Skip to main content

Ghani Khan Noor Muaaf Kai. Hanif Khalil

 غني خان نور معاف کړئ


ډوب په سمندر کښې شوم خو لوند نه شوم

خدايه لږ باران وکړې چې وچ شمه


زه کافر يم د کافرو د کافر نه

زما خداې هم د کافرو نه کافر دی


بې اودسه مونځ کوه ثواب يې ډير دی

بې نکاح ښځه ساته ګناه يې نشته


ما چې څه ليدلي هغه خداې نه دي ليدلي

څوک چې کليمه د محمد وايي کافر دی


کليمه د پيغمبر وييل ګناه ده

کليمه د غني خان وييل ثواب دی


دغه شعرونه د څه وخت نه په فيسبک او واټسپ ګروپونو کښې هم او په ځانګړو والونو هم اوړي راوړي او د غني خان په نوم وړاندې کولی شي- او بيا په کمنټونو کښې پرې هم عجيبه تبصرې روانې وي چې دا خو غني بابا ډيره ژوره فلسفه وړاندې کړې ده--خبره دا ده چې يو خو دغه شعرونو کښې يو هم د غني خان نه دی او نه پکښې کومه ژوره فلسفه شته- هسې لکه د پخوانو خلقو دوڼې دي- يو خو زمونږ ډير دانشوران صاحبان دغسې مبهمو دوڼو او ګډو وډو ته هم فلسفه وائي-او بيا چې د غني خان نوم ورسره وتړلی شي نو بس بيا خو يې خامخا په ژوره فلسفه يادوي- خو ما ته دا غني خان سره زياتی ښکاري- د هغه بدنامي ورسره کيږي- ځکه چې د دغه هر شعر تعلق خداې رسول او مذهب سره دی - په داسی انداز چې د ساده اولس د ګمراهۍ سبب هم جوړيدی شي- هر څو که دغو شعرونو کښې يوه معمه شته يا يوه پټه خبره پکښې ضرور شته خو ذهن د ګمراهۍ په لور مايل کوي- بل دا هغسې کومه شعري او هنري معمه هم نه ده لکه کلاسيک شاعرانو به چې په شعر کښې ډيره په هنر راوستله- هغو هنري معمو کښې به کلاسيکو شاعرانو يا خو تاريخ بيانولو يا کومې اهمې واقعې ته به اشاره وه يا بله کومه فني نکته به يې بيان کړې وه- د هرې معمې تعلق به خداې رسول او مذهب سره نه وو- لکه د علي خان يو بې نقطې غزل نه دا شعر چې---

معمه مې ده اووه سوه د اسم

لا هم کم دی که دوه واره ورله لام لاړ

مې --- به زړه املا کښې د م لاندې زير باندې لوستی شو

اوس داسې هنري او تکنيکي شعر سره د علي خان مقام پورته کيږي خو د غني خان په نوم پيش کړی شوو دغو شعرونو سره د غني مقام راټيټيږي-- او بيا غني خان غريب چې دغه شعرونه وييلي نه دي نو د هغه نوم سره يې تړل ولې او په کوم دليل کيږي-ځکه وايم چې غني نور مه بدناموئ- بس دا غني خان نور معاف کړئ-


حنيف خليل


#TheLegendGreatGhaniKhan



Discover More Pashto Sherona – The Soul of Pashto Poetry

If you are searching for Pashto Sherona (Pashto poetry), you are in the right place. At Khatirnama, we bring you a beautiful collection of Pashto love poetrysad sheronaclassical Pashto verses, and modern Pashto poetic expressions that reflect the heart and soul of Pashtun culture.

From emotional verses about love and loss to patriotic poems about Pashtun identity, honor, and traditions, this platform showcases both original creations and timeless classics. Each poem connects deeply with Pashto speakers around the world and resonates with the true spirit of Pashto literature.


What You’ll Find on Khatirnama:

  • Pashto Love Sherona – Heartfelt expressions of romance and passion.
  • Pashto Sad Poetry – Deep, emotional poetry full of longing and pain.
  • Funny and Satirical Sherona – Light-hearted and humorous verses.
  • Pashtunwali-Inspired Poetry – Honor, bravery, hospitality, and cultural pride.
  • Poetic Tributes to Pashtun Heroes, Land, and Language

Why Pashto Sherona Are Going Viral:

  • Pashtuns around the globe are reconnecting with their roots.
  • Pashto poetry is now trending on social media platforms like Facebook, TikTok, and YouTube.
  • Global interest in indigenous and regional languages is growing.
  • The emotional depth and rhythm of Pashto Sherona are universally relatable.

Top Searched Keywords This Blog Covers:

  • Pashto Sherona
  • Pashto Poetry 2025
  • Sad Pashto Sher
  • Romantic Pashto Poetry
  • Khyber Pakhtunkhwa Sherona
  • Samiullah Khatir Sherona
  • Dir Lower Poets
  • Pashto Sher for Status
  • Pashto Ghazal
  • Pashto Culture and Literature

Don’t forget to explore more posts above for exclusive poetry from Samiullah Khatir and other celebrated poets. Share your favorite Pashto sherona with friends and keep our language alive across the digital world.

Comments