Skip to main content

Bakht Munair, Pashto Folk Story Of Bakht Munair Of Pashat Bajaur.

Bakht Munair, Pashto Folk Story Of Bakht Munair Of Pashat Bajaur.


بخت منیر ده باجوړ ده پشت ده سابقه ایم این ای شهاب الدین خان ده خاندان نه وو دا واقعه ده شهاب الدین خان ده نیکونو په وخت کښی تیرا شوی ده بخت منیر ده تره ده ځوﺉ خاني وه ده تره زوﺉ خان وو مختصر یو ورز بخت منیر له ده خپلو ملګرو په محفل کښی چا پیغور ورکړو چی ته څه ده خاني دعوه کوی خانی دی ده تربور ده بخت منیر هم هغه وخت پاسیده جرمني طمانچه ورسره وهاو ده پشت قلعه ته ننوت پهرادر یي ویشتو او دروازه یي بنده کړه او برج ته وختو او قلعه یي قبضه کړه خو کم عقلتوب یي دا کړی وو چی صرف جرمني طمانچه ورسره وه او هغه ده تره ځوﺉ خو یي خان وو خلق ورسره وو تر ماسپښینه پوری ډزی وی خو په یو طمانچه به یي څه کړي وي نو بیا یي مړ کړو او ماښام یي راکوز کړو نو بیا ده هغه وخت جینکو به دا لوبه په خپلو کښی ویلهدا کم شاعر نه ده جوړا کړی  چی 

بیا هغه ماښام دی   ده بخت منیر ده جرمني ټقا رازینه

بخت منیره بولاګیه په طمانچو برجونه چا اغستیدینه مختصر دغه واقعه ده

By Khaista Bajaury.


بخت منير ده پشت باجوړ ده ګل بيلي اوسيدونکئ وو.دا  يو تکړه اوميړنئ ځوان وو.ده پشت ده خان ور سره تربګني وه.بخت منير ده خپلو تربورانو هم خوښ نه وو.ده پشت خان قريشئ نومي يوه داشته په خپل سازش کي شريکه کړه.هغي بخت منير ده پشت خان برج نيولو ته اولمسوؤ.او بل خوا ئ ده پشت خان سړي ورته تيار کښينول.هغي کسانو بخت منير په لاره کي اووژلو.

ټپه او ژوند.صفحه نمبر۱۹۶,۱۹۷, از محمد نواز طائر


Bia Hagha Makham Day, Pashto Folk Song Lyrics.



هغه بيا ماښام به راشی

 په تماچو برجونه چا اغستی دينه 

وخت ماسپخين دې 

د بخت منير د جرمنې ټقا راځينه


څلور کوټے څلور دالانه

د بخت منير وير ؽے په سرو غرمو کٶنه





Comments