Za Pa De Pa Haghe Na Yam Che Masjid. Lyrics Of Zareen Pareshan.
زرین پریشان
زه په دي په هغي نه یم ، که مسجد که بتخانه ده
چې جانان په کې اوسیږي ، بس هغه زما کعبه ده
د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزي بند کړئ
لوی مذهب انسانیت دی ، محبت لویه سجده ده
د مذهبو په دي جنګ کې ، ملا جان نه می نفرت شي
په مذهب د محبت کې ،په وحدت می عقیده ده
چې په اور مخ راته تور کړي ، بیا می ټیټي سترګي بیایي
زه به هغه جنت څه کړم ، چې دوزخ یې دروازه ده
شیخ چې دیرش روژي پوره کړې ، نو په ږیره یې لاس تیر کړ
دي ته نه ګوري د وږي چم کې هره ورځ ، روژه ده
ستا د حورو د دنیا نه ، دلته بله دنیا هم شته
لیوني ته یوه پیغله ، جینۍ ناسته ، په اسره ده
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.