Skip to main content

Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto.

 Kidney Stone. Kidney Stone Explained In Pashto. 

By Dr. Didar Yousafzai

د_ګردو_کاڼي


د ګردو يا پختورګو د ګيټو متعلق اکثر د خلکو دا سوچ وي - چې ګنې زمونږ د څښلو پۀ اوبو کښې نرۍ شږه وي - هغه پۀ ګردو کښې جمع‌ شي او ګيټۍ يا کاڼي ترې جوړ شي - داسې نۀ ده - د چا د څښلو پۀ اوبو کښې کۀ نرۍ شږه وي هم نو هغه کېلشيم کاربونېټ يا سيليکېټ شي - او هغه د معدې پۀ لار نېغ پۀ نېغه پۀ ډکو متيازو کښې بهر اوځي 


د ګردو کاڼي پۀ ګردو کښې جوړيږي - ګرده چې تشې متيازې جوړوي - پۀ دې کښې بلها فاضل مادې وي - چې د وجود نه ئې اوباسي - کله چې پۀ متيازو کښې د اوبو مقدار کم وي نو متيازې ټينګې شي او دغه فاضل مادې پۀ يو بل پورې ونخښلي - او بيا ورو رور دومره غټې شي چې د ګردې نري رګونه ئې نشي فلټر کولے - (عموماً پۀ ورځ کښې دولس ګلاسه اوبۀ څښل پکار وي - چې متيازې د تېزابي اثر لاندې نۀ راځي - او دغه مادې پۀ يو بل پورې نۀ نخښلي - 

 

د ګردو کاڼي عموماً درې قسمه وي - کېشليم اکزيلېټ ، کېلشيم فاسفېټ او د يوريک اېسډ کاڼي - خو د ټولو نه زيات تقريباً ۷۰ فيصدي دا اولنے قسم وي - د کېلشيم خوراک د وجود له پاره ډېر مهم دے - مونږ چې کوم پۍ ، غوښه يا اګۍ وغېره استعمالوو پۀ دې ټولو کښې کېلشيم وي - عموماً وجود دا کېلشيم پۀ خپل استعمال کښې راولي - او زياتي کېلشيم د ګردو پۀ ذريعه پۀ  تشو متيازو کښې خارجيږي - خو چې کله متيازې ټينګې وي - نو دا کېلشيم سره د نورو فاضل مادو پۀ ګرده کښې جمع کېدل شورو شي - او کله چې ورسره د متيازو د ټينګوالي پۀ وجه اکزيلېټ يو ځائے شي - نو د دې نه کلکه ګټه جوړه کړي - 


اکزېليټ تقريباً پۀ ټولو شنو سبزيانو او ټماټرو کښې وي - له دې وجې د ګردو پۀ کاڼو کښې ډاکټران د سبزيانو ممانعت کوي - د ګردو کاڼي عموماً درد نۀ کوي - خو کله چې دا د خپل ځائے نه اوخوځي او د ګردې پائپ ته را روانې شي - او يا د تشو متيازو پائپ کښې د راوتو له پاره حرکت کوي - نو ډېر درد کوي او اکثر ورسره پۀ تشو متيازو کښې وينه هم راځي - د اکزيلېټ کاڼي اکثر ښکره ور وي - نو د دې درد ډېر سېوا وي - تشخيص ئې د وينې پۀ ټېسټ ، الټراساونډ يا سي ټي سکېن کيږي - او علاج ئې پۀ اوبو څښلو ، دوايانو ، د کاڼي ماتولو يا د اپرېشن پۀ ذريعه کيږي -


ډاکټر ديدار يوسفزے



Calcium Stone In Kidney. Calcium Oxilate. What Is Kidney Stone?. How Kidney Stone Creates Pain? Why Kidney Stones Are Paining. How To Treat Kidney Stone. Pashto Health Blog about Kidney Stones.

Pashto Times Pashto Health Blogs about Kidney Stones.


Sponsored Links.

Best Hair Growth Multi Vitamins Supplement In Islamabad.

Best Hair Growth Multi Vitamins Supplement In Peshawar.

Best Hair Growth Multi Vitamins Supplement In Mingora Swat




Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso