راځئ چي خپل زلمی او مېړنی سردار اکبرخان وپېژنؤ!
سردار محمد اکبر خان د امير دوست محمد خان زؤى او د سردار پاينده محمد خان لمسى دئ، چي په ١٨١٦ زييځ کښي زېږېدلى او په ١٨٦٤ زييځ کښي مړ سؤ. اکبر خان د هيواد پياوړى، باتؤر، مېړنى ،هيوادپال او اؤلسپال او پر ملي وياړؤنؤ مين سردار ؤ، چي د انگرېزانؤ په وړاندي يې د کابل پاڅؤن لارښود کړ او تر بري يې ورساوۀ.
په ١٨٣٧ زييځ کښي د رنجيت سينگ لخوا هري سينگ د پېښور والي سؤ. دوست محمد خان ته يې ليک ولېږئ چي کابل او پېښور پرېږده، خؤ دوست محمد خان خپل ورور جبار خان، خپل زامن افضل خان او اکبر خان د هغۀ مقابلې ته د خيبر غاښ هاغه غاړي ته ور ولېږل، سيکانؤ په جمرؤد کښي مورچل نيولى ؤ، هري سينگ ډير سخت جنگ ومؤښلاوۀ، افغانانؤ ته تر يوولسؤ روځو پوري سخت تاوانؤنه واوښتل، پر دوولسمه روځ اکبر خان د دښمن په منځ ور ننووت او د هغؤى جنگي کرښي يې ور ماتي کړلې او د هري سينگ سره مخامخ سؤ، او پر هري سينگ يې د تؤري گؤزار وکړ او د آس څخه يې لاندي راواچاوۀ، د کابل او جلال آباد د ارمان سره يې جهنم ته واستاوۀ، سيکان مات سول، ديرش زره کسه يې ووژل سول او په گړندۍ تښته يې پاته سوو کسانؤ ځانؤنه تر پېښوره ورسول. اکبر خان د بريالي افغان لښکر بيرته کابل ته وغؤښتل سؤ، په کابل کښي دوست محمد خان د پاني پت د اتل سپاه سالار شاوليخان (بگيخان) کړوسۍ اکبر خان ته وروادۀ کړله.
شاه شجاع په ١٨٤٣ زييځ کال د انگرېزي لښکر سره د کندهار په زاړۀ ښار کښي واړول.چي تر دوو مياشتؤ پوري سردار کهندل خان او سردار مهردل خان په نوي ښار کښي کلابند ول تر څو چي امير دوست محمد خان، اکبر خان او محمد افضل خان ور ورسېدل او د شاشجاع سره جنگ پيل سؤ، شاه شجاع ماته وخوړله، جنرال کمپبل ټپي سؤ، ژوندى ونيول سؤ، خؤ د مرگ له بيري مسلمان سؤ، او دوست محمد خان د شير محمد نؤم ور کړ. شاشجاع هيند ته وتښتېد، او دوست محمد خان بيرته کابل ته ولاړ.
اکبر خان ته د هيواد دښمنانؤ زهر ور کړل خؤ مړژواندى له خيبره راووت.
په ١٨٤١ زييځ کال يې د کابل د وگړؤ د پاڅؤن مشرتابۀ پر غاړه واخيستله او د انگرېزانؤ استازى مکناټن يې وواژۀ او انگرېزان يې دې ته اړ ايستل چي له کابله ووځي، د انگرېزانؤ د گوډاگيانؤ لخوا وويشتل سؤ، خؤ د دې پلا بيا خوندى پاته سؤ. کله چي ملي جنگيالى عبدالله خان اڅکزى ټپي سؤ، نو اکبر خان په ډيره بېړه ځان کابل ته راورساوۀ چي ملي جنگياليان زښته زيات خوشاله سول، او تر څنگه يې د هيواد د هري سيمي مخور او ډاډمن باتؤران لکه مير مسجدي خان، نواب زمان خان، امين الله خان، محمد شاه خان بابکر خېل، سلطان خان، محمد عثمان خان، غلام احمد خان، محمد نصير خان، غلام محمد خان، عبدالخالق خان، خان محمد خان، سکندر خان، محمد دروېش خان، مير ارسلان خان، مير اسلم خان، مير آفتاب خان او داسي نور زړور جنگيالي ولاړ ول او د جنرال پالک ٢٠ زره کسيز لښکر يې تارؤمار کړ. اکبر خان غوښتل چي کابل، پېښور او کندهار سره ومؤښلوي. اکبر خان د هرات د واکمن وزير يار محمد خان د لؤر ببو جاني سره يې وادۀ وکړ او خپله د اکا لؤر گوهره يې د يار محمد خان زؤى ته ور وادۀ کړله، د همدې لاري يې د پارس سره د دوستۍ لار پرانيستله. انگرېزانؤ غؤښتل چي اکبر خان ته زهر ورکړي، او همدا رنګه یې د اکبر خان ساتؤنکي سردار پاينده محمد خان ته يې يو لک رؤپۍ ور کړلې چي اکبر خان ووژني خؤ اکبر خان که څۀ هم د پاينده په ډزو ټپي سؤ، مګر د دواړؤ شؤمؤ پلانؤنؤ څخه ټپي او ژوندى پاتۀ سؤ. که څۀ هم پاينده محمد خان په خپله درغلۍ اقرار وکړ، مگر بيا هم اکبر خان وباخښۀ ،خؤ خښمېدلؤ افغانانؤ وواژۀ. انگرېزانؤ په ١٨٤٢ زييځ کال په شنه خړه پر خوب وړو افغانانؤ بريد وکړ، اکبر خان په ټپي تن لغمان ته پر شا سؤ.
اکبر خان د خيبر غاښي ته خپل لښکر ولېږئ، چي د انگرېزانؤ پر لښکر کوټ په جلال آباد باندي بريد وکړي، او همدلته يې تر دوو مياشتؤ پوري و نورؤ مرستؤ ته سترگي پر لار ؤ، خؤ د کابل جنگيالي دوه ځايه سول، د جنرال سېل د مرستي لپاره جنرال پالک د ډير درانۀ توپچي ځواک سره مخ پر جلال آباد راروان ؤ. جنرال سېل اکبر خان ته خبردارى ور کړ، که پر انگرېزي لښکرکوټ بريد وکړې، نو دوست محمد خان، د اکبر مېرمن او د ده د کورنۍ ١٤٩ تنه به هيندؤستان ته وشړي او د هيڅ ډول اسلامي شريعت مقررات به و نه مني.
د خپل نامؤس او پت د خونديتوب له کبله يې يو څۀ مهال د مقاومت څخه ځان گوښه کړ، او د جنرال پالک سره يې د خپلي کورنۍ د خلاصؤن په هکله خبري اتري پيل کړې، پالک يې د آزادولؤ څخه ډډه وکړله، اکبر خان هم د هيند وايسراى ايلبنبرو ته وليکل چي د دې ناپوه او سرټمبه جنرال پر ځاى به ښۀ دا وي چي سيده ستا سره خبري وسي. اکبر خان د ١٨٤٢ زييځ کال د جؤن په مياشت کښي د ملي مشرانو سره د سلا په خاطر بيرته کابل ته راستؤن سؤ.
کله چي شاه شجاع ووژل سؤ او د کابل پۀ بالا حصار کښي يې زؤى فتح جنگ پاچا سؤ نو اکبر خان يې اطاعت وکړ او فتح جنگ خپل وزير وټاکئ خؤ ډېر ژر فتح جنگ جلال آباد تۀ وتښتېدئ او د جنرال پالک سره يې پر کابل بريد وکړ او د کابل پۀ بالا حصار کښي پر تخت کښېنستئ او وزير اکبر خان باميان او شبرغان تۀ ولاړئ.
وزير اکبر خان پۀ ١٨٤٦ زییځ کال د ٣١ کالؤ پۀ منگ پۀ جلال آباد کښي مړ سؤ او په مزار شريف کښي خاورو تۀ وسپارل سؤ . باتؤره او مېړنۍ اروا دې ښاده وي

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.