Abdus Sattar Bacha Gee. Sayyed Abdus Satrar Bacha. Pashto Info Blog
#سيد عبدالستار شاه باچا،
دوخت عارف اؤ د حمزه بابا پير اؤ مرشد.
/ ډاکټر مصطفىٰ کمال/
سيد عبدالستار شاه باچا، چې دخپلو معتقدينو اؤ مريدانو تر ميانه د ستار شاه باچا اؤ باچا جان په نومونو هم پېژندے شو، دخپل وخت ډېر لوے صوفي اؤ د پښتو د بابائې غزل امير حمزه خان شنواري پير اؤ مرشد ؤ. دا ښاغلے په 1278 هجري کال کښې، د هزارې، بټګرام د ميرانو کلي په يوه شته منه کورنۍ کښې، د سيد برهان علي شاه کره پېدا شوے ؤ. د رسمي تعليم نه تر ؤزګارېدو وروستو ېئ، تر يوې مودې ټهېکېداري کؤله، خو بيا ېئ له دنيا نه زړۀ موړ شو اؤ لاړو د کشمير د موضع نړاں، د يو ډېر رسېدلي بزرګ سائيں محمد عظيم نه ېئ لاس نيوه ؤکړه اؤ د تصوف د دنيا پوخ استوګن شو. حمزه بابا د سائيں محمد عظيم په حقله وائي،
؎ ورشه مالک له د کشمير چې غم دې وروک شي حمزه !
د قسمتونو ېئ خالق لاس کښې قلم ايښے دے
سائيں محمد عظيم، ستارشاه باچا ته حکم ؤکړو چې تۀ پېښور ته لاړ شه اؤ هلته د تصوف اؤ عرفان پلوشې خورې کړه. باچا جان پېښور ته راغے اؤ د يو دروېش په حېث ېئ دلته سکونت اختيار کړو. ډېرو خلقو ترې لاس نيوه ؤکړه اؤ دغسې د حمزه صېب ورور ملک باور خان ېئ هم مريد شو. باچاجان به دباور خان کلي لواړګي، لنډي کوتل ته تلو راتلو نو هم دغسې ورسره د حمزه صېب هم ملاقات ؤشو اؤ تردې چې دې هم د باچا جان کلک مريد شو. دغه وخت حمزه صېب په اردو کښې شاعري کؤله، خو باچا جان ورته ؤوې چې تۀ په پښتو کښې شاعري کوه، اردو کښې به تۀ زړۀ پورې مقام تر لاسه نکړې شے۔ بيا حمزه صېب خپله توجه پښتو ته راؤګرځؤله اؤ د پښتو د "بابائې غزل" مقام اؤ مرتبه ېئ خپله کړه.
چونکې باچاجان د تصوف په چشتيه سلسله کښې ؤ، نو ځکه به هرکال د خواجه معين الدين چشتي عرس اؤ زيارت له اجمير شريف ته تلو. هلته د باچاجان د اهميت دا حال ؤ چې د عرس جهنډا به هم د باچاجان په لاس خېژؤلې شوه، حالانکې ډېر ستر صوفيان به دغه هلته موجود وو. حمزه صېب اؤ نور مريدان به هم دباچا جان سره عرس له تلل، چې د اجمير د لارې اکثرې مزلې به ېئ پياده وې. حمزه صېب ليکي چې يو وخت د تصوف د دنيا د پابندۍ اؤ کړان د ژوند نه تنګ راغلے ؤم. په لاره مې په زړۀ کښې سوچ ؤکړو، چې نن باچا جان سره د بيلېدو پرېکړه کؤم. چې د باچا جان دېرې ته راؤرسېدم، نو باچا جان مخامخ ولاړ ؤ. مُسکے شو، وئيل تۀ څۀ وائې چې تۀ به مانه ؤتښتې؟. تۀ اوس چرته هم نۀ شې تلې۔ حمزه صېب ليکي، چې زۀ ډېر زيات ملامته شوم اؤ له دغې ؤروستو مې دغه اراده بېخي ترک کړه.
حمزه بابا، رفيق شنواري، خيال محمد اؤ داسې نورو ډېرو نامتو مريدانو د باچا جان لمن نيولې وه. رفيق شنواري ېئ ددربار باقاعده قوال ؤ، چې د حمزه صېب ليکلې قوالۍ به ېئ وئيلې. حمزه صېب په خپلو سوانح عمرو اؤ شاعرۍ کښې ځاے په ځاے د باچا جان ذکر تذکره اؤ ستائينه کړې ده، اؤ د هغوي په بعضو حالاتو اؤ کراماتو ېئ د "تذکرۀ ستاريه" په نوم يو پوره کتاب هم ليکلے دے، چې اردو ترجمه ېئ هم چاپ ده. حضور باچاجان په کال 1954ء کښې له دې فاني دنيا نه پرده ؤکړه اؤ هم په پېښورښار کښې اسودۀ خاک شو.
؎ چې جهان مې پرې روښان ؤ، باچاجان ؤ
چې مُسکے مې پرې وجدان ؤ، باچا جان ؤ
تواضع اؤ په سخا کښې لکه زمکه
په لوړتيا بره اسمان ؤ، باچا جان ؤ
د حمزه د ګډو وډو وېناګانو
په ريښتا چې قدردان ؤ، باچا جان ؤ
(حمزه شنواري)

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.