Transgender Gul Chahat Harrassed In Madina During Umra.
By Ameer Khan Yousafzai
یو انسان چې کله خدای نر یا ښځه پیدا کوی نو نرښځینه یې هم پیدا کولی شي ، دغه زما په کور کې هم پیدا کیدی شي د سمیع الحق او فضل رحمان مولا په کور کې هم د کافر او مسلمان په کور کې هم .
په لاندیني انځور کې چې ښکاري دا د پښتونخوا نرښځینه ګل چاهت ده ، په دې بیچاره مسلمانانو پښتنو زمکه تنګه کړله نو لاړه ملایزیا ته هغلته هم د هغې ژوند پښتنو په عذاب کړو .
ګل چاهت ته به مسلمانانو ویل ته چې ډانس او ګډا کوې نو حج له یا عمرې له ولې نه ځې ، آخر ګل چاهت هغلته هم ورسیدله او د خدای تعالی په مبارک کور کې د مسلمانانو په لاس وزوریدله او وشرمیدله .
ګل چاهت د پیښور نه واخله تر ملایزیا او ملایزیا نه تر سعودي عرب پورې لاړه خو د سترګو اوښکې یې نه اوچې شوې او نه یې په شونډو مسکا راغله ،
د ګل چاهت ددې حالاتو نه که د غربي نړئ بشری تنظیمونه خبر شو او په عربي هیوادونو کې یې ورته د ژوند کولو زمینه برابره کړله نوهم دا مسلمانان به وایې چې ګل چاهت د دې لپاره دا ډرامې کولې .
د خدای نه ویریږئ او انسانان جوړ شئ ګنې هم دا ګل چاهت د نارینه او زنانه په مینځ کې چې څنګه ځیګیدلې نو سبا ستاسو نه هم ځیګیدلی شي .
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.