Skip to main content

Ahmad Shah Abdali, The Founder Of Durrani Dynasty Of Present Afghanistan.

Ahmad Shah Abdali, The Founder Of Durrani Dynasty Of Present Afghanistan.


ستر احمد شاه ابدالي بابا !!!


د فريد او د حميد دوربه بېا شي

چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه


پښتنو په قامي مينه په تاريخ کښې فقط ېو څو کسانو ته د ، بابا ، لقب ورکړې لکه ،خوشال بابا ،رحمان بابا  ،  احمد شاه بابا ، او باچا خان بابا

پاکستان د خپل پوځي اړتیا او د هند سره د تربګنې لپاره پخپلو توغندو د ، ابدالي ،نوم ګدي ځکه چې د پنجاپ سره په تاريخ  کښې کم خپل اتل نشته خو بلخوا د پاکستان په نصاب کښې ابدالي بابا ورک دې بلکې پاک سټډي ئې د افغان لټېرا په نوم ېادوي دلته بيا احمد شاه بابا د پښتنو سره د نړۍ نه هم پټ کړې شوې ځکه چې بيا د پښتنو قامي نفسیات رويښېږي


 

د احمد شاه ابدالي بابا د تلين ورځ  زياتره مؤرخين لکه د بابا د دلبار مؤرخ محمودالحسېني او افغان مؤرخ عزيزالدين وکيلي پوپلزې په خپلو کتابونو کښې  د جون درېمه نېټه  کال 1772 ز  ليکي دغه راز   ختيځ پوهه مؤرخ ماؤنټ سټورټ الفېنسټن پخپل کتاب ،د کابل سلطنت بيان، بل مؤرخ ، کرنل جارج بروس مېليسن ، پخپل کتاب  ،د افغانستان تاريخ ، او ېو بل انګرېز ژبپوهه مېجر هېنري جارج راورټي پخپل کتاب  ،د افغانانو شاعري ،  کښې  د احمد شاه بابا د مړينې نېټه  د جون درېمه ېاده کړې  البته په احمد شاه بابا کتاب ليکونکې د هند ېو بل ليکوال  ،ګنډاسنګ ،  د بابا د مرګ نېټه 16/17 اکتوبر کال 1772 ليکلې 


په کال 1747 ز په جولائي کښې د ايران د نادر شاه اپشار د وژنې روستو د قندهار په ،شير سرخ، اديره کښې د پښتنو قبيلو ګډه جرګه کېناسته دا په تاريخ کښې د مير وېس هوتک بابا نه پس دوېمه قامي جرګه وه  چې د ايرانيانو په ځائې ځان له خپل ېو خپل پښتون باچا جوړ کړي


  جرګه څه نهه غونډې اوګده شوه دپښتنو ېووالې نه جوړيدو ځکه چې ، جمال خان بارکزئي ، او ،نورمحمد خان ، ترمېنځ  جوړښ نه راتلو خلکو کوشش کوو چې دپښتنو په خوئي خصلت پوره داسې سړې مشر کړي چې د  پښتنولې په کانړي پوره وي او د نورو خلکو د بیګارونو نه پې هم خلاص شي



په نهمه غونډه کښې د شيرسرخ زيارت ېو ملنګ چې نوم ئې ، صابر شاه ، وو د خپلې کوډلې نه رووت د هديرې خواته د غنمو يو پټي نه ئې د غنمو وږي روشوکولو ملنګ جرګې ته راغلې او د احمد شاه چې دغه وخت د پينځويشت کالو وو  په قبيله سدوزئې وو د مشرې کمه اراده ئې هم نه لرله په پټکي کښې ورله دغنمو دغه وږي د ، شملۍ، په توګه اوټومبلو  او خلکو ته ئې غږ کړو چې دا ځوان دپښتنو باچا شو پدغه ځائې کښې ملنګ ېو څو ګټې راغونډې کړې ،دنکاچه ، ئې تې جوړه کړه  وائل داستا تخت شو او ته نور دپښتون قام ، در دوراں، يعنې د زمانې ملغره ، ئې 


خلکو د احمد شاه پوهه او تکړه والې د څه وخت نه پېژاندو ټولو په ګډه غږ کړو چې هم دا مونږ ته قبول دې احمد شاه چې په تاريخ کښې په احمد شاه بابا او ابدالي احمد شاه ېاد دې د ملنګ د وېنا ، دردوران، نه ئې دوران قبول کړو چې بېا په دراني بدل شو او ددغه وخت نه ابدالي قبیله په دراني بدل شوه ېعنې دراني پخپله کمه  شجروي قبیله نه ده ځکه د احمد شاه بابا نه ډېر پخوا نه دا پښتنه قبيله شتون لري بلکه ېو صفتي او اضافي نامه ده خو اوس داسې ګرزيدلې چې دغه اسم صفت ددې قبیلې،علم، ګرزيدلې



د احمد شاه بابا ځنې داسې ځانګتياوې او خويونه  وو چې د هغه نه پس بل کم پښتون باچا نه دي خپل کړي دغه راز د احمد شاه بابا نه پس چې کله د هغه په زاؤزاد کښې قامي صلاحيتونه پاتي نشو نو څه وخت پس هرڅه د تېمور شاه پشان نااهله ځامن ئې چې په ايراني کلتور مئين وو هرڅه ئې د کورنۍ شخړو ښکار کړل 


د احمد شاه  ېو ځانګړتيا دا وه  چې د میر وېس هوتک بابا نه پس پښتانه ئې د پارس د اغېز نه همېش همېش لپاره خلاص کړل پدغه وخت کښې په هند کښې ستر طاقت مرهټه ئې مات کړل دوېم دا چې پښتانه په قبيلوي کرکو کښې دومره انښتې وو چې د ،شېر سرخ ،په اديره کښې په اتهه ورځې جرګه کښې هيچا ېو بل ته اوږه نه ښکته کوله او نه څوک د ېو بل باچاهي منلو ته تيار وو دغه خواره واره پښتانه احمد شاه بابا ډېر په هنر او حکمت سره د ېووالي په مزي کښې اوپېلل او ټول ئې د قام په لښکر کښې روان کړل احمد شاه بابا مونږ په تاريخ کښې فقط ېو باچا نه بلکې د ملت پالنې ړومبې عملي بنسټ ګر ګنړو دغه زمانه په نړۍ کښې داسې ده چې د نړۍ د قامونو د قاميت رېښه لا کچه ده د امريکا پشان هېواد لا د کم ملت په توګه وجود نه لري پرانس او نور لوديځ لا دارتقائي عمل نه تېرېږي  خو احمد شاه بابا د نړۍ تر هرچا وړاندې پښتانه د ېو قام ېو ملت ېو هېواد په تار کښې اوتړل خو بدبختانه دغه مزل ډېر زر شنډ شو او پښتانه دوه نيم سوه کاله پس هم د قبائليت په اندر کښې ښکېل خواره واره دي  


 درېم دا چې احمد شاه بابا د پښتونخوا وطن تاريخي پولې د واخان نه تر بولان د آمو نه تر اباسين او کشمير ملتان پورې په بشپړ ډول پخپله واکمنې کښې راوستې او د هند سره د پارس په لور ئې هر دشمن د خپلې خاورې نه تر لرې لرې پورې وځپل او خپلې پولې د هرچا د ېرغل نه خوندي کړې 


څلور دا چې  احمد شاه بابا د پښتنو سره د باچا په صفت نه بلکې د عام پښتون په توګه ناسته پاسته به کوله ېو ورځ ئې ښکار کولو ېو خنزير په لاره کښې د پښتنو ېو ، کېږدې ، ته ننوتلو ېو پښتون ورله رووتلو وائل ته څوک ئې بابا ورته وائل زه احمد ېم ستاسې باچا هغه پښتون ورته وائي که ته زمونږ باچا هم ئې خو دې خنزير راسره پناه اغيستې واپس شه ! احمد شاه بابا د خپل ساتونکو سره واپس شو وائل دا خبره د پښتو ده !


د پښتنو قبيلو سره د مينې اندازه د احمد شاه بابا په حقله د سټيورټ الفنسټن  ددې خبرې نه هم کېږي وائي : احمد شاه بابا به ايسپزو، ترکانړو، ګګېانړو، تمان خېلو، مومند، د اشنګر محمدزو، خليلو، داودزو ، اپريدو، شينوارو، اورکزو، خټکو، بنګښو ته د ډېرې مينې کوزدُراني وائل او همدومره مينه به ئې د  دې پښتنو سره کوله لکه  چې څومره به ئې د خپلې قبيلې سره کوله .


دغه راز احمد شاه بابا ېو ستر شاعر او عالم هم وو د څوکنو د ميا عمر بابا مريد وو ځنې مورخين وائي چې د افغانستان نوم ئې هم د خپل پير په مشوره ايښې وو  په عربې پارسی ژبو هم پوهه وو د پارسی ژبې ېو ديوان ئې هم وو د پښتو شعرونو  د دوه نيم زره اشعارو ديوان ئې په ړومبي ځل علامه حبيبي چاپ کړې وو بیا پښتو اکېډمۍ پېښور په ۱۹۷۲ کښې چاپ کړې د احمد شاه بابا شاعري په علمي بنړه هم ډېر د لوړ معيار ده د وطن د مينې سره د تصوف او د بلاغت بلها استعارات لري 


احمد شاه بابا که د هند پورې ملکونه نيولي وو خو پخپله خاوره مئين وو ځکه ئې د ډيلي په تخت هم د خپل وطن ارمان کړې او راستون شوې وو !

د ډيلي تخت هېرؤمه چې راېاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

بل ځائې د وطن مينه داسې ستائي !


دزړه فرېاد دې له جدائي

اور مې ورک نشي له اشنائي

چې پر وطن وي زړه څه قرار وي

ېم بې طاقته په پرديسي .


د خپلې خاورې سره د مينې په اړه پروفېسر عاشق محمد خان دراني پخپل کتاب  تاريخ افغانستان کښې ليکي چې کله احمد شاه بابا مرهټه اووهل نو  پښتنو سردارانو احمد شاه بابا ته په ډيلي کښې اوئېل چې که مغل له مېنځنۍ آسيا راغلي وو او د سلګونه کلونو راهسې ئې په هند  باچاهي کړې نو تاسو هم دلته پاتې شئ  او په هند هم باچاهي اوکړئ خو احمد شاه بابا پښتنو مشرانو ته وائي چې هغه له خپل وطن سره ډېره مينه لري او د هند  وګړو ته ئې اوس يو موقعه برابر کړی چې د حکومت چارې پخپله پرمخ ېوسي زه د تورې په زور په چا باچاهي نه کول غواړم 



چې بر کړې مې خدائې لاس په رقيبانو 

ترو  به زه د  هند په لور  په  تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه 

نور ايران لره په توغ په نغاره ځم

پر دا کړي داد دې خدائې نشي پښېمانه

ترنګين مې  ايران لاندې شاهانه ځم .


مولانا خانزېب



Ahmad Shah Abdali, The Founder Of Durrani Dynasty Of Present Afghanistan. By Maulana Khan Zeb Khan Of Bajaur. Pashto Info about Durrani Dynasty.

Comments