Skip to main content

Vitamin E Benefits for Skin and Hair. Pashto Health Blog

 Pashto Health Blog by Zahidullah Zahid.

Vitamin E Capsule Benefits For Skin Health and Hairs Strength. Pashto Health and Skin Care blog.


بسم الله الرحمن الرحیم 


E پوستکي او وېښتانو ته ویټامين

 کپسول څه ګټې لري؟



اوسمهال ډېری م ښځينه او نارينه د پوستکي او وېښتانو اړوند په ګڼ شمېر بېلابېلو ستونزو لکه؛ د پوستکي وختي زړېدنه، تور داغونه او د ويښتانو له تويېدو څخه کړیږي

ويټامين

 E

 د سر او پوستکي اړوند په ټولو موادو لکه شامپو، تېل، کريم…او نورو کې شته او همدا ويټامين مفيد مغذي مواد او “انټي اوکسيډنټس” لرونکي دي، چې د پوستکي په لا ښايسته او ځليدو کې درسره مرسته کوي


زياتره خلک د ويټامين 

د کپسول سره بلد دي، مګر د دې لپاره چې په خاص ډول ترې ګټه واخلي او له هغې څخه د ښې پايلې ترلاسه کړي او یا یې منظم وکاروي، بلد نه دي.


 E نن درته د ويټامين 

 د کپسول حيرانونکې ګټې درښیم

لومړی ګټه

ويټامين E 

کپسول په ډېره اندازه “انټي اوکسيډنټ” مواد لري چې د پوستکي لپاره ډېرې ګټې او همدا شان پوستکي د لمر له وړانګو څخه ساتي.

نوموړي کپسول د alpha-tocopherol مواد لري چې همدا مواد ډېر قوي انټي اوکسيډنټس دي چې زموږ د مخ لپاره ډېر مهم دي


دوهم: پوستکی ځلانده او ښه ساتنه یې کوي


زيات فشار، کمزوری خوارک، کم خوب… د پوستکي د غير منظم کېدو لومړي علتونه دي. همدا کپسول درسره د پوستکي په ښکلا او روڼوالي ډېره مرسته کوي


درېيم: د مخ ګونځې او خاپونو له منځه وړلو لپاره

څېړنو ثابته کړې ده چې د ويټامين E کپسول د التهاب ضد اغېزه لري چې د پوستکي له منځه تللي جوړښت کې ډېره مرسته کوي



څلورم: د پوستکي د نرم ساتلو لپاره

د مخ لپاره يو شمېر توکي لکه د لمر ضد کریم او سينګار کریمونه… په لوړه کچه ويټامين E او ويټامين C لري چې د پوستکي لپاره ښه اغېزمن او د هر ډول پوستکي لپاره غوره دي. د ويټامين E کپسول په کافي اندازه غوړ او نور روغتیایي ترکیبات لري چې په همدې اساس زموږ پوستکی نوجن/اوبلن ساتي



د مخ لپاره د ويټامين

کپسول د استعمال اغېزمنې لارې

لومړی: له “آلوېرا” سره د ويټامين 

 کپسول ګډ کړئ

د نوموړي کپسول له آلوېرا سره ګډول د پوستکي د نرم او تازه ساتلو لپاره ښه اغېزمن دي. د آلوېرا څخه ترکیب شوي کريم سره دويټامين E کپسول ګډ او پرمخ يې د دوو دقیقو لپاره وموښئ. وروسته يې د سهار لخوا په نرمو اوبو او ځانګړي صابون سره خپل مخ ومينځئ، وروسته بیا د مخ ښکلا او تازه والی ووینئ.


دوهم: د کوپرې له تيلو سره يې ګډول


د کوپرې له تېلو سره يو کپسول

 د ويټامين

 E 

ګډ کړئ، وروسته يې پر مخ او غاړه وموښئ او له بې شمېره ګټو لکه، د داغونو له منځه وړل، د پوستکي ښويه‌ول، د دانو له منځه وړلو… څخه ځانونه برخمن کړئ. همدا راز د کوپرې له تېلو او د ويټامين E د کپسول له ګډولو څخه د وجود لپاره يو ځانګړی لوشن جوړ او په ټول بدن يې وموښئ


درېيم: له شاتو او مستو سره يې ګډ کړئ

شات او مستې دواړه د پوستکي د روغتیا او ښکلا لپاره غوره دي. لږه اندازه مستې د ويټامين E کپسول او يوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ، وروسته يې پر غاړه او مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او بيا يې له پنځلس او شل دقيقو وروسته خپل مخ ومينځئ. دغه کړنه په اوونۍ کې درې ځله تکرار کړئ او غوره پوستکی ولرئ


 Eڅلورم: پر پوستکي د ويټامين

 کپسول نېغ کارول

ځينې خلک پر مخ د ويټامين 

کپسول مستقيمآ کاروي ښه نه ګڼي چې دا خبره هېڅ حقيقت نلري، ځکه چې د ويټامين E کپسول ډېر ضروري مغذي مواد لري چې زموږ د پوستکي لپاره اړين دي. د ويټامين E کپسول په هر ځای او هر درملتون کې په مختلفو رنګونو سره موجود دي

يو دانه د ويټامين  کپسول راوخلئ او سر يې بیاتي کړئ. د کپسوله شته مواد په ورغوي کې توی کړئ او پر مخ د پنځو دقيقو لپاره وموښئ او سهار يې بيا په نرمو اوبو سره خپل ومينځئ او نتيجه يې پخپله وګورئ.


 E د ويښتانو د روغتیا لپاره د ويټامين 

 کپسول کارول

لومړی: د اړتيا وړ مواد

د کوپرې تېل او د ويټامين 

Eکپسول(Evion400mg

کارول يې: په يوه لوښي کې څلور کاشوغې د کوپرې تيل، يو دانه د ويټامين E کپسول څيرې مواد يي د کوپرې له تيلو سره ګډ کړئ او ويښتان پرې ښه غوړ کړئ. نيم ساعت وروسته مو خپل ويښتان ومينځئ

Pashto Times Health Blogs.

Vitamin E Capsule Benefits For Skin Health and Heir Strength. Pashto Health and Skin Care blog. Use of Vitamin E Capsules. What are benefits of Vitamin E in Pashto. Pukhto Sehat articles. Pashto Articles about Vitamin, Skin Care, Beauty Tips and Hair Growth. Amazing Benefits of Vitamin E in Pashto.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso