د پښتو څو هندوان شاعران -- بايد پام ورته وکړو
Copied Post
هندوانو شاعرانو د سنسکرت هندۍ او اردو نه پرته د نورو مشرقي ژبو په ادب کښې هم ډيره لويه برخه لرلې ده چې پښتو هم پکښې شامله ده خو د نورو ژبو څيړونکيو پرې کار کړی دی او پښتنو له نظره غورزولي دي-
د ډاکټر سيد عبدالله اردو کتاب --- ادبيات فارسی مين هندوون کا حصه-- د فارسۍ د هندوانو اديبانو تفصيلات راوړاندې کوي- د ډاکټر نبي بخش بلوچ کتاب د سندهۍ د هندوانو شاعرانو څيړنه مخې ته راوړي-
د ډاکټر شيدا محمد کاکاخيل د پي ايچ ډي مقاله د هندوانو اردو نعت ګو شاعرانو تفصيلات مخې ته راوړي- د پنجابۍ په هندوانو او سکهانو شاعرانو په هند کښې پنجابي ځيړونکيو کار کړی دی -
او داسې نورې مشرقي ژبې هم واخلئ- خو پښتو--- سدم ته شين دی--- د يو څو هندوانو شاعرانو لنډه يادونه خو به همدلته په فيسبک وکړم-
چيلا رام
د پښتو انقلابي او مزاحمتي شاعر وو چې د هند د ويش نه مخکښې يې پښتونخوا کښې انقلابي نظمونه ليکل او مشاعرو کښې به يې وييل- هندي ليکوال رام سرن نګينه يې خپل اردو کتاب --اټک پار کی يادين-- کښې ولي محمد طوفان مرحوم سره يو ځاې ذکر کړی دی--
لږ ډير کلام يې د پښتو زړو مجلو کښې چاپ دی چې راغونډول او څيړل غواړي-
لدها رام اداس
د دغه پښتون شاعر ذکر ارواښاد اشرف غمکين د اشنغر ادب کښې د چاربيتي شاعر اول دين مرحوم په حواله کړی دی- په اخلاقي انساني او قامي مسلو يې داسې شاعري کړې ده چې د هندو مسلمان پته يې هم نه لګي-
د اشنغر اوسيدونکی وو- ۱۲۸۵ هجري کښې زيږيدلی وو- پښتو نه پرته بله ژبه يې زده هم نه وه- يو نيم زر شعرونه يې ليکلي وو- قامي او انقلابي رنګ پرې غالب وو- نمونه يې وګورئ-
دا ازادي خو روح د مذهب دی
دا يې مقصد دی هند که عرب دی
جيتومل
د دغه پښتون شاعر او ورسره د کشن چند او خان چند ذکر څيړونکي جوهر خليل د ريګي سيمې ادبي تذکره کښې د اولسي شاعر محمد خان غريب په حواله کړی دی-
د جيتومل د پلار نوم پيتومل وو- ۱۸۹۵ کښې پيدا شوی وو- پخپله هندو وو خو ښځه يې مسلمانه وه- ۱۹۳۵ کښې چا قتل کړو-
اولاد يې د پيښور پلوسۍ کلي کښې اوس هم شته چې ټول مسلمانان دي او د خپل نيکه جيتومل په اړه ترې معلومات هم ترلاسه کيدی شي- د کلام يوه نمونه يې دا ده-
ته مه خفه کيږه جيتومله خداې به خير کړي
ستا د وطن هر زلمی په خپل ځاې کښې باتور دی
کشن چند
په سپين کشن هم مشهور وو- ۱۹۰۵ کښې زيږيدلی وو-د پلار نوم يې بهګوان داس وو-
د پيرنګي سامراج خلاف يې عملي مبارزه هم کړې وه او قلمي هم- د ويش نه پس بيا د پيښور نه هند ته لاړو- د کلام يوه نمونه يې دا ده-
ګيدړ راغلی د زمري مسکن کښې ناست دی غلی
زمريه ورشه د ګيدړ نه خپل مسکن ونيسه
خير دی که سر دې پکښې لاړ شي هيڅ پروا مه کوه
خو د غليم نه بيا دا خپل ښکلی وطن ونيسه
خان چند
دغه پښتون شاعر په ۱۹۱۳ کښی زيږيدلی وو- مسلمان او هندو کښې د نفرت او تفريق روادار نه وو خو بيا هم په ۱۹۳۸ کښې چا قتل کړو-
د پيرنګي خلاف يې انقلابي شاعري کړې ده- نمونه يې دا ده-
د دې وطن سره پښتو پالمه
ګنې بلا يې په سختو پالمه
خان چنده ولې عبادت نه کوې
ډ خداې هر حکم په ابرو پالمه
روشن لعل ملهوتره
د بونير اوسيدونکی وو چې د ويش نه پس هند ته لاړو- د ال انډيا ريډيو دهلي پروډيوسر او بيا د دغه سټيشن مشر شو - اوس ريټايرډ دی -
علمي ادبي سرګرمو کښې مشغول دی- ما سره کابل کښې د رحمان بابا په اړه يو سيمينار کښې يو ځاې وو- عالم فاضل شخصيت دی-
پښتو کښې شاعري هم کوي د پښتو لغت يې هم ليکلی دی د پښتو په متلونو او اولسي ادب يې زړه پورې کار کړی دی- دهلي کښې ميشت دی
Outstanding information❤
ReplyDelete