Ibne E Batoota And His Journey To Afghanistan by Latif Yaad. ابن بطوطه او دده یونلیک ( سفرنامه ) او افغانستان ته دده سفر ونه --------------------------------------- ابن بطوطه چې اصلي نوم یې محمد و د عبدالله زوی د محمد لمسی او د إبراهیم کړوسی دی چې په ۷۰۳سپوږمیز(قمري)درجب دمیاشتې په ۱۴ مه یاد ۱۳۰۴زیږدیز(میلادي) کال دفبروري دمیاشتې په ۲۳ مه نیټه دشمالي افریقې د مراکش دهیواد دطنجې Tangier په ښار کې زیږیدلی دی . دده سفرنامه یا یونلیک په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې دزیات شهرت نه برخمنه ده .ده خپل دغه سفر له نن ورخې نه (۶۹۱)) کلونه وړاندې یعنې په ۱۳۲۵ زیږدیز /میلادي کال کې کله چې ۲۳ کلن و پیل کړ او په ۱۳۵۲زیږیدیز کا ل یې پای ته ورساوه او پوره ۲۹ نهه ویشت نیم کلونه وخت یې ونیوه او ده په خپل سفر کې ۴۴ هیوادونه ولیدل او ۱۱۷،۵۰۰ کیلومتره لار یې په پلي ، خرو ، کچرو ، اوښانو، اسونواو کښتیو سره ووهله او په پای کې یې خپله مشهوره سفرنامه په عربي ژبه ولیکله چې ( تُحفَة اَلنُظار فی غَرائِب اَلأمَصار وعَجائِب اَلأسَفار) نومیږي چې دابن بطوطه په سفرنامې یا یو نلیک سره شهرت لري چې عربان ورته رحله ابن بطوط
Pashto Times is your go-to destination for all things Pashto language, culture, and literature. From language learning resources to cultural insights, our blog offers a wealth of information for anyone interested in Pashto. Stay up-to-date with the latest news and trends, and deepen your understanding of this fascinating language and culture.