Skip to main content

Pashto Ghazal Poetry in Text. Zait Ur Rahman Aajaz

 Pashto Ghazal Poetry in Text. Zait Ur Rahman Aajaz

نزدې راته ولاړ دے هر الزام لکه د کونډې

تېرېږي مې د ژوند هر یو ماښام لکه د کونډې


لاليه خفا نه شې زه په کړس خندلے نه شم

په ما باندې نظر دے د ټول قام لکه د کونډې


زما د راتلو څوک دي او د چا لارې ته ګورم

په پورې ور سلګې وهم مدام لکه د کونډې


رانجه بنګړي پېزوان مې دي ډېران ته غورځولي

د حسن نه مې اخلم  انتقام لکه د کونډې


د وخت د بلاګانو نه مې داس  وېَره کېږي

په روستو روستو ګورم په ګام ګام لکه د کونډې


عاجز یمه د خپلې زندګۍ په هر پړاو کښې

کوومه د هر چا سره ناکام  لکه د کونډې

Comments