د خوشحال خټک د ننګیال
او مشری معیار
-----------------------------------
د مجلس مشره، ګرانو میلمنو، مشرانو اؤ کشرانو
زه د خوشحال سمینار د منتظمینو ډیره مننه کوم چې ماته ئې په دې مجلس کښې چې پکښې ډیر لوئې ادیبان پوهان اؤ شاعران ناست دي موقع راکه چې د خوشحال بابا د علم اؤ د عمل په یو داسې اړخ خبرې اوکم چې زما زړه ته ډیر نیږدې دې.
بخښنه غواړم که یو نیم ځائې کښې د انګریزي یا اردو ټکي استعمال کم. دا به د پښتو ژبې کمزوري نه بلکې زما ناپوهي ظاهره وي.
د دې ځاې اؤ د موقعې په مناسبت د خپل وړوکوالي یو یاد شریکوم. په دغه چمن کښې د خټک نامې مشرانو اؤ د پښتو ناموړي پوهانو اؤ ادیبانو په یوه درنې غونډه کښې د دوست محمد خان کامل وینه مې نه هیریږي چې:
“پښتانه ډیر خوشقسمته دي چې خوشحال خان په کښې پیدا شو خو ولې خوشحال خان ډیر بد قسمته وو چې په پښتنو کښې پیدا شو”
خوشحال خان یقیناً د نړيوال اتلانو سیال دې بلکه که زه ووایم چې دخپل شخصیت د ګڼواؤ منفرد اړخونوپه سبب خوشحال بابا په ټولې نړې کښې خپل ثانی نه لري نو غلطه به نه وي، ولې د بده مرغه نن هم د هغه صحیح پیږندګلي نه ده شوي.
د خوشحال بابا ستر شخصيت او ژوند خو ډېر اړخونه لري ولې زه به خپلې خبرې د خوشحال خان د ننګیال اؤ مشرئي تصور او معیار ته محدودې ساتم.
د یو مثالي فرد یا بنیادم تصور د خوشحال نه ډیر مخکې د قبل مسیح فلاسفرانو سقرات، پلېټو اؤ ارسټوټل په خپل خپل انداز کښې پیش کړې وو. د مولانه رومي مرد خدا اؤ د خوشحال نه روستود نیټزشې (Nietzsche) سپرمین اؤ د اقبال
مرد مومن تصور هم موجود دې ولې د خوشحال د خوښې کردار د دې نورو فلاسفرو د تصور نه ډیر مختلف دې- خوشحال خپل مثالي شخص ذ کر په نظم اؤ نثرکښې د ننګیال، تورزن، جنګیال، مړنې اؤ مرد په نومونو کړې دې- دې لکه د خوشحال خپل ځان د علم اؤ د عمل یو مثالي نمونه دې. د خوشحال ننګیال د پښتونولي، اسلام اؤ د اعلی انساني اقدارو مجموعه دې. د نن نه څه درې نیم سوه کاله مخکې، چې پښتونخواه کښې د جنګ و جدل، قبائلیت اؤ جهالت دور وو، د یو داڅې شخصیت نمونې نه صرف تصور بلکې په هغې عمل صرف خوشحال خان کولې شو څوک چې یقیناً د خپل وخت نه ډیر مخکې دنیا ته راغلې وو. د ننګیال تصور د خوشحال د خپل کردار اؤ شخصیت عکس دې.
په هاغه زمانه کښې چې د پلار نیکه اؤ د نسب کسب په معاشره کښې ډیر اهمیت وو د خوشحال ننګیال د دې نه مبرا وو لکه چې وائي:
نامرد فخر په نسب که
مرد نه مور لري نه پلار
مرد به غم د خپل هنر که
نه د زر نه ده دینار
ننګیال د شجاعت اؤ غیرت نمونه دې اؤ په دې لړ کښې د سر اؤ مال پرواه نه کوي:
سر د درومي مال د درومي پت د نه ځي
د سړي د چارې کل خوبي په پت دي
د خوشحال ننګیال د ځان نه زیات د قام اؤ معاشرې اجتمائي ښیګړې د پاره حلې ځلې کوي:
ځه هغه شهباز شه چې ئې ځائې په سردرو وي
نه لکه د کلي کارغه ګرځه غم د نس کا
د خوشحال ننګیال عبادت سره ښه عمل لازم وملزوم ګڼي:
څو د نیت د ښه عمل سره جوړ نه شي
عبادت طاعت د دواړه دي خلاف
اؤ د منافقت نه سخت نفرت کوي، لکه چې وائي:
چې د ژبې لار یوه د زړه ئې بله
په چاړه ئې شو ځیګر شګاف شګاف
ننګیال ژوند د اعلی مقصد د پاره مسلسل جد وجهد وي اؤ په هیڅ حال کښې همت نه پریږدي:
که آسمان د د زمري په خله کښې ورکه
د زمري په خله کښې مه پریږده همت
ننګیال لکه د یو ښه پښتون د لوز اؤ قول پابند وي:
مرد په خپله وینه کلک څو ژوندې وي
د نامرد وینا نن شتا نیشته صبا
خوشحال په خپل کلام کښې ځاې په ځاې د ننګیال صفات بیان کړي دي خو په دې یو نظم کښې ئې د ننګیال پوره تصور راغونډ کړې دې:
مرد هغه چې همت ناک برکت ناک
دعالمه سره خوږ په زیست اؤ ژواک
مخ ئې مخ،قول ئې قول، عهد ئې عهد
نه دروغ، نه ئې فریب نه تش تپاک
لږ وئیل ډیر ئې کول په خاموشئ کښې
د غونچې غوندې خله پوره سینه چاک
چې خبره د پستئ د بلندی شي
په لوئي لکه اسمان په پستئ خاک
لکه ګل شګفته روئي تازه باغ کښې
همیشه د ښو بلبلو پرې بلغاک
چې دا هسې ښه وئیل که زه حیران یم
چې خوشحال راوړ له کومه دا ادراک
د مشرئي صفات
خوشحال بابا په خپل شاعرانه کلام او نثر کښې نه صرف د یو ننګیال خوبیانې بیان کړي دي بلکه د یو مشر،سرداریا لیډرصفات ئې په ډېر ښه او موثر انداز کښې په ګوته کړي دي – د خوشحال سردار د مېکېولي Machiavelli د پرنس Prince په شان چالاک، مکار، منافق او ظالم نه دې بلکې روښان فکر، اولسي، جمهوري، او انسان دوست کردار لري- د خوشحال سردار کښې نه صرف د ننګیال صفات وي بلکه ورسره ورسره نور خصوصي صفات موجود وي کوم چې د مشرئي چوکئ د پاره اهم ګڼلې شي- دا صفات نه صرف یو سیاسي یا قبائلي مشر ته ضروري دي بلکه د بابا افکارد اوسني دور کارپورېټ لیډرشپ corporate leadershipتصور سره سمې خوري-
د یوېشتمې صدي انتظامي امور management سر عالمان gurus نن مونږ ته د خود شناسي self awareness ، شفافیت transparency ، مشورت consultation، راستي truthfulness او د متوازن ژوند work life balance سبق راکوي کوم چې خوشحال بابا د نن نه درې نیم سوه کاله وړاندې په ګوته کړي دي- یاد ساتئي چې په هاغه زمانه کښې د بادشاهي او سرداري بنیاد صرف اقتدار او د دولت هوس وو او یا د ځنې تحریکونو شا ته مزهب وو- خوشحال بابا چې د مشرئي یا لیډرئي کوم معیار متعین کړې دې هغې ته رسېدل څه اسان کار نه دې څنګه چې هغه وائي:
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
خوشحال بابا په خپل شاعري کلام کښې ځاې په ځاې د سردار یا د مشر صفات ذکر کړې دې- په دې لړ کښې یو څو شعرونه به ئې درسره شریک کړم:
چې په ځان مړنې نه وي
مړنتوب نه که لښکر
يعني leading from the front
که بادشاهي غواړې کار ئې آسان دې
تسخیر د زړونو خلق و احسان دې
چې نن ورته مونږ winning hearts and minds وایو
دا خونونه په ټوپک په توره نشي
دا خونونه چې د خلقو په زبان شي
بل ځاې وائي:
چې بادشاه ئې ستمګر شي خلق خوار شي
خداې د نه کا ستمګر بادشاه د چا
بابا ځاې په ځاې د عدل انصاف تلقین کوي:
د هغه بادشاه به مونځ د غاړې طوق شي
چې دې نه لري د عدل اعتدال
خوشحال خان د جنګ په ځاې امن او صولې ته ترجیح ورکئي:
سردار د عفو کرم څښتن ښه دې
د جنګ تر کاره په آشتي مئین ښه دې
بل ځاې کښې وائي:
هوښیار هغه دې چې سخت جنګونه
تر خېره راولي په فرهنګونه
نادان هغه دې چې په کار د صولې
ګډ کا د شر د فساد رنګونه
خوشحال بابا د سردار یا د مشر ظاهر او باطن یو غواړي:
هر سردار چې په زړه غل شي
ځان رسوا که خلق خوار
او د صلاح مشورت consultation اهمیت ئې څه په ښکلي انداز بیان کړې دې:
بندوبست د کائنات دې په خبرو
يو تر سله صدقه شه سل تر زرو
نوراني که هغه ځاې چې سره کښېني
دېرینه څلور هوښیار په مشورت
د کبرنه د کرکې او انکساري سبق داسې ورکوي:
د خوشحال د زړه د حال تماشه اوکړه
که د تخت د پاسه کښیني هم ملنګ دې
او، د سرداري چې څوک هوس کړي
خپل ځان د خاورې خپل مال د خس کړي
بل ځاې کښې وائي:
که لوئي غواړې ځان کم ګڼه تر بله
بل تر دا د پاسه نشته نصیحت بل
بابا پخپله سخي وو او د مشرئي د پاره سخاوت ضروري ګڼي :
که ګنجونه د قارون درته انبار شي
په هر لور ئې غورزوه په سخاوت
خوشحال بابا په ډېرو مختلفو موضوعاتو باندې لیکل کړي دي ولې د هغوئي کتاب دستارنامه د بابا د علم او ادراک یو ډېره منفرده او اعلی نمونه ده او بیا خصوصا په دې وجه چې دا کتاب بابا د رنتهمبورپه زندان کښې لیکلې دې چې ورته د کتابونو یا نور څه علمي پنګې ته رسائي حاصله نه وه ولې پکښې ئې ځاې په ځاې د قران، حدیث ، تاریخ او افلاطون او نورو عالمانو او فلاسفرانو ذکر کړې دې- په دې کتاب کښې خوشحال بابا د یو ښه لیډر یا مشر د پاره ضروري شل خصلتونه او شل هنرونه په ډېر تفصیل سر ذکر کوي- په دې لنډ وخت کښې دا خو ممکنه نه ده چې د هر یو خصلت او هنر ذکر اوکړم خو دا به اووایم چې په دوئي کښې زیات ترصفات نن هم د یو مشر د پاره ضروري ګڼلې شي
مثلا مشورت، راستي، خوش خوئي، مروت، عدل وانصاف، توکل، همت، حلم (برداشت)، خود شناسي، علم، شجاعت، سخاوت، اسباب معیشت، زراعت، تجارت او بیا بابا په دې خبره نه خلاصوي بلکه د یو مشر او سردار د پاره د لوبو، سیاحت، موسیقي او مصوري شوق هم په ګوته کوي recommend کوي یعني یو متوازن او صحت مند ژوند چې نن ورته مونږwork life balance وایو- دې لړ کښې بابا وائي:
د خوشحال د خوشحالئ وخت هم دا دې
چې رباب سرینده جوړ سره غږېږي
او د مصوري بابت وائي:
صورت ګر چې ښه صورت په دېوال ساز که
ټول عالم ئې په صفت زبان دراز که
نو نن په دې مجلس کښې د رفعت خټک د مصوري نمائش او د رباب ټنګ بې ځایه نه دې-
د دستار نامه ترجمه په اردو کښې خاطرغزنوي او په انګرېزي کښې پروفېسرعارف نسیم کړي ده خو تفصیلي تجزيه او تبصره پې ډاکټر فضل الرحیم مروت صېب د صحیح سبق و سباق سره په خپل انګرېزي کتاب
Khushal Khan Khattak, The pioneer of Afghan Nationalism
کښې کړي ده-
زه به خپلې خبرې د سلمان لائق په دې شعر ختمې کړم:
د خوشحال د معیار ګز که پسې راوړې
ډېر سرونه نه دي وړ د دستارونو
عادل خټک

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.