Bia December De aw Za
Pashto Poem About December by Qaisar Adridi
بیا دسمبر دے او زۀ ....
د دسمبر په څلورمه نېټه
مونږ یوه لویه محرومي ولیده
مونږه سنګینه جدائي ولیده
مونږ د رموز مونږ د ایما داسې تاوان ولیدو
مونږ د تشبیه دومره خفګان ولیدو
مونږ د غزل هغه ګریان ولیدو
چې بس دا زړونه مو چودلي نۀ دي
په مونږ به هر څه هر څه شوي هم وي
خو په دې ځمکه کښې ښخ شوي نۀ یو
مونږ د تسنیم سره مړۀ شوي نۀ یو
"قېصر اپریدے"
#RememberingRiazTasneem
په ګور ي نور او یاد ي تل پاتې
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.