د خوشحال خان خټک رح سکنی او کشری ورور جمیل بېګ .
-----------------------------------------
نوموړی د شهباز خان زوی او د پښتو د ستر شاعر خوشحال خان خټک رح سکنی او کشری ورور دی، دی د فقیر جمیل بېګ او د میا جمیل په نوم سره هم مشهور دی، خوشحال بابا پۀخپلو شعرونو کې د دۀ ستاینه کړې ده او په خپلې یوې بوللې (قصیدې) کې یې چې په ۱۰۸۰ لېږدیز/هجري کې یې لیکلې ده، داسې وایی:
یو مې سکه ورور دی چې حق لاره یې نیولې
دوه ورونه مې نور دي یو په غم درېيم بېغمه
د افضل خان په تاریخ مرصع کې راغلي دي، کله چې د ده پلار شهبازخان شهید شو، جمیل بېګ هم ټپي شوی و او د خپل ورور سره په اس سور شو او د خپل پلار د وینو بدل یې واخیست او تر هغې وروسته یې اړغوني/ عازي، فقیري غوره کړه.
فقیر جمیل بېګ د کاکا صاحب شېخ رحمکار مرید و، د کاکا صاحب خاورو ته د سپارلو په وخت کې خوشال بابا او فقیر جمیل بېګ دده مړی/ جسد مړستون/ قبر ته ورکوز کړ او په دې وخت کې فقیر جمیل بېګ د شېخ رحمکار په اړوند لاندېنۍ لنډۍ ( ټپه ) وویله:
په بوی دې ټول عالم خوشبوی شو
اصلي چندڼه په تا پرېوتل ګردونه
په هغه دره کې چې دی اوسېده نو یو جومات او یوه حجره یې جوړه کړې وه او په دغه حجره کې د سپېڅلی قرآن کریم او د فقهې کتابونه هم ایښودل شوي وو.
که څه هم دی د شېخ رحمکار مرید و، خو ده خپله هم ډېر مریدان درلودل، چې د مریدانو نه یې یو شېخ یحیا دی، چې په ( حضرت جي اټکي ) سره مشهور دی.
تاریخ مرصع لیکي :” جمیل بېګ به په وخت د مستۍ کې داریا اودف واهه او سندرې او سماع به یې کولې “
عبدالقادرخان خټک د فقیر جمیل بېګ د مستۍ او شور او ولولې/ جذبې داسې ستاینه کړې ده:
په خلفاوو کې یې مست فقیر جمیل و
صاحب حال و مستانه یې قال وقیل و
ابراهیم غوندې خاني مېري یې پرېښوه
په اختیار يې فقیرۍ ته غاړه کېښوده
فقیر جمیل بېګ د مستۍ او جذبې په وخت کې ځینې منظومې ټوټې هم ویلي دي، چې یوه بېلګه یې قاضي میر احمد شا په تحفة الاولیاء کې راخیستي ده:
په دې خوړ کې سره او سپین انبار انبار دي
فقیر نه اخلي او نه یې څه په کار دي
شېخ جمیل بېګ چې یو فقیر، صوفي او عرفاني لوښه/ شخصیت و، په عرفان او تصوف کې یې ډېر ليکمخونه/ کتابونه کښلي دي، چې د ځینو نومونه یې دادي:
۱- تذکرة الاولیاء
۲- نور محمدیه
۳- خلاصة الطالبین
۴- شمس العارفین
۵- اسرار العاشقین
۶-زبدة السالکین
۷- تحفة المقربین
۸- قدوة العارفین
فقیر جمیل بېګ (تذکره شېخ رحمکار) په پاسي ژبه لیکلی دی، چې خطي نسخې یې د کابل په ملي ارشیف ( کابل نیشنل ارکایو) کې شته چې په ۱۳۶۵لېږدیز/هجري کال په کابل کې چاپ شوې او ښاغلي اسدالله شعور پرې په پارسي ژبه سریزه کښلې ده.
د فقير جمیل بېګ مزار د پښتونخوا د خټکو د سیمې نوښار ته نږدې دی او دده د مزار پر ډبره لیکل شوي دي، چې نوموړی په ۱۱۱۶ لېږدیز/هجري سپوږميز/ قمري کال کې مړ شوی دی.
تاسو په لاندېني انځور کې د فقیر میا جمیل بېګ مزار لیدلی شئ !
----------------------------
اخځونه/ ماخذونه :
۱-خوشال خان خټک او دده ادبي مکتب، د ډاکټر عارف عثمان تالیف د۱۳۶۴ کال چاپ، کابل
۲- د خوشحال خان خټک سبک او په پښتو ادب ددغه سبک اغېزې، د سرمحقق واجد تالیف ، ۱۳۸۳ کال ، د کابل چاپ.
۳- د خوشال بابا پیر او مرشد حضرت شېخ رحمکار(کاکا صاحب) رحمة الله علیه ، ډاکټر لطیف یاد
۴- خوشال خان خټک، د ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند تالیف، د ډاکټر لطیف یاد ژباړه ، د پېښور چاپ.

Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.