Amir Dost Muhammad Khan. How and why Amir Of Afghanistan Dost Muhammad Khan Surrendered To Macc
#امير دوست محمد خان ولي د پروان درې تر جنګ ورسته انګرېزانو ته تسليم سو؟
ليکنه: نجيب څرګند
۲۰۲۵/جولای/۱۲
فريه ليکي
له دوست محمد خان سره په هغه ورستي جنګ کي چي په پروان دره کښي ئې وکړ، له ځان سره ئې يوازي اتيا تنه ملګري لرل... يوه شپه انګرېزي جاسوسان د ده د کوچني پوځ منځ ته ورسېدل، هلته ئې پيسې ووېشلي او له امير څخه خپل ملګري جلا سول. انګرېزانو اعلان وکړ چي د امير دوست محمد خان پر سر ئې زيات انعام ايښی دئ، دې تبیليغ له هر چا سره دا تمه پيدا کړه که ئې امير دوست محمد خان انګريزانو ته په لاس ورکړ نو ډېر به شتمن سي، امير چي څو شپې په غرونو کي پټ ګرځېدئ بالاخره ئې ځان مکناټن ته تسليم کړ(فريه،۳۳۹)
د ډيپټي محمد حيات خان
دا خبره هم د تامل وړ ده چي شجاع الملک د خان شرين خان( خان شرين خان د شيعه ګانو مذهبي مشر وو او د دوست محمد خان مور له دې ډلي څخه وه) په معرفت امير دوست محمد خان کابل ته راوغوښت او انګرېزانو ته ئې داسي وښودل چي هغه په خپله راغلی دئ. کله چی امير دوست محمد خان ونيول سو او هند ته ولېږل سو نو بارکزي او جبارخېل غلجی چي له دوست محمد خان سره ئې دوستي لرله، د جګړې له پاره تيار سول. هغه وايي چي د دغه عام او مشهور ښورښ يو مشهور علت د امير دوست محمد خان نيول وو(حيات خان،ص۱۴۶). دلته بايد متوجه سئ چي حيات خان مقصد دا دئ چي شاه شجاع د يو فرېب له مخي امير دوست محمد خان کابل ته راوغوښت، ممکن د يو څه وعده به ئې ورکړې وه، په هر صورت د حيات خان په باور چي شاه شجاع له امير کبير سره خيانت وکړ او هغه ئې مکناټن ته په لاس ورکړ. هغوئ چي دوست محمد خان ونيوه او هند ته ئې نو ښورښونه پېل سول( حيات خان د تسليمۍ نه بلکي د امير دوست محمد خان سره په خيانت او د هغه په نيلو معتقد دئ)
مير محمد صديق فرهنګ د امير دوست محمد خان د تسليمۍ علت ليکي: د پروان مجاهيـ.دين پر دوو برخو ووېشل سول، او يوه ډله له مبارزې څخه پر شا سول او په دې لټه کښي سول چي امير دوست محمد خان انګرېزانو ته وسپاري(فرهنګ،۱۷۹)
تاسي دلته د يوه امير د بې وسۍ هغه حالت نه سئ درک کولای چي په پټه په غرونو کښي ګرځي او له وهمه خپل افغان ورور ته نه سي ور نږدي کېدلای او له دې بېريږي چي داسي نه چي د انعام په بدل کي مي انګريزانو ته وسپاري او خوڅ مي کړي. موږ تل د پيسو په مقابل کښي مشران خرڅ کړي دي او اوس ئې بيا تاريخ خرڅوو!
بغېر له دي چي دقيق يو څه مطالعه کړو پر څو مغرضو او بې استناده ليکنو باور کوو او خپل اتلان په خاينانو معرفي کوو او تمه لرو چي حتی په هغه صورت کي چي اولس دي هم خرڅ سوی وي، خو امير بايد په يوازي ځان يوه معجزه کړې وای او هغه ځواک ئې له هيواد څخه ايستلی وای د چا د دسيسو پر وړاندي چي لوی ناپلين هم ناکام سو!
نجم الدين فرياد افغان ليکي
که له يوه اړخه د امير دوست محمد خان کارنامو ته د ځوانۍ او نوي ځوانۍ پر مهال مراجعه وکړو نو ښه به پوه سو چي هغه د بيري او وهم سړی نه وو او تل ئې په قاطعيت د هغه څه د ترلاسه کولو هڅه کول کوم چي ده غوښتل. بايد وويل سي د خوانينو نه همکاري چي پر انګليسانو ئې ځان خرڅ کړی وو تر څو کليدي اشخاص ونيسي او انګرېزانو ته ئې وسپاري د افغان انګليس د جګړې هر مهال د هغه د تسليمۍ اصلي علت وو(نجم الدين فرياد افغان،۸۳)
مؤرخ جهاني ليکي
د امير دوست محمد خان په اړه په ډېر جرئت ويلای سو چي هم د توري، هم د عقل او هم د قدرت په وخت کي د عدالت څښتن وو.. ټول خارجي څېړونکي او مؤرخين په د نظر په اتفاق هغه د خپل عصر په افغانستان کي تر ټولو هوښيار او غوره شخصيت بولي؛ يوازي زموږ داخلي مؤرخينو تو ليکوالانو د هغه په اړه مپفي نظريات څرګند کړي دی خو له بده مرغه چي يو ئې هم مستند دلايل نه لري(جهاني،۴۹۷) امير دوست محمد په خپل ژوند کښي تقريبا هيڅ ملګري نه درلود، هغه د خپلي. توري او عقل په زور قدرت ته رسېدلی وو او د هم دغه دوو ملګرو سره ئې تر مرګه مزل وکړ( تېر اثر،۴۹۸مخ)
موهن لال وايي
چي هغه د افغانستان د لرغوني او معاصر تاريخ په اړه همداسي د مشهورو متلونو ، د مشهورو کسانو د ژوند، د ليري او نږدي سيمو د اداري سيسمټمونو په اړه ډېر ښه معلومات لري(موهنلال اول ټوک،۲۰۶)
امير دوست محمد خان لميسډن ته ويلي ول چي سره له دې چي شخصا له انګرېزانو ښه خاطرات لري خو که بيا هم دی د پوره واک څښتن سي نو پر دنيا به د کافرانو ريښه ور ختمه کړي، نو دا چي دا زما په توان کښي نه سته نو ځکه مي د انګرېزانو بغل نيولی دئ چي دوئ مي له نعلتي قاجاريانو څخه ساتي(ريچرډذ،ص۶۶)
اوس نو تاسي د اميردوست محمد خان په اړه قضاوت وکړئ؛ هغه څوک چي نه په داخل کښي دوست لري او نه په بهر کښي. سيکانو جلال اباد ته اړولي ول، ايران پر هرات ادعا لرل انګلستان پر ټول افغانستان کنټرول غوښت، کندهاري سردارانو غوښتل چي په هره بيه امير ړوند يا ووژني او پېښوري سردارانو خو د سکانو غلامي منل خو د دوست محمد خان باوقاره ورورګلوي ئې نه منل ځکه خو د شپي په پټه هغه ههال چي امیر غوښتل پېښور ونيسئ دوئ ئې له پوځونو جلا او د سيکانو سره يو ځای سول اوس نو امير له دې ټولو سره په هغه ملت چي خپله دی او افغانستان ئې پر انګرېزانو خرڅ کړی وو او اماده ول او هر چا تلوار کاوه چي امير انګرېزانو ته وسپاري او ټاکل سوی انعام ترلاسه کړي، څنګه په يوازي ځان مبارزه وکړي؟ دومره تحقيري چلند به څوک له خپل امير سره وکړي؟ لکه موږ کي مخکي کړی دئ او اوس ئې کوو؟
امير دوست محمد خان د سيکانو په رکم قوي او مجهز پوځ نه درلود، نه ئې د ايران په ډول قوي مرکزي دولت درلود او نه ئې د ناپليون په ډول ثروت دا چي د ټولو امتيازاتو سره-سره سيکان انګريزانو مغلوب کړل، ناپلييون ئې په خپلو دسيسو له پاريس څخه تبعيد کړ او د ايران حکومت ئې خپل په خپل لاس کښي واخست. نو تاسي له امير دوست محمد خان څه تمه لرئ؟ دا چي له هند تر مصر او له هند تر بخارا ئې د نه امکاناتو او ضعيف اقتصاد پر مټ امپراتوري جوړه کړې وای کومه چي د نړۍ مقتدر امپراتور تزار هم نه سوای کولای؟
هر کله چي د مؤرخ شخصي ګومان او غښتنه د تاريخ ځای ونيسي نو ښکاره خبره ده چي يو اتل به خاين معرفي کيږي او دا د کرکي او نفاق لامل کرځي. هغه امکانات چي هغه وخت امير کبير دوست محمد خان ته موجود ول ده ور څخه اعظمي ګټه اخيستې ده او تر هغه چي څوک ئې اټکل وکړای سي زيات څه ئې د افغان اولس او افغانستان له پاره ترلاسه کړي دي.
مرحوم غبار، په خپل تاريخ کښي سلطان احمد خان څوک چي د امير دوست محمد خان وراره، زوم او په ورستيو کي د هرات سيمه يز واکمن وو تر امير دوست محمد خان غوره او لايق ګڼي او د غيرت ستاينه ئې کوي خو هغه پوره اووه کاله د قاجاري باچا په نوم سکه وهلي ول او که دوست محمد خان هيرات له هغه نه وای فتح کړی نو بې له شکه چي نن به هرات د ايران برخه وای او دا کار به هغه اولادونو خامخا کولای، امير دوست محمد خان چي تقريبا د ۷۱ يا ۷۲ کالو په عمر وو، پوره تر دوو مياشتو جګړو ورسته ئې هرات په مرکز کابل پوري وتاړه، که څه ايران ددې کار د مخنوي پوره کوښښ کاوه!
. لږ تر لږه امير نه پرديو په نوم سکه وهلې ده او نه ئې د پرديو په زور تخت نيولی دی. د افغان-انګليس تر اول جنګ ورسته مجاهـدينو وښودل چي دوئ د کابل د تخت او خزانې له پاره جګړه کړې ده او د افغانستان د راتلونکي په اړه هيڅ اندېښنه او نقښه نه لري. نواب زمان خان، سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجی هغه اشخاص ول چي د باچاهۍ ادعا ئې وکړل. نواب زمان خو د خپل زوی شجاع الدوله سره اکبر خان په بالاحصار کي نظربند کړی وو خو بيا د اکبر خان د نورو ورڼو په زور مشکل حل سو. دوست محمد خان چي له اولي ورځي کابل ته ننوت دا ملوک الطوايفان ئې يا هم غلي کړل او يا ئې وشړل. ولي چي د مرکزي دولت پر وړاندي لوی خنډ خپله دا جهادي مشران ول چي په جنګ کي مشهوره سوي ول، دوئ زيات پيسې او ثروت هم په جنک کښي تر لاسه کړی وو ځکه خو چی دوست محمد خان کابل ته راغلی امر ئې وکړ؛ که د چا سره د کمپنۍ يوه سيکه ونيول سول نو سزا به ورکول کيږي. له شاه محمد شاه خان غلجي او امين الله خان لوګري څخه ئې زيات شتمني مصادره کړل او د دولت خزانې ته يې واچول. خو غبار او نورو داخلي مؤرخينو بيا د امير دوست محمد خان په تخريب داسي ليکي چي امير دوست محمود خان د انګرېزانو په غوښتنه دا مشران وټکول. اوس زه له تاسي پوښتنه کوم؛ په افغانستان کي چي چا سړی، ټوپک او پيسه ودرلودل نو ايا هغه به د حکومت ومني؟ که ئې په لنډو ټکو ووايو نو دوست محمد خان د اوسني افغانستان د بنسټګر او بابا حيثيت لري او نن چي کوم افغانستان را پاته دی د امير دوست محمد خان د توري او عقل بغير د بل چا کمال نه دئ!
#ماخذونه
شاه شجاع، امير دوست محمد خان او برتانوی استعمار
افغانستان تر پنج قرن اخير
نګرش پر تاريخ معاصر افغانستان
حيات افغاني
Life of dost Mohammad khan 1978 of kabul.
History of Afghans 1858
Najib Sargand

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.