Skip to main content

Dreka Tribes Or Rika Tribes Living In Lahori Gate Kabul Afghanistan.

 Dreka Tribes Or Rika Tribes Living In Lahori Gate Kabul Afghanistan.


دریکا یا(رکا)دقوم په اړه لنډ معلومات

----------------------------------

Dreeka People Of Kabul Afghanistan.

دکابل په زاړه  ښار دلاهورۍ دروازې ترڅنګ یوه محله یا کوڅه شته چې دریکا خانې یارکا خانې په نامه یادیږي اودریکا دقوم خلک پکې استوګنه لري 


دریکا دقوم په اړه مې چې کومه څیړنه وکړه دې پایلې ته ورسیدلم  چې دوی دکردانو دقوم یوه څانګه ده چې دفارس یا اوسني ایران په شمال کې او یوه موده هم دبجنورد دسیند پر غاړې اوسیدل او یو شمیر خلکو یې په هغه وخت کې چې ایرانی نا دشاه افشار پر ایران واکمن و او هم دصفوي واکمنانو دمذهبي ظلمونو په وجه افغانستان ته راغلل ،ځکه دوی سني مذهبه ول اودصفوي متعصبه شیعه مذهبه واکمنانو له خوا ځوریدل.ددغو کردانو یوه بله څانګه هم وه چې موکرای نومیدله چې دهغو یوشمیر هم له ریکا قوم سره یوځای  کابل ته راغلل


ویل کیږي چې ددې قوم شمیر په پیل کې (۸۰۰۰) تنه واو ددوی مشر سر فرازخان ریکا باشي نومید اودکابل په ختیزه برخه کې دسرفرازخان په نامه یوه کلا هم وه چې  دده له نامه له کبله دسرفرازخان دکلا په نامه یا دیدله



دافغانستان تاریخپوه ارواښادغزیزالدین وکیلي پو پلزی په خپل کتاب ( فر هنګ کابل باستان) کې هم  افغانستان ته د ریکا قوم راتګ پورتني عوامل بولي چې ما تر دې دمخه ترې یادونه وکړه


ارواښاد استاد پوپلزی دا هم زیاتوي چې: دراني امپراتورۍ دریکا دقوم دغه خلک  دلویدیز افغانستان نه دافغانستان پلازمیینې کابل ته راولیږدول او  په پوځ اونظامي برخه کې یې  دوی وګومارل اودوی ته دا اجاز ه هم ورکړل شوه چې خپل کورونه او باغونه  جوړ کړي اوځمکي ولري .پو پلزي دریکا دقوم په اړه زیاتوي : کله چې درانی احمد شاه بابا  په ۱۱۶۱ هجري کال دهند او پنجاب له سفره کابل ته ستون شو او دلاهورۍ پر دروازې یې نوم کیښود نو یوه محله یې دریکا قوم داستوګنې لپاره جوړه کړه.

 ایراني تاریخپوه سیدمهدي فرخ په خپل کتاب (تاریخ سیا سي افغانستان ) کې لیکي

چې :

د ریکا قوم له ایرانه افغانستان ته رالیږدیدلي دي اوپه کابل کې دلاهورۍ په دروازه کې دریکا خانې په کوڅه کې میشته شوي دي .

 ارواښاد عثماني  په خپل کتاب (کوچه‌ها و گذرهای تاریخی کابل )کې لیکلی 

دي  : 

چې دریکا قوم خلک هغه وخت چې نادرشاه افشار دفارس دپوځ سره پرهند  برید کاوه نو دخپل  پوځ یوه ډله یې  چې ریکا نومیده همدلته مېشته کړه نو ځکه دغه ځای دریکا خانې په نامه سره یادیږي .پخوا به دوی په کردي زبه غږیدل خو اوس دوی په دري ژبه خبرې کوي . دریکا دقوم خلک اوس په کابل کې ځانته دانسجام یوه شورا هم لري . باید وویل شي چې دافغانستان نامتو لیکوال او دکابل پو هنتون پخوانی مشر او بیا دافغانستان دعلومو اکاډیمي علمي غړي ارواښاد  اکادمیسین پوهاند  عبد ا لاحمد جاوید هم همد ې درکا قوم ته منسوب و.

 داو دریکا ( رکا ) دقوم په اړوند لنډ معلومات چې ګرانو لوستونکو ته وړاندې شول.

--------------------------------------------------

ما خذونه :

۱- حیات افغاني ، دپیښور چاپ ،۴۸۱ مخ. 

۲-فرهنگ کابل باستان ۲۰۷ مخ ، دارواښاد عریرالدین وکیلي پوپلزي لیکنه.

۳- تاریخ سیاسی افغانستان  ۸۲ مخ ،د سید مهدی فرخ تالیف.

۴-کوچه‌ها و گذرهای تاریخی کابل،دارواښاد عثماني تالیف .

تاسوپه لاندیني انځور کې دریکاخانې پخوانۍ کوڅه لیدلی شئ!




Dreka Tribes Or Rika Tribes Living In Lahori Gate Kabul Afghanistan.. Reeka People Of Lahore Gate Kabul Afghanistan. Research Work By Latif Yaad. Pukhtana Da Tarikh Pa Ranra Ki. Dreka Sook De. Turk Tribes In Kabul. Da Kabul Tarekh da Kabul Qamona Aw Qabele.

Pashto Times Pashto History Blogs.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso