Pashto Ghazal By Fazal Rahim Lohar, Shangla Malakand.
.غزل
د خپل ضمیر سره شر نه و پکار کړے مې دے
په ځیـنې خـلقو باور نه و پـکار کـړے مې دے
ګزار.د خپل زړۀ په سر نه و پکار کړے مې دے
تا ســره جنګ د نظـــر نه و.پکار کړے مې دے
مــالـه ماتــم د دې وطــن پـــه بربادۍ پـکار و
ماله د ســـره اخـــتر نه و پکار کـــړے مې دے
ســتا د دروغــو پــه وعدو تېـر وتل نه و پـکار
ستا انتــظار مازیګـــر نه و پکار کـړے مې دے
دلته کښې هر سپرلې د جنګ د اور جامې کړي دي
دلته د ســرو ګلو کــر نه و پکار کــــړے مې دے
اوس چــې فریاد کـــومه بد به کـوم، ځکه تا ته
زکـــر د درد د پرهـــر نه و پکار کــــړے مې دے
ماله پکار و چې مې سوچ د خپلواکۍ کړے وے
ما له د خپل سـر خطــر نه و پکار کړے مې دے
دومره به و وایم چې ځان له مې دوکه ورکـړې
باور په تا دومـــره زر نه و پـکار کــړے مې دے
د جنګ خبرې مې لوهاره په غزل کښې ځاے کړې
زور کــه د ګل په ډنډر نه و پکار کــړے مې دے
فضل رحیم لوھار صیب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.