Skip to main content

Prim Nagar Village At Khost Afghanistan. A village Of Hindus And Sikhs

 Prim Nagar Village At Khost Afghanistan. 


دخوست په ولایت کې دپریم نګر کلی

-----------------------------------

پریم نګر دافغانستان دخوست ولایت مرکز ته نږدې زموږ  د دهندوانو او سیکهانوهیوادوالو یوکلی دی . پریم په هندي ژبې مینې او محبت ته وایی او نګرهم ښارته وایی یعنې دمینې او محبت ښار. .ددغو هندوانو او سیکهانو څه دپاسه اویا ( ۷۰) کورنۍ له کلونو کلونو راهیسې په دغه کلي کې اوسیدل او دخوست دخلکو سره یې ډیرې خوږې او دمینې نه ډکې اړیکې درلودلې . دغه هندوا نو او سیکهانوهیوا دوالو پښتو ویله او ټول دودونه او عنعنات یې دخوست دخلکو په شان وو. دوی په خوست کې ځمکې درلو دلې ، خو زیاتره یې دخوست په ښار کې په دوکاندارۍ بوخت ول. کله چې په هیواد کې حالات خراب شول نو دخوست دهندوانو یو شمیر کابل ته لاړل ، خو ځینې یې هم لا په خوست کې پاتې شول 


کله چې په ۱۹۹۲ زیږدیز کال ټو پکمار دخوست پر سیمې مسلط شول دخپلې سیمې دلږه کیو هندوانو او سیکهانو سره یې ناوړه چلند وکړ . دوی یې وځورول او ددوی شتنمۍ ، ځمکې او دوکانونه یې په زور او حبر سره ونیول او ترې غصب یې کړل . تر هغه وروسته دخوست هندوان مجبورشول خوست یې پریښود او ډیر شمیریې هند ته لاړل


زما ښه په یاددي چې دخوست دغه هندوان او سیکهان دهند پلازميینې ( پایتخت ) ډیلي ته څېرمه دهریانا دایالت په فریدآبادنومې سیمه کې اوسیدل او اوس هم زیاتره په فرید آباد کې اوسي ، خو یو شمیر یې دډیلي په ویکاس پوري او تیلک نګرپه سیمو کې هم ژوند کوي 


زه څو کاله دمخه په فرید آباد کې دخوست دهندوانو یوه واده ته لاړم . ډیر پر تمین واده و چې تر دوه زرو تنو پورې خلکو پکې ګډون کړی و.دوی دغه واده ته دخوست مشهور هنرمند او سندرغاړی ارواښاد خیر محمد خندان رابللی و.دخوست هندوانو په دغه واده کې داسې خوندور پښتني اټڼونه وکړل او دومره ښایسته پښتو سندرې یې وویلې چې زه ورته حیران پاتې شوم. دخوست دغه هندوان اوس هم پښتني جامې اغوندي اوټول په پښتو ژبه خبرې کوي 


زموږ دغه هندوان هیوادوال وایی که په خوست کې زموږ مینې او جابدادونه او شتمنۍ بیرته موږ ته راکړل شي نو موږ بیرته خپل خواږه هیواد افغانستان ته ستنیږو، خکه افغانستان مو دپلرونو او نیکونو هیواد دی او هما غلته زیږیدلي او ستر شوي یواو ورسره مینه لرو


دافغانستان دولت او په تیره بیا دخوست لوړپوړي چارواکي بایدخپلو دغو خوستوالو هیوادوالوهندوانو او سیکها نو ته ددې زمینې برابرې کړي چې دوی خپل جایدادونه او شتمنۍبیر ته ترلاسه کړي او بیرته خپل خواږه هیواد افغانستا ن ته راستانه شي 


په لاندینی انځور کې تاسو دخوست دهندو انو دپریم نګر کلی او ددوی دماشومانو پخوانی ښوونځي ( سکول ) لیدلی شئ !

( یاد )



Latif Yaad

Prim Nagar of Khoost Afghanistan. A Town of Love in Khost Afghanistan where once Hindu and Sikh community lived. Prim means love and nagar means city, Town or village. Hence Prim Nagar meaning city of love, Town of Love or Village of Love.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso