Dr. Ashraf Ghani Is Responsible Of Kabul Fall on 15 August 2021. By Daulat Waziri په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!! ځکه ملامته دی چې په هر ټټو او پنجو باندې به يې باور کاوه پنځه زرهي او پنځه رنجر موټر به ور پسې روان وو، په اوږه به يې د ستورو ځای نه وه، د فساد او خیانت مانۍ به يې له کشمیر څخه معلومیږي، د سواد کچه به يې منفي صفر وي، بهرني بانکونه به يې له پیسو ډک وي، پخوانۍ شتمني به يې د یوه خره یو من وربشي وي، تحصیلي اسناد به يې د پیښور د خیبر بازار په ټاپه وي، اوږه به يې له سر څخه پورته وي، اوس وايي چې دوی ملامته نه دي!!!!! په رښتیا چې ډاکټر صاحب اشرف غني ملامته دی!!!!!!! ځکه چې مسؤل کسان يې نااهله، موقع شناس، په څوکۍ او مقام ميین، په فساد ککړ، په تعصب کې غرق، د ژبې او قوم ټیکه داران او د نه منم په ناروغي اخته کسان وو. اوس وايي دوی ملامته نه دي!!!!!!! په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!!! ځکه چې د وزیرانو، والیانو، او ټولو قوماندانانو پر ځای البته ده کار کاوه، او دوی وايي موږ ملامته نه یو!!!!!!!! په رښتیا چې ډاکټر صاحب غني ملامته دی!!!!!!! ځکه چې له کرزي صاحب، ډاکټر صاحب
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.