Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Classic

Pohana. Learn Pashto Words. Pashto Learning

 Pohana. Learn Pashto Words. Pashto Learning دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ، خبرو ته مو ځانګړي ښکلا ورکوي. خاص              √ ځانګړی خاصو             √ ځانګړو  خصوصيات     √ ځانګړتياوې  نیرو                √ ځواک سرباز              √ سرتېری  پرواز              √ الوتنه  کتابخانه          √ کتابتون  کتاب فروشي   √ کتاب پلورنځی دانشګاه           √ پوهنتون  مکتب             √ ښوونځی  تحصیل           √ زده کړه محصل            √ زده کړيال  محصلين         √ زده کړيالان  معلم               √ ښوونکی شاګرد             √ زده کوونکی سرمعلم           √ سر ښوونکی نتایج              √ پايلې نتيجه             √ پايله احترام            √ درناوی  بې سواده        √ نالوستی  محترم/آقا      √ ښاغلی  امتحان           √ ازموينه نام                  √ نوم  فیصده            √ سلنه  ميلادي            √ زیږدیز  توجه               √ پاملرنه  فامیل نوم        √ کورنی نوم فاميلي             √ کورنۍ تاريخ تولد        √ د زيږيدو نېټه  اِمضآ                √ لاسليک  دواخانه            √ درملتون  دوا       

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh

Who Was Amir Kror? Ameer Karorh. Jehan Pahlawan د پښتو ژبې لومړی شاعر امیرکروړ سوري لنډه پيژندګلوي امير کروړ سوري دامير فولاد سوري زوی وو . امیر فولاد دملک شنسب دزامنو په اولاد کې وو چې په غور کې ېې بادشاهي کوله . امير کروړ په کال ۱۳۹هـ ۷۵۶ م کې دغور په مندېش کې حاکم شو ښاغلی کروړ ېو تورېالی، توانمند او غښتلی سړی وو ، په ېوازې ځان ېې دسلو کسانو مقابله کولی شوه نو ځکه په امير کروړ جهان پهلوان مشهور وو چی دکروړ معنی دکلک او سخت ده .او دی هم ځکه ځان ته اتل واېي . امیر کروړ ېو نېک ،سخي او عادل سړی وو . هغه ېو ښه شاعر هم وو ، اکثربه ېې رزمیه شاعري کوله ځکه چې زیات ژوند ېې د جنګ په میدان کې تېر شوی دی . امیر کروړ تر اوسه دپښتو وړومبی شاعر ګڼلی شي . داسې اټکل کېږي چې ښاغلی امیر کروړ په کال ۱۵۴هـ ۷۷۰ ع کې له دې دنیاڅخه د ابدي ژوند په لور سترګې پټې کړي دي . دپښتو ژبی لومړی شعر چی امیر کروړ لیکلی دی زه يم زمری پر دې نړۍ لـــه ما اتل نشته  په هند و سند و پر تخار او پر کابل نشته  بل په زابل نشته ..............................له ما اتل نشته  تشریح...... اتل.... زړَور، تکړه، غېرتمند، پهلوان، قهرمان

Nangyalay Da Zamany Khushal Khattak yam. Pukhto Ghazal. Khushal Khatak Baba

 Khushal Baba Poem About Aurangzeb Alamgir And Mughal Rulers. دمغولي  استبداد او زورزیاتي پر خلاف دخوشال بابا د لومړني پاڅون اعلان      ( دافغان په ننګ مې وتړله توره )  نومیږی چې دخوشال بابا یو ستر شاهکار   او داوچتې پایې  نظم ګڼل کیږي .دادی دا نظم دآغلو او ښاغلو دوستانو سره شریکوم پرورده که دمغولو په نمک یم داورنګ له لاسه هم دغریوه ډک یم په ناحق یې په زندان کړم یو څو کاله خدای خبر دی که په خپل ګناه زه شک یم پښتنوسره زړه توردی دمغولو خبرداریې په نیتونو یک په یک یم که سره که ناسره راته معلوم دي  په داکار کې په معنا لکه محک یم هغه زیست چې دعزت له مخې نه وي چې يې کا په هغه زیست پورې هک پک یم اوریې پورې په منصب په نوکرۍ شه  چې تر فهم او تر نظر دمغول کلک یم په خپل نام او ننګ چې راشم لیونی شم خبردار کله په سود وزیان دلک یم هرپښتون چې دمغولو نو کري کا که دې زده دهغو واړو بهترک یم دخټکو بې ننګي چې راپه یاد  کړم زړه مې بد له خپله ځانه چې خټک یم چې منصب مې دمغول خور یو ملک وم چې منصب دمغول نشته اوس ملک یم دفرمان دپروانې حکم یې نشته شکر داچې په خپل حکم په خپل وک یم نه مې کار په خاص و عام ته په دی

Akbar Zamindawri. Classic Pashto Poet Bio And Work

 Life and Work of Classic Pashto Poet Akbar Zamindawri. Akbar Zamindawri. Classic Pashto Poet Bio And Work اکبر زمینداوری دغه د پښتو ادب له نوم ورکو شاعرانو څخه دی چې دده تر څنګ دده اثار هم ورک دي او یوازې یو څو پاڼې دده له اثارو موندل شوې دي چې دغه نوم ورکی شاعر د هغه په مرسته سره پیژندلی شو لکه تاسو چې ټولو ته ښکاره ده زموږ هیواد ډیر معروف ځایونه لري او د ډیر عمر درلودونکي دي چې زموږ د وطن یو معروف ځای زمینداور دی چې اکبر د هغه ځای دی. دغه شاعر هم د مغلو  د دورې په ابتدا کې ژوند وو او د هغو شاعرانو له مخکښانو څخه دی چې دوی په خپلو اشعارو کې د مغلو له تاړاکه شکوې کړې دي یا یې د هغو مظالم لیدلي دي او هغه یې یاد کړي دي . د مغلو لوتمر هسې په اور وسوم چې به هیر په دې ماتم زمینداور کړم له دې بیته ښکاري چې دی د ګوډ تیمور معصر دی، ځکه چې (تمر) د تیمور قدیمه املاء ده او دې پاچاله (۸۰۷ـ ۷۷۱هـ) پورې سلطنت کړی دی نو د اکبر د ژوند عصر هم په دغو کلو کې د ۷۸۰ هـ  حدود ټاکلای شو ځکه چې امیر تیمور په ۸۰۰ هـ د افغانستان نور ځایونه فتح کړل او له کابله یې د هند خواته حرکت وکړ د اکبر شاعري د اکبر ډیر لږ

Taimur Shah Durrani Baba Pashto Poetry.

 Taimur Shah Durrani, The Afghan Ruler, Son Of Ahmad Shah Baba. Pukhto Ghazal. د اعلی حضرت تيمورشاه شعر هۍ هۍ د یار صورت لکه ګلونه              که وهلي يې پر مخ دې شنه خالونه تیر شو عمر د وصال په انتظار کې              اوس پر زړه مې د هجران لګي اورونه په رخسار باندې يې زلفې تار په تار دي              د عاشقو اویزان په هر تار زړونه د پتنګ په دود دې یاره, په غمو وسوم              د باڼو ناوکي ايږدي په زړه زخمونه راشه مينه پر خپل خدای کړه تيمورشاه!              څه په کار دي د فاني دنیا کارونه Pashto Times, Pashto Ghazal. Who Was Taimur Shah Durani? Taimur Shah Durrani Baba Pukhto Ghazal. Taimur Shah Baba Was Son Of Afghan Emperor Ahmad Shah Durrani's Son and Emperor himself ruled Afghanistan from 1773 To 1793. Taimur Shah Baba was also a Pashto Poet like his Father Ahmad Shah Baba.

Che Me Woleday Da Sta Stargay Khonkhari. Khushal Baba

 Khushal Baba Ghazal. Pashto Poetry lyrics. چې مې وليدې داستا سترګې خونخوارې چې تر اوسه لا ژوندې يم شکر بارې په ياريه به دې هيښ وي چې غلط شي  چې څلور پيسې لري دهغه يارې  مايوه دزړه په غوره ده نيولې که هرڅو په جهان ډېرې شي نګارې وې يې څو لرې ګيلې زما په زړه کې تر حساب وتر کتاب تېرې بېشمارې  دمېږي چې وزر نه وي هومره ښه وي قباحت دی تجاوز له خپلې چارې  اوس به ولې په غلا،غلادمينې کارکړم چې په حال مې خلقې شوې خبر دارې په خاطر به دې قراره قراري وي  که دا خپلې سترګې ونيسې قرارې بې اثره به دا اوښکې پاتې نه شي چې مې ورځ او شپه په مخ ځي لارې لارې نه يوازې دلاله په زړه کې داغ دی په دا باغ کې سينې ډيرې دي داغدارې په خوشال يې عندلیب غوندې اور بل کړ چې پلو له مخه واخيست ګل رخسارې دخوشحال خان خټک بابا کلیات ۳۱۹ مخ Pashto Ghazal Of Khushal Khattak Baba. Book Name Da Khushal Khattak baba Kulyat page 319. Pukhto classic Shayeri. Ghazal Lyrics 

Hamid Baba Pukhto Ghazal

 Abdul Hamid Momand Baba Pukhto Kalam. Explained For Learners of Pashto Reading and Classic Poetry. ◇عبدالحميد مومند ◇کليات غزل:  چې ناظر د ساده رويو پۀ رخسار شم پۀ دا شمع, پروانه غوندې, نثار شم کۀ هر څو پۀ صبر زړۀ ټولوم, نۀ شي بې اختياره لکه موم ويلې پۀ نار شم غنچه خلۀ چې په خبرو راته وا کا د نرګس پۀ څير کوز ګورم, شرمسار شم چې يې شونډې تبسم تازه نګار کا باندې زۀ لکه سپند سوو ته تيار شم ځان جهان مې هسې هير, لکه هير خوب شي د خندا پۀ صبحدم چې رابيدار شم د ګلرخو پابوسي پريښودے نۀ شم کۀ راکيښ لکه نسيم پۀ خنډوخار شم لا مې ځائے نۀ شي د ترکو پۀ چوله کې کۀ د عشق ټيکه وهلې, زناردار شم وۀ مې باسئ د سکون له دينداريۍ چې بندي د تورو زلفو پۀ کفار شم نۀ به 'تو' راباندې پيښه نۀ به 'چخ' کا کۀ هر سو يې زۀ حميد سپے د دربار شم چې نا اهلو ته د اهل وينا وايم زۀ 'حميد' به د منصور پۀ دود پۀ دار شم  -توري/ معنی ● نار:  اور ● وا کول:  پرانستل, بيرته کول ● سپند: توره دانه, اسپند, د يو بوټي دانې چې د نظر ● ماتولو دپاره پۀ اور اچولے شي ● پابوسي:  پښې ښکلونه، تعظيم کونه ● چوله:  د هندوانو دَ

Nun Ba Shpa Zama Da Yar pa Kom Makan v. Hamid Baba Pashto Kalam

 Hamid Baba Pashto Kalam. ◇ ﻋﺒﺪﺍﻟﺤﻤﻴﺪ ﻣﻮﻣﻨﺪ ◇ کليات ●نظم ﻧﻦ ﺑﻪ ﺷﭙﻪ ﺯﻣﺎ ﺩ ﻳﺎﺭ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﻣﮑﺎﻥ ﻭﻱ ﺟﻠﻮﻩ ګر  ﺑﻪ پۀ ﮐﻮﻡ ﻫټ ﭘﻪ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ وي ﺷﺮﻣﻮﻟﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺣﺴﻦ ﮐﻮﻡ ﺗﺮﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﮐﻮﻡ ﺩﮐﺎﻥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﺧﻮﻟﯥ ﺩ ﺩُﺭﻭ ﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﭘﻪ ډﻳﻮﻩ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺩ ﻣﺦ څوﮎ پتنګان ﻭﻱ هم خوﺍهان ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﺎﮐﺎﻥ ﮐﻪٔ ﻧﺎﭘﺎﮐﺎﻥ ﻭﻱ ﻭﻟﯥ ﻧﻪٔ ﭼﻮﯤ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺯﻣﺎ ﺩﻟﻪ ﭼﯥ ﺩې ﻭﺍﻭﺭﯦﺪﻩ ﺩﻳﺎﺭ ﺩ ﺗﻠﻮ ﺑﺪﻟﻪ ﻧﻪٔ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻫﺴﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ څوﮎ ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭﺍﺧﻠﻲ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ آﺏ ﻭﻧﺎﻥ څوﮎ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﺭﺑﺎﻧﺪﯤ ﻫﺴﯥ ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ څوﮎ ﭼﯥ ﻳﯥ ﻭهٔ ﺑﻮﻟﻲ ﭘﻪ ځار ﺍﻭ ﭘﻪ ﻗﺮﺑﺎﻥ څوﮎ ﻳﺎ ﻳﯥ ﺳﻴﻮﺭﯼ ﮐا ﭘﻪٔ ﺳﺮ ﻻﺱ ﺩ ﺍﺣﺴﺎﻥڅوﮎ ﻳﺎ ﻳﯥ ﻭﮐﺎ ﺩﺑﻞ ﮐﺎﺭ ﺳﺮ ﻭ ﺳﺎﻣﺎﻥ څوک ﭼﯥ ﻟﻪ ﻫﺴﯥ ﻏﻤﻪ ﻧﻪٔ ﻣﺮﻡ، ﮊﻭﻧﺪﯼ ﭘﺎﻳﻢ ﺗﻮ ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺤﺒﺖ ﺷﻪ, ﺑﯥ ﻭﻓﺎ ﻳﻢ ﺧﻮﺩ ﭘﻪ ﺧﻮﺩ ﺑﻪ ﻭﻱ ﻭﻻړ ﺳﺘړﯼ ﺳﺘﻮﻣﺎﻥ ﺧﺴﺘﻪ ﺩﻝ ﭘﻪ ﺧﺴﻤﺎﻧﻪ ﺩ ﺁﺏ ﻭ ﻧﺎﻥ ﺍﺭﺯﺍﻥ ﻭﺳﺖ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻧﺎﮐﺎﻣﻪ ﭘﻴﺮﻱ ګران ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻳﺎﻗﻮﺕ ﺑﻪ ﭘﻠﻮﺭﻱ ﺭﺍيګان ﺩ ﺑﯥ ﻗﺪﺭﻩ ﺟﻮﻫﺮﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪٔ ﺩﮐﺎﻥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻏﻤﻪ ﺁﻩ ﺍﻓﺴﻮﺱ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺭﺍکړي ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﺩﺍ يړګ ﭘﺮ ﺩ ﻫﻤﺖ ﭼﯥ ﺣﺎﺿﺮ ﺷﻮﺍﯼ ﺩ ﺑﯧﮑﺴﻮ ﭘﻪ ﺧﺪﻣﺖ ګوره ﻧﺎﺳﺖ ﺑﻪ ﻭﻱ ﺧﭙﻪ ﭘﻪٔ ځينو ﺧﺮﻭ کې ﮐﻪ ﺑﻪ ﭘﺮﻭﺕ ﻭﻱ ﻟﮑﻪ ﻟﻌﻞ ﭘﻪٔ ﺍﻳﺮﻭ ﮐﯥ ﮐﻮﻡ ﺳﺮﻭﺩ ﺑﻪ ﮐﺎ ﻟﻪ ﺯړﻩٔ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻭﺭﻭ کې ﺩ ﺳړﻱ ﻣﻬﺮ ﺑﻪ ﻏﻮﺍړﻱ ﭘﻪ ﭘﯧﺮﻭ کې ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﻮﻣﻲ ﺩﻏﻪ ﻧﻮﺭ ﭘﻪ ﺩﺍ ﺑﺸﺮﻭ ک

Sachal Sarmast Poetry Translation into English

 Sachal Sarmast Poetry Translation. " Friend, this is the only way to learn the secret way: Ignore the path's of others, even the saints steep trails.  Don't follow. Don't journey at all. Rip the veil from your face. - Sachal Sarmast  who Was Schal Sarmast? Sacha Sarmast Or Sacho Sarmast, A Sindhi Sufi Lyrics Poet Born in Khairpur Sindh. He versified Poetry lyrics in seven different Languages. He wrote Sufi Lyrics In Sindhi, Panjabi, Sraiki, Balochi, Arabic, Persian and Urdu.