Skip to main content

Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai.

 Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai.



#_د_تريخي_کاڼي


تريخے د انسان ښۍ طرف ته د اخري پختو نه لاندې د يوې نسکورې ناشپاتۍ پۀ شان د ډنډر نه ځانګي - د تريخي کار دا وي - چې اينه liver کومه مایع خارجوي - هغه پۀ تريخي کښې جمع کيږي - او بيا د خوراک د هضمولو له پاره ترې لږه لږه د کولمو اولې برخې ته ليږي - کله چې اينه ډېر کوليسټرول خارجوي يا د وينې يوه ماده‌ بليروبين زيات خارجوي - نو تريخي ته راتلونکي دغه مايع نوره هم ټينګه شي - او د وړو شږو يا د ګټو شکل اختيار کړي - د خپل روټين خوراک پاتې کول ، يو دم ډېر وزن کمول ، پۀ خوارک کښې فائبر کمول يا د وزن زياتوالے د دې کاڼو د جوړېدو سبب کېدې شي - 


د ځينو خلکو تريخے د کاڼو ډک وي - خو درد نه کوي او څۀ تکليف ترې نۀ وي - او ځينې وخت يوه ګيټۍ هم انسان د ډېر تکليف سره مخ کړي - د هغې وجه د کاڼي ځائے دے - تر څو چې ګټۍ پۀ دې ډنډر کښې نۀ وي نخښتي - نو درد يا ،تبه يا نور تکليف نۀ محسوسيږي - ځينې وخت پۀ خلکو د وقفې وقفې سره درد ځي او راځي - دا وقفه د ګنټو نه راواخله تر مياشتو پورې هم کېدے شي - د هغې وجه هم دا وي - چې دغه ګيټۍ د وجود د پوزيشن بدلېدو سره اکثر حرکت کوي او د هغې ډنډر نه د ناشپاتۍ هغې کڅوړې ته ولويږي - د دې ښۀ پته پۀ الټراساونډ کښې لګي - 


د دې خبرې ضرور خيال ساتئ - چې د نېغ سملاستو نه علاوه ستاسو الټراساونډ پۀ ګس لاس ملاستې او پۀ ولاړې هم اوشي - ځکه چې پۀ تريخي کښې موجوده دغه مايع ډېره خوئينه وي - او ګټۍ پۀ اسانه د ډنډر نه د تريخې کڅوړۍ ته لوېږولے شي - چې پۀ نتېجه کښې ئې درد ختم شي -  کۀ ستاسو تريخے د کاڼو نه ډک وي - خو چې درد نۀ کوي نو د اپرېشن يا د وېرې هېڅ ضرورت نشته - خو کۀ درد مسلسل وي - او ګټۍ د يوې هفتې د وقفې الټراساونډ نه پس هم پۀ دغه ډنډر کښې نخښتي وي - نو د دې مطلب دا وي - چې دغه ګټۍ پۀ ډنډر کښې پېوست شوې ده - او ناممکنه ده چې ځائے بدل کړي  - 


د درد د ګولو يا ستنو سره کۀ ارام نۀ درځي نو پکار ده چې اپرېشن ئې اوشي - د اللله نظام دے چې بنده له وي آي پي پروټوکال ورکوي - د تريخي مثال د سټپني دے - کۀ لرې هم شي نو د هاضمې نظام ډېر نه متاثره کيږي او ژوند ښۀ برابر تيريږي - نو تاسو به د خپل پروردګار د کومو کومو نعمتونو نه انکار کوئ - 


ډاکټر ديدار يوسفزے



Gallstone. Stone In Liver Explained In Pashto by Dr. Deedar Yousafzai. Pashto Times. Pukhto Sehat. Pashto Health Info. Sehat. Da Gurdo Kanri. Pashto Doctor. Health In Pashto. 

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso