Skip to main content

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire


(د يو خر خط زما په نوم)


نګار صېب سلامونه او نېکې هېلې! 


ړومبے خو يو دا سپيناوے پکار دے چې په دې دومره خلکو کښې زه تاته ولې خط ليکم؟ نو د هغې وجه دا ده چې ستا زياتره ملګري (د خط په بل مخ ئې نامې هم ليک دي) زمونږ په شان خويونه لري او ته ورسره ښه ګوزاره کوې، دا دې په مونږ احسان دے. دويم سوال دا پېدا کېږي چې يو خر خط څنګ ليکلے شي نو صېبه تاسو هسې خپلو ډګريانو ته غره نه شئ، د فطرت  نه هر څوک ذده کړه کوي خو ستاسو سره ژبه ده نو ځکه کله ځان ته اشرف المخلوقات او کله د کائناتو محور وايي. ګنې تاسو خو د حد درجې کم عقل ئې، چې څوک مو لوټ کړي نو هم هغو ته هارونه اچوئ، دروازې ورته جوړوئ، په صوفو ئې کينوئ او د زنده اباد نعرې ورته وهئ. ويره مو دومره ده چې هر يو په فېس بک ليکلي ئې " ميجر فلانہ کے ساتھ خوش گوار موڈ میں" نو دا اوس چيشے شو. مونږ نه د چا د زنده باد مرده باد چغې وهو او نه ستاسو هومره وېريږو. که څوک مو برناحقه ډېر تنګ کړي نو د لتې "وسله " پکښې هم کاروؤ.


 کم عقلي او ويره خو پريږده خپلې بې صبرۍ ته وګورئ ‌چې په تاسو کښی د کوم يو ښځه مړه شي نو د يتيمانو بچو لا اوښکې نه وي وچې او تاسو د بلې ښځې پس پسکې شروع کړئ‌ او چې په نکاح مو زر لاس بر نه شي نو زمونږ په "زنانوؤ" جنسي تېري کوئ او د انسانيت ټپې ورته هم زمزمه کوئ.

ګوره نګار صېب حقه خبره به کوؤ ، ستاسو په کتابونو کښې ليک دي چې غيبت کول د خپل مړ ورور غوښې خوړل دي او تاسو ئې خورئ، سود د الله تعالی سره جنګ دے، تاسو دغه جنګ له ښه زور ورکړې او بيا هم د جماعت نه راروان ئې وئ او په شنو ګيرو کښې ږمنځې وهئ. مونږ نه خپل ورور غيبت کوؤ، نه ئې حق خورو او نه مو د خپل خالق سره د جنګ سوچ هم چرته کړے دے


چې خفه نه شئ خو لږ مو په خپل شعور دويم نظر وکړئ، زمرے چې مو ماتوي نو تاسو ته ګران دے او خر مو چې خدمت کوي نو تاسو پورې ټوقې کوئ. ګر چې زمونږ خوراک تش په نوم دے، د خصي کولو په نوم مو د فطرت د راکړي حق نه هم محرومه کړئ خو مونږ بيا هم تاسو ته تيار تابعدار ولاړ يو. 

نو صېبه غرض مې دا کولو چې زمونږ په حواله نور ددې سپکو سپورو نه واوړئ، زمونږ د خدماتو اعتراف وکړئ. لږ په خپل دوست او دښمن کښې توپير وکړئ. دا کومه  وېره او  غلامانه ذهنيت چې ستاسو د نفسياتو برخه جوړه شوې او د هر تش په نوم  مشر مريدي مو پېل کړې، ددې نه قلار شئ ، خپل اتل او درغل وپېژنئ او په حقيقي معنو کښې د اشرف المخلوقات په شان ژوند تېر کړئ. 

ستاسو تابعدار خر 

خرو محله، تحصيل وضلع خر اباد 

نېټه: ۶ جنوري ۲۰۲۲

Anwar Negaar Utmankhel. 

Donkey Letter To Me. A Letter From Donkey. Pashto Letter. Pashto Satire. Pashto Times, Pashto Letter, Pashto Khat, Pukhto Khatona, Info


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso