Skip to main content

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog

Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog


#عقل...

وايي چې  عقل يوه ورځ له يو انګرېز سره په لاره ملګری شو ځان یې ور پېژندو او ټولې خپلې ځانګړنې او  ښیګڼې يې ورته بيان کړې انګرېز یې لاس ښکل کړ او ورته ویې ویل ښه 

 ته چې دومره له ستر ګټو او ښېګڼو ډک ملګری یې بیا نو ته باید تر ما وړاندې روان شې ځکه که په لاره کې کوم خطر پېښږي نو وار له مخه به مې خبروې

عقل یې وړاندیز ومانه اوس چې کومه خبره او يا هم خطر پېښېږي انګرېز یې وار له مخه چمتووالی کړی وي


بيا يوه بله ورځ  له يو پنجابي سره ملګری شو هغه ته یې وویل

 جې زه عقل نومېږم او د نړۍ د هرې ستونزې په چل پوهېږم

پنجابي چې دا خبره واورېده ورته يې کړل  ته چېرته وې صاحب  ته بايد له ما سره څنګ په څنګ لاړ شې هيله ده ما يوازې مۀ پرېږدئ زه ډېر زيات ډارېږم ځکه زښت ډېر دوښمنان او ستونزې لرم

د دوی له وژلو او ځورولو مې وساته او له ستونزو نه د خلاصون لارې را وښئ

عقل د ده خبره هم ومنله او اوس چې هر ځل له ستونزو سره مخ شي نو عقل یې له ستونزو خلاص کړي


بله ورځ عقل ځانته  پلی په سفر راون وو ملګری یې نه و

 له لیرې یو شمله ور ور ښکاره شو چې ګردنۍ یې تړلې وه او له ټوپک سره مغرور روان دی عقل منډه ور واخېسته او په وېره یې ورته وویل خان صېب زه هم سفر لرم که دې خوښه وي نو یو ځای به دا لاره رالنډه کړو او یوه خوله ګپه به سره ولګوو

خان وویل زه دوښمنداره یم له ما سره تګ خطر لري بيا نور ستا  خوښه 

څو متره چې لږ لاړل عقل وویل خان صېب زه عقل یم هر څوک راته اړتیا لري زه د هر ډول ستونزو او کړاوونو د خلاصون لاره لرم 

انګرېز د ځان امام کړم  پنجابي  په څنګ کې ونېوم که دې اړتیا وي نو ستا هم مرسته کوم

خان صېب د ټوپک بېلوټ کش کړ په غوښه يې ورته وويل چوپ شه چې عقل یې ځان ته به یې زه تر تا ډېر پوهېږم ما تر اوسه  پلار ته اجازه نه ده ورکړې چې تر ما مخکې لاړ شي  تر اوسه پورې مې ورور او ښځه زما په څنګ کې د تګ جرأت نشي کولای. تاته مې چې وخت درکړ د دې لپاره و چې ګوښی به ډارېږې 

ته نور له ما راسره  يو ځای نشې تللی په ما پسې وروسته وروسته راځه دومره وروسته چې د پښو  کش او کړپ دې هم وا نه ورم. 

عقل غریب له ډاره لکه پاڼه رپېده اول وار یې وو چې دومره بېځایه قهر او ځان ته د ټوپک شپیلۍ مخامخ ولېده محبور شو د غیرتي ... خبره یې ومنله او په هغه پسې ډېر شاته شاته په ماتو ماتو قدمونو روان شو. 

اوس چې خان صېب په هره کنده او ستونزو کې وغورځېږي نو کلونه وروسته عقل ور ورسېږي او خان صېب بیا ورته ووایي کاش پدې لاره نه وای راغلی. دلته خطر و بيا په ټیټو سترګو ووایي 

(کاش وروستیه عقله چې ته ړومبی وای)


موږ په  نویمو کلونو کې کندو ته وغورځېدو عقل ډېر وروسته را ورسېد او راته وایي ويل چې دا لاره چې تاسې پرې تلئ له همدې خطره ډکه وه. تاسې به له ما مشوره اخیستې وه اوس به مو برخلیک بدل و. 

موږ له عقله په تللی لاره په ټیټ سر بخښنه وغواړو او ژاړو خو بيا بېرته په هماغه لاره روان یو چې دېرش او څلوېښت کاله مخکې په غرور او کبر پرې روان وو. 

که لاره بدله نه کړو او له عقله مشوره او کار ونه خلو نو بل ځل به ۲۰۳۵ کال  کې له عقل سره مخ کېږو دا به بيا داسې وخت وي خدای مه کړه چې موږ به په يوې ژورې کندې پراته يو او عقل به له پاسه غږونه راکوي  

چېرته یې؟ 

کوم دوښمن وژلی یې؟

 څنګه يې  غږ دې نشته؟

 او زموږ به د کندې له تله یوازې  زګېروی راخېږي.او له خبرو به وتلي يو ....

په دې هيله چې ټول افغانان د يو پرمختللي او لوي افغانستان لپاره په يو فکر يوه تګلاره او کړنلاره کار وکړي ترڅو په راتلونکي کې د نړۍ د نورو هېوادونو او سيال قامونو سره په هر ډکر کې سيالان شو او تل ؤ اوسو 


مينه او مننه حميدالله قربان



Aqal, Angreez Aw Pukhtun. Pukhto Qessa, Pashto Story. Pashto Story Blog. Pashto Qesa, Pashto Kahani, Pashto Short Story, Aqal Aw Pukhtana. Pashto Pedia Pashto Times. Pashto Info Pashto World.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso