همداراز دخیبر او باجوړ په ایجنسیو کې هم لګ ډیر مومند میشته دي.
دپښتونخوا په مرکز پیښور ښار، بډه بیره، سربنډ، بهادر کلی، ماشوخیل او خوا و شا سیمو کې هم زیات شمیر مومند استوگنه لري.
همداراز زیات شمیر مومند په مومند نامه کې هم آباد دي (ده آبازو ده کلي نه واخله تر تخت بهائي مردان پورې (مندني، هریچند، ډهکې، امیر آباد ، زیم، شکور، مارغان، تورډهیر، شوډاګ، ګنډهیرې، بدرګه، خادې کلې، فضل آباد او داسې نور ډیر کلي))
دپښتنو په شجرو کې دمومندو دښاخونو نومونه :
کالا، یعقوب، حسن، مهلي، عمر، مندو ، کوکو، میار، موسی زي، ترک، شجاع، حلیمزي، خویزي، بایزي، ترکزي، دویزي، اتمانزي، مندوزي، زاخیل، حسن خیل، هزاربوز، سلیمان خیل، مندرزي، غبازي، امازي، یاکوب، موسی زي، ابراهیم خیل، ابا خیل، غازي، متي زي، احمد، ایوب، شاتوخیل، ساک، تور، اکا خیل، پایخیل، بهلول خیل، داودزي، مریم زي، خواجه زي، تاجوزي، عمرزي، باقي زي، حاجي خیل، عثمان خیل، سدوخیل، ابوزي ، کالازي، اکازي، موسی خیل، خوگاخیل، ماماخیل، نظر خیل، باره خیل، اتمرخیل، عیسی خیل، کوډاخیل، مټاخیل، بوټوخیل، مدوخیل، ضرب علی خیل، بران خیل، عیسی خیل، شاه منصور خیل، مورچه خیل، سلطان خیل، اټوخیل، دریاخیل او نور. . .
په اوسني وخت کې دمومندو مشهور خیلونه او ښاخونه :
خویزي ، حلیم زي، ترکزي، بائیزي ، دویزي ، اتمانزي، مندوزي ، زاخیل، حسن خیل، کوډاخیل، کاچي، اتمرخیل، داؤدزي، نظر خیل، عیسی خیل، برهان خیل، باره خیل، موسی خیل، مورچه خیل، خوگا خیل، میرو خیل، ماماخیل هزاربوز او بابازي.
دمومندو دځینو مشهورو خیلونو داستوگنې ځایونه :
خویزي :
خویزی دمومندو یومشهور خیل دی چې ختیز ته یې گنداب. لویدیز ته یې کوډاخیل او بابا زي او جنوب ته یې دکونړ سیند بهیږي. دخویزو ځمکې للمې دي، د خویزو مشهور کلي دا دي : محمد کور، کنگ، سم غاښی، وچه ژوره، ملافهیم کلی، زناور چینه، سور ابیلن او شین ورسک.
حلیمزي (الیمزي) :
دوی دبایزو په شمال ختیزه برخه په کمالي دره او گنداو کې استوگنه لري او په مومندو کې د ډیر نفوذ او واک خاوندان شمیرل کیږي.
اتمانزي:
ددغې قبیلې ختیز ته دانشکول، لویدیز ته یې کندهاري، شمال ته یې د دویزو غرونه او جنوب ته یې کمالي دره مو قعیت لري. داتمانزو ځمکه اواره، خاورینه او للمي ده. خلک یې اکثره دکرکیلې له لارې خپله گذاره کوي او ددوی لوی کلي یخ ډنډ او هاشم کور دي چې د دوی ټول کلی دیخ ډنډ په نامه یادیږي.
بایزي :
دا څانگه دمومندو په قبیله کې ډیره مشهوره ده چې دمومندو دلمر پریواته لور غرونو کې میشته دي.
کوډاخیل :
ددې څانگې ختیز ته خویزي، لویدیز ته یې داتمرخیلو دلښکر کلی او جنوب ته یې بره دره موقعیت لري، د دغه ښاخ خلکو دانگریزي ښکیلاکگرو سره ډیرې مبارزې هم کړي دي.
کاچي :
دا دمومندو یوه څانگه ده چې خلک یې زیاتره دکابل او پيښور ترمنځ دسوداگرۍ دمالونو دوړلو راوړلو له لارې خپل ژوند تامینوي.
اتمرخیل:
اتمرخیل دجړوبي درې نه واخله تر کامې پورې استوگنه لري. لویدیزه څنډه یې د دوړخیلو سره نښتې ده. ختیز ته یې بابازي او کوډاخیل او شمال ته یې هم بابا زي پراته دي. د دوی مشهورکلي تورخیل، خنجرکلی، وتکی، تنی، حاتم کلی، ګوشته کلې، ګرداب، کامه، لښکر کلی، قاسم کور، مته، هرلي او مزرۍ چینه دي.
ترکزي :
ترکزي دتورگړي نه تر دانشکوله پورې دالیزیو او ترکزیو پوله ده او بیا د دانشکول نه تر متي پورې په برابره لیکه پراته دي.
خواجه زي :
دمندوجوړ او الکي کوهي نه چې الیمزو( حلیمزو) او ترکزو پوله ده تر خاپښ او اتمر خیلو پورې پراته دي.
نظرخیل:
داتمرخیلو په جنوب کې د نظرخیلو قبیله میشته ده، د دوی سیمه غرنۍ ده او خلک یې په مالدارۍ خپله گوزاره کوي. د دوی د کلیو نومونه په لاندې ډول دي : کوزکلی، برکلی، او دملا خیلو کلی.
بابازي :
بابا زي دبیدمنۍ او شمشاد په درو کې میشته دي. د دوی د سیمې ځمکې للمې دي او غنم، اوربشې یې دکرنې حاصلات جوړوي. ډیر شمیر خلک یې دسوداگرۍ او تجارت چارې هم پر مخ بیایي. همداراز برانخیل، عثمان خیل او موسی خیل هم دمومندو مشهورې څانگې دي.
د مومندو مشهورې درې او ډاگونه:
۳کمال دره :
په دې دره کې دحلیمزي دښاخ دپوشاخیلو او ابراهیم خیلو څانگې استوگنه لري. خلک یې زیاتره دبزگرۍ په کارونو بوخت دي او مشهور کلي یې اتوخیل، غازي بیگ کور او کجشاه دي. ۴- په دې دره کې میټاخیل استوگنه لري چې په خوگاخیلو ورگډیږي. په دې دره کې دکرنې ځمکې لږ دي او خلک یې په مالدارۍ گذاره کوي. ددې ځای خلک دخپلو غرونو لرگي په کامه او کونړ کې خرڅوي. ددوی کلي سپین جومات، نرۍ اوبه، سپین تنگی، باره خان، څپري، سربند او بیله دي. همداراز شونکړۍ دره، جړوبۍ دره، شالي هولي دره او سلاله دره دمومندو دلویو او مشهورو درو نه شمیرل کیږي.
ددانشکول او یخ ډنډ ډاگ:
په دې ډاگ کې اتمانزي او ترکزي عیسی خیل مومند استوگنه لري چې ځمکې یې ښې او للمي دي.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.