Skip to main content

Za Pa Nisab Ki. Pukhto Nazam By Adnan Khyali 25 December 2022

 Za Pa Nisab Ki. Pukhto Nazam By Adnan Khyali 25 December 2022


زۀ په نصاب کښې ...!

د "بابائے قوم" خلاف نۀ یمه...

 "شاعر مشرق" را باندې وپېژنه...

دغه "دو قومي نظریه" به وایم...


عرب به لولم مسلمان هم یم..

خو المیه  ترمنځه دا ده صېبه...

زما بچے چې دا ټول ووائي بیا



"بن قاسم"، "ټېپو سلطان" یادوي 

د "ترنګزو بابا جي" نۀ پېژني


په "لیاقت" او "جناح" سر ورکوي

د "باچاخان بابا" غندنه کوي


"بابر"، "اکبر"، "اورنګزېب" ټول پېژني...

خو لۀ "شیرشاه"، "احمد شاه" نۀ وي خبر


"اقبال"، "غالب" او داسې نور را سپړي..

"خوشحال"، "رحمان" په دوړو پټ پاتې کړي


د "سر سید" څوک سیاله نۀ ګڼي خو

د خپل "مخفي بابا" نه نۀ وي خبر


د "رنجیت سنګهـ" مجسمه زغمي او

د "عجب خان" یادګار له سر نړوي


لړۍ اوږده ده،لنډه دا چې

زما بچو ته دغه هم وښایه


خو خپل تاریخ ترې نه هم مۀ تروړه چې

سبا د خپلو خلقو سپکه نۀ کړي

یا خپل خواخوږے، دښمن پېژني بس...

/

عدنان خیالي

۲۵ دسمبر ۲۰۲۱

ــــــــــــــــــــ


نوټ

دا یاد شخصیات په خپل خپل ځاے د ارزښت وړ دي ـ زۀ د چا سپکاوے نۀ کووم ـ نۀ زۀ دا غواړم چې د علمونو سرحدونه دې محدود شي ـ

بحرحال چې زۀ د مسلمان په حېث اسلامي تاریخ لولم، د پاکستاني په حېث مطالعه پاکستان لولم ـ نو زما حق جوړیږي چې د پښتون په حېث زۀ د پښتو او پښتنو نه خبر کړې شم ـ مننه،درنښت

Azad Nazam. Quid E Azam, Allama Iqbal, Bacha Khan, Turangzo Baba Je, Makhfi Baba, Ahmad Shah Baba, Faqir Epi And Other Pashtun Heroes. Pak Study, Islam And Pashtunwali. Pukhtana Attalan.

Comments

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه د...

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu...

Understanding the UAE Visa Ban: Reasons and Implications

پاکستانیوں کے لیے یو اے ای ویزا پابندی کے بارے میں تفصیلی خبر اور وجوہات متحدہ عرب امارات (یو اے ای) نے پاکستانی شہریوں پر ویزا پابندی عائد کر دی ہے، جس کی وجہ ان سرگرمیوں کو قرار دیا گیا ہے جن سے یو اے ای کی ساکھ کو نقصان پہنچا ہے۔ یو اے ای میں موجود پاکستانی سفارتخانے نے تصدیق کی ہے کہ یہ پابندی نافذ العمل ہے اور یہ تمام پاکستانی شہریوں پر لاگو ہوتی ہے، چاہے وہ کسی بھی مقصد کے لیے سفر کر رہے ہوں۔ یو اے ای حکومت نے پابندی پر کوئی سرکاری بیان جاری نہیں کیا، لیکن پاکستانی سفارتخانے کا کہنا ہے کہ یو اے ای حکومت کو درج ذیل سرگرمیوں پر تشویش ہے: یو اے ای حکومت کے خلاف مظاہرے کرنا سوشل میڈیا پر یو اے ای حکومت پر تنقید کرنا مجرمانہ سرگرمیوں میں ملوث ہونا یو اے ای حکومت نے اس بات پر بھی تشویش ظاہر کی ہے کہ ان سرگرمیوں میں ملوث پاکستانی شہریوں کی تعداد دیگر قومیتوں کے مقابلے میں زیادہ ہے۔ پاکستانی سفارتخانے نے پاکستانی شہریوں کو مشورہ دیا ہے کہ وہ یو اے ای کا سفر کرنے سے گریز کریں جب تک کہ ان کے پاس درست ویزا نہ ہو۔ سفارتخانہ یو اے ای حکومت کے ساتھ مل کر اس مسئلے کو حل کرنے اور پابندی ہٹانے کے...