) او داسې نور دي ـ
يو وخت وو چې د باجوړ غرونه د ځناورو او مرغو يو پر امنه ټاټوبے وو او دلته به ځناورو او مرغو د فطرت په ښائسته غېېه کښې مستۍ کولې ـ خو د ځنګلونو د بې دريغه پريکولو، د آبادۍ د زياتوالي، د قانون دنشت والي، د پرله پسې جنګونو او په اولس کښې د کمې بيدارۍ له امله د قدرت دا خزانې په کميدو دي ـ د کومې اندازه چې د باجوړ په دره آرنګ کښې د يو اندازې (Survey) د شمېر شمېرنې نه لګي ـ ګرچې دا هغه علاقه ده چې په دي منطقه کښې د مرغو په خاصه توګه د زرکو د ژوند د پاره مناسب ګڼلے شي ـ
"د شمېر نې تر مخه په ذکر سيمه کښې زرکې اووه نوې (۹۷) تورې زرکې پنځلس (۱۵) خړې زرکې اتلس (۱۸) سارائی (صحرائي) چرګان درې (۳) د اوبو چرګان يوويشت (۲۱) شادوګان اتۀ ديرش (۳۸) او هوسۍ فقط دوه (۲) پاتې دي"
دا شمېره او د خلکو په دي حواله روايات چې دلته به څومره ډير ځناور او مرغۍ وي ، مونږ ته ددي د ضائع کېدو خبر راکوي ـ
(ب) مهاجرې مرغۍ (Migrated Birds)
د موسمونو د بدلون سره په نړۍ مرغۍ د يوې منطقې نه بلې ته د بقا په حاطر هجرت کوي او د هجرت زياتره د هغه علاقو وي چرته چې زياته واوره پريوځي ـ زمونږ هېواد الله په داسې موسمونو نازولے دے چې په يو وخت کښې د انتها هغه کرښې ته نه رسي چې ژوند پکښې ممکن نه وي ـ د ددي د نورو يو شمير ګټو ترڅنګ يوه ګټه دا ده چې دلته په سخته يخنۍ کښې د ګاونډ نه مرغۍ هم راځي ـ باجوړ ته د مرغو د هجرت په اړه ښاغلے عمران خان داسي وايي:
باجوړ ته د نورې فاټا په شان د موسمي بدلون سره سم مرغۍ هم د هجرت کوي چې په هغې کښې د سائبيريا ډينګان (Siberian Crane) شتر مرغ (Bustard) مړزان (Quails)، سور رنګي ځنګلي مرغان(Grouse) او خړې او بربنډ سر والا ايلۍ هم راځي ـ خو په فاټا کښې د اوږدې ناقلارۍ، ډزو ډوزو او بارودو له کبله هجرت کونکو مرغو هم زياتره خپلې لارې بدل کړې دي ـ لکه د هجرت کونکو مرغو دپاره په فاټا کښې چې کومه مرکزي لار د کرم سيند وو نو اوس مرغۍ سويل اړخ ته ګومل زام او بيا بلوچستان ژوب سيمې ته الوت له ترجيخ ورکوي ـ
۳ ـ معدنيات
معدنيات د يوي علاقې په پرمختګ کښې مهم کردار لوبوي دا که يو خوا ځائي خلکو ته د روزګار لارې برابروي نو بل خوا اولس ته د نعد دولت د راتلو اهمه ذريعه هم وي ـ باجوړهم د فاټا او پښتونخوا د نورو سيمو په شان د معدنياتو په حواله هم ښه موړ پټ دے او د قيمتي کاڼو ارزښتناک درنګونه لري ـ په دي حواله د قبائلي سيمې د ترقۍ دپاره کار کونکي اداره "فاټا ډيلوپلمنټ اتهارټي" د معدنياتو شمېر شمېره داسې معلومات لري ـ
“Various geological surveys and studies indicate that FATA region has a great potential for a variety of minerals. The presence of least 19 minerals including oil and gas has been established out which 12 minerals have been explored ……….. ـ Extensive marble deposits of different Shads …………………mineral production”
ژباړه : د فاټا په سيمه کښې کتنې او مطالعې دا ښکاره کوي ـ چې د ې سيمه کښې د معدنياتو يو شمېر قسمونه موجود دي ـ په موجود نولس معدنياتو کښې (د تيل او ګيس سره) دا وخت تر دولس پورې معدنيات معلوم شوې دي ـ د مرمر د کاڼی پرېمانه خزانې چې پېلا بېل شکلونه او رنګونه لري ـ په باجوړ مومند او خېبر ايجنسۍ کښې موجودې دي د کوم نه چې د کال په حساب پنځلس ميلينه ټنه د مرمر کاڼے راويستے کيږي ـ
د باجوړ غرونه د مرمر کاڼي تر څنګ نور هم د معدنياتو يو شمېر درنګونه لري ـ په دې حقله د فاټا د ترقۍ د ادارې دځائي افسر عبدالغفار زما سره په تحريري شکل کښې دا معلومات شريک کړل ـ
ژباړه: په باجوړ کښې د مرمر کاڼي ، مينګنيز، کرومائټ او د زمرد يو شمېر درنګونه دي ـ د مرمر کاڼے زياتره د ناواګۍ د تور او سپورو غرونو نه راويستلے شي ـ هم دا رنګه کرومائټ د برنګ د سيمې نه په غټ مقدار کښې راويستلے شي ـ د دې نه علاوه معدنيات لږ تر لږه د باجوړ په ټولو غرونو کښې موندے شي ـ
۴ ـ اوبۀ
اوبۀ چې د ژوند د ابتداء، ارتقاء ، او بقاء ضمانت دے او د تهذ يبونوپه شتمنۍ اود ژوند په سوکالۍ کښې د ټولو نه مهم رول لوبوې ـ باجوړ هم په دې حواله تر څه حده نيک مرغه دے ـ د يو شمير چينوتر څنګ پنځۀ خوړونه لرې ـ چې ځاي خلک ئې د رودونو په نوم نوموي ـ تفصيل ئې په لاندينې کرښو کښې د اؤبۀ خور د محکمې نه د تر لاسه شوي رېکارډ پ رڼا کښې بېانولے شې ـ
1. ماموند خوړ:
دا خوړد ماموندو په ځمکه بهيږې ـ او شل زره کيوسک ( د اوبو د مًٰعلومولو پيمانه) اوبۀ ډسچارج کوې يعې اوبۀ خارجوي ـ
2. خار خوړ:
خار خوړ چې د خار د رود پ نوم ېاديږې ـ د پنٰځۀ دېرش زره کېوسک پورې اوبۀ خارجوې او د خار د سيمې د زرخېزئ مهمه ذرېعه ده ـ ددي خوړ پۀ غاړه د نا وې ډ نډ چېنه د سېلګرۍ ېو په زړه پورے تاريخي مقام دے ـ
3. ماندل خوړ:
د ماندل د سيمي نه هم ېو وړوکے شان خوړ رابهيږې ـ چې د اوبو د خارجولو مقدار ې تر شپاړس زره کېوسک پورې ښودلے شي ـ
سلارزۍ خوړ
سلارزئ چې په باجوړ کښې نسبتاً د ټولو نۀ زېاته اوبۀ لرونکې سيمه ده ـ او د ګبر چينۀ پکښې د سيلګرئ د پاره ېو ښه نوم لرې ـ داسې د سلارزۍ خوړ ېو وېشت زره پورې اوبۀ ډ سچا رج کوي
4. جار خوړ:
د باجوړ د بيلابيلو خوړونو اوبۀ چې رايوًځاے شي ـ نو د جار پۀ سيمه کښې د يو غټ خوړ شکل اختيار کړي ـ دا خوړ تر دوۀ پنځوس زره کيوسک پورې اوبۀخارجوي ـ د جار او خوآؤشا سيمې د کرکېلې غوره پېدوارد دې خوړ له برکته دے ـ
د راغه ګانو د کلي سره په يو بند کارهم روان دے چرته چې به د خوړ او باراني اوبه خوندي کولے شي ـ په د غه بند کښې د دوه زره پنځه سوه او شپږ ديرش ايکړه فټه اوبو ځايولو هدف دے چې ددي سره به د ذکر سېمي په خيرازۍ کښې غټ لاس وشي ـ دا خوړونه/ رودونه د اوبو خور ترڅنګ د مايانو د ښکاره ځايونه دي ـ
د ځنګلونو، مرغو، اوبو او معدنياتو شمېر شمېرنه دا ښکاره کوي چې د باجوړ سيمه په قدرتي وسائلو څومره شته منه ده ـ خو بس ضرورت ددې د مناسب استعمال او ساتنې دے ـ ددې نه علاوه د باجوړ تاريخي ځايونه او ښکلې منظرونه هم د دې ارزښتناکه اثاثه ده ـ
سفارشات:
• د ځنګلي ځناورو د ارزښت او تحفظ په لړ کښې دي د جماعتونو، سکولونو او مدرسو تر څنګ په ميډيا يو باقاعده د آګاهۍ مهم وچلولے شي چې اولس په دي حواله خپلې ذمه وارۍ وپېژني او ترسره ئې کړې ـ
• د ځنګلاتو او ځنګلي ځناورو د محکمې له اړخه دي د کلو په کچ داسې کميټياني جوړې کړے شي چې هغوئې د دغه اثاثو د ساتنې ذمه واخلي ـ د رضاکارو د تحريک ترڅنګ دي متعلقه اداره خپل کارمندان وټاکي چې دا عمل ښه منظم شي ـ
• د باجوړ په غرونو کښې چې د مرغو او ځناورو شمير په څومره سره تيزۍ په کمېدو دے دا حالات غوښتنه کوي چې په ښکار دي په سمدستي توګه بنديز ولګولے شي ـ
• په اولس کښې دي دا شعور بېدار کړے شي چې هغوئې د مېوه دارو ونو د پريکولو نه په خاصه توګه ډډه وکړي ـ
• که دي سېمي ته د بجلۍ او ګيس اسانتياوي ورکړے شي نو په دا ډول به د ونو د پريکولو عمل ډير راکم شي ـ
• د معدنياتو نه د پوره ګټې پورته کولو د پاره درنګونوته د رابطې سړکونو جوړل اړين دي ـ دا رنګ دا معدنيات به هله په پوره ډول د فائدي شي چې دي ته په مقامي کچ کارخاني ولګولے شي چې داسې روزګار او سوداګري وده وکړي ـ
• د برنګ ډيم کومه منصوبه چې په نظر کښې ده که دا عملي کړے شي نو د اتماخيل غرونه به د کيمور نه واخله تر زولم پورې نور راشنۀ، ګڼ او ګور شي ـ ځنګلې ځناورو ته به پرامنه ماحول په لاس ورشي او په دي غرونو کښې به د اوبو زيرمي ب لا تاندي شي ـ دا يوه منصوبه به د ځنګلاتو، ځنګلي ځناورو او اوبو په حواله يو غټ بدلون راولي ـ
• په باجوړ کښې د رودونو اوبۀ د اوبوخور سره سره د مايانو د پېداوار د پاره ډيرې مناسبي دي او ددې ځاے مايان به ډير خوندور وو ـ خو د بده مرغه د رود په غاړه مېشته خلکو د ګنده اوبو لښتي رودونو ته ورمات کړي دي چې له امله د دغه رودونو اوبۀ ګنده کېږي او مايان ختمېږي ـ بايد متعلقه حکومتي واکمن په دي حواله ضروري ګامونه پورته کړي ـ ددې سره د مايانو ښکار د جال په ځاے د بجلۍ په کرنټ کولے شي چې يو ډير ناوړه کار دے او د مايانو نسل کشي ده ـ ددي په سمدستي توګه منع کول د وخت يوه ضروري غوښتنه ده ـ
حوالې:ـ
عمران خان، څېړنکار/ بلاک افېسر ،ژبنۍ مرکه، نېټه ۲۲ فروري ۲۰۱۸ء، محکمه ځنګلات او ځنګلي حيات، سول کالونۍ دفتر
ـ هم دا مرکه
ـ حيات علي، وائلډ سروے ، ارنګ دره باجوړ ايجنسي، کال جون ۲۰۱۶ء، ناچاپ ، مملوکه حيات علي محکمه ځنګلات او حڼګلي ځناور، سول کالونۍ باجوړ، مخ ۱۲ ـ ـ ـ ۱۸
ـ عمران خان، څېړنکار/ بلاک افېسر ،ژبنۍ مرکهء محکمه ځنګلات او ځنګلي حيات، سول کالونۍ دفتر، نېټه ۲۲ فروري ۲۰۱۸
ـ ويب سائټ ، معدنيات ، فاټا ډويلپمنټ اتهارټي ، فاټا، حکومت پاکستان ، ۲۷ فروري ۲۰۱۸ء
ـ عبدالغفار، ژبنۍ مرکه، دسټرک کواردينيشن افيسر، فاټا ديويلپمنټ اتهارټي، ايف ـ ډي ـ اے دفتر سول کالونۍ خار باجوړ، ۲۲ فروري ۲۰۱۷ء
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.