Skip to main content

Posts

Showing posts with the label Lyrics Of Ghani Khan Songs

Translation of Ghani Khan Nazam Bahana In English. English Translation of Ghani Khan

Translation Of Ghani Khan Nazam Bahana. نظم.   :  بهانه  شاعر.  : عبدالغني خان ترجمه : انجينئر شمشاد خان کتاب  : لټون    چې يې عمر په صحرا وي، له خزانه ګيله نه که دومره وسومه غمونو، چې اوس سوى مې سينه نه که تا وې ما له ډالۍ راکړه، ما غريب سره څه وينې چونګ ازغي مې دي ټول کړي، په دې لارې ستا په ځمکه زما اوښکې شګو وڅښې،ګل لاله ترې زرغون نه شو په ما يې دا هم پېرزو نه شو بيا له خواره نه ګيله که زه په څه ستا مدار وکړم په څه ستا سترګې رڼې کړم زه ولاړ کچکول په لاس کې پکې بوي زړې اوبه که چې ځواني يې ورژيږي، او د زړه غوټۍ شي مړاوې د تاتار کوه قاف حورې، به څوک څه که او څوک څه که لېوني ورو ورو ورکيږي، ځان په خپلو ګوتو وژني ستا فراق عشق يې بهانه کړم، او هر څه کا اوس هر څه کا Poetry: Ghani khan. Translation: Engr Shamshad Khan. Those whose living has been in a desert, they never complain the autumn, so many grief burnt me, see my chest has now no feeling for causticity. you asked me to give you a gift, what you see with me the so poor, i have collected a handful of thorns here on the land of your

Tapos Ka Jawab. Lyrics Of Ghani Khan Nazam. Tapos

 Waya Waya Mula Jana. Ghani Khan Baba Poetry Lyrics. نظم      :  تپوس کۀ جواب 🎭🔥 شاعر     :  غني خان بابا غږ        :  همايون خان  Singer. Hamayoun Khan وایا وایا ملا جانه ژوند تپوس دي که جواب ژوند وصال دي که جنون دي که ارام که اضطراب ژوند امام دي که ګلفام که ممبر وي که محراب که یو مست غوندي جهان کښ رنګین خوب دي دا سراب که لمحه دا نور ګټل دی دا دي تور تاریک جهانه ژوند تپوس دي که جواب دي  وایا وایا ملا جانه ژوند فرغون دي او غرور دي  که جنون دي او سرور دي دا نمرود دا زرو تخت دي  که رنګین مرګ دا منصور دي دا حسین مسکي مسکي دي که یذید مست په غرور دي دا بهار دي که ګلاب دي لږ پټ شوي دا خزانه  ژوند تپوس دي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو مست دا میو جام دي که یو مات دا غم کچکول لیوني مخ دا خیام دي که اوښيار مخ دا بهلول یو رنګین باغ دا ګلونو که دا اور دا ازغو شپول که یو تیښته یو فرار دي تښتیدل دی له خپل ځانه ژوند تپوس وي که جواب دي وایا وایا ملا جانه ژوند یو خیشت دي چه خوریږی که جمال چه خاوري کیږی دا ساز خپل مرګ ته کړی ساندي که یو اور دي چه بلیږی دا دي تلو مقام دمه شته که دا سا نه سا تښت

Badshahi Da Jehan Sa Kre. Ghani Khan Badshahi Lyrics

 Lyrics Of Ghani Baba Songs. Complete Nazam Badshahi da Jehan Sa Kray. Poem : Badshahi Da Jahan Sa Kree  Poet : Ghani Khan Baba  Vocalist : Abdullah ❤ ‏بادشاہی د جهان څه کړې ځان له ولي زياتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زيات کړې څه به کم 🥀 شاعري    :    غني خان باچا  بادشاهي د جهان څه کړې ځان له ولې زیاتوې غم د انصاف تلل مشکل دي څه به زیات کړې څه به کم داسې تخت به څه کړې چې پرې شپه او ورځې ژاړې خپل غمونه دې لا لږ دي د جهان غمونه غواړې د ټټوانو په ګله کې غټ ټټو مخکې روان وي لوى باچا د ځناورو د هماو لوى حیوان وي دا دنیا د سپي لکۍ ده نه نېغېږي نۀ سمېږي په وجود توره پیشو ده چې يې وینځې لا تورېږي بادشاهي هله جوړېږي چې نیم لګي شي نیم مړه کړي چې یو کس د بل په غوښو د خپل کور کوتري ماړه کړي د دې ژونده څۀ مطلب شو چې یا مرې یا به بل وژنې دا مېوه ګلاب د څۀ شو باغ ساتې او بلبل وژنې ربه ما له که دې راکړه بادشاهي د کل جهان زه به يې وغورځوم له کوره لکه سوټې په ډېران دا یو دوه ګړۍ ژوندون زه په جګړو نه شم تېرولى د دې ظلم په کټوۍ دې ربه بل کېږده برغولى ما له راکړه څو ګلونه یو نیازبین شانتې جانان یو وړو

Wali? Walay? Nazam By Ghani Khan Baba

 Lyrics of Wali ( Why) Pashto Nazam Poetry Poem. Abdul Ghani Khan Baba. Singer Sardar Ali Takkar. خـــدایا عقل چی وو زړه دی ولي راکــــړو. 🧡 په یو ملـــک کښي دوه خودسره بادشـــاهان  بادشاهی او فقیری دي ولي یو کړه 💙 ده ژوندون په هره ساه کښي مرګ پنهان  ولي غم لکه آسمان په جهان خور دے .. خدایا ولي خوشحالی دي کړه نایابه .. ولي جوړ دي کړو ننګی ده ګُل ده پاڼو ..  خدایا ولي نشه بیاﺉ له شرابه  ولي ښاٸست او رنګ دي دواړه خور او رور کړو .. ولي ولي دي جهان کړو ډک په رنګ .. ولي کوڼ دي زه پیدا په جهان نه کړم .. خدایا ولي دی آواز پوست کړو ده چنګ .. ولي ماته دي عطا کړو فکر و خیال .. ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه .. خدایا ولي دي ځوانی هر چا له ورکړه .. خدایا ولي دي پیدا کړل اُمیدونه.. ولي جوړ دي ده یار سترګو کښي جنت کړو.. ولي تریخ دي کړو بیلتون او خوږ وِصال .. خدایا ولي دي سپوږمۍ له رڼا ورکړه .. چی زنګۍ مي ده مستۍ په مهین ټال .. ولي جوړ دي کړو ازغی ده ګُل په خوا کښي .. ولي زړه مي پاک خو جسم مي ناولے .. ولي ماله دي ده ”ولی“ طاقت راکړو .. خدایا ولي ، خدایا ولي ، خدایا ولي .. غني خان بابا Pashto Times, Gha

Ta Da Noor Samandarona by Ghani Baba. Lyrics

 Ta Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz ته د نور سمندرونه، زه د خاوري یو زره ته    د    نور   سمندرونه زه    د    خاوری    یو    ذره دا    زما    او    ستا به څنګه شي    دوستي    او   یارانه توره شپه کې تش صحرا   کی زه    جانان      جانان   کومه نه    دلبر   نه   یې  خبر شته نه     قدم      نه    نشانه ډېر    پیران    مې     ټنګولې مذهبونه    لټولې چېرته    ټکې   رڼا   نشته بس   قيصو    پسې   قيصه   ده موټې خاورې  نه   جوړ   شوی موټې   خاورې   به   جوړېږم زه   دې   ولې   جوړولم؟ څه   حاجت   وو   د  دې ساه؟ یا  مې  سم   د  زړګي   یار کړه زه   به   ځان   درنه   قربان   کړم یا دې  ټکې   تش   ژوندون   له دې   بل   خر   ولټوه.... شاعر: غني خان❤️ غږ : فضا  فياض💓 Pashto Times, Pashto Lyrics Blogs. Ghani Khan Nazam by Fizza Fayyaz.  Da Noor Samandarona, Za Da Khawri Yow Zara by Ghani Khan Baba. Learn Pashto Reading by Reading Pashto Songs lyrics and Writings. Sufi Lyrics By Ghani Khan Baba Singer. Fizza Fayyaz

Marg By Ghani Khan baba. Pashto Nazam Lyrics

 What Is Death by Ghani Khan? Marg Nazam Poet. Ghani Khan Baba Singer. Sardar Ali Takkar Type. Nazam and Sufi Pashto Lyrics مرګ لويه نيکى وه چا تا اوکړه د انسان سره مرګ ستا کورله يوړو ګنى وو به تل د ځان سره مرګ هغه نيټه چى جانان کيښوه د جانان سره مرګ پټه نکاح ده د مکان د لا مکان سره مرګ کښى د ژوندون د درياب پټه کناره ده مرګ مجبوره ځانله د خپل حُسن ننداره ده مرګ بس يو ګواه ﺯما د ژوند ستا د جلال اې عجيبه خانه د تيارې او د هلال #عنى_خان Pashto Times, Poetry Blog. Pashto Sufi Lines, What Is Death by Ghani Khan? Marg Nazam Poet. Ghani Khan Baba Singer. Sardar Ali Takkar Type. Nazam and Pashto Sufi Lines.

Ma pa Ta Pase da Speene Jame Rang kray. Rahman Baba Lyric

 Pashto Ghazal. Ma Pa Taa Pase Da Speeni Jami Rang Kri. Poet. Abdur Rahman Baba ما په تا پسې دا سپینې جامې رنګ کړې ته لا بیا په ما ګمان دَ نام و ننګ کړې  هیڅ اثر دِ په سنګین خاطر و نه شه  که هر څو مې مُصلې درپسې لنګ کړې  دلسوزی به دِ په   نور  وګړی څه شی  چه له ما غوندې مخلصه سره جنګ کړې ته په عشق کښے ما هاله دروغژن بوله  که یو بل هم هسې ما غوندے ملنګ کړې  دا نارې سُورې غمازې دی په عشق کښې  ګڼه ما به دَ بلبل په څیر اهنګ کړې عاشقی و معشوقې ته سپینه لار ده  ته و ما و ته دا سپینه لار ګړنګ کړې چه یو دم مې  له نظره   پناه کیږې  دا جهان لکه لحد راباندې  تنګ کړې  په ښه خوئ سره دَ خلقو افسانه ئې  خدائے زما له کم بختیه په زړۀ سنګ کړې  دا دِ څوک دَ څنګه ناست دے نه پوهیږم  چه خبرې له رحمان سره په جنګ کړې  ملنگ عبدالرحمن بابا Abdur Rahman baba, Hazar Khwani Peshawar. Sufi Lyrics in Pashto by Rahman Baba. Ghazal

Ghani Khan Baba Short Nazam. Da Jwand

 Pashto Poem. Da Jwandoon Poem Ghani Khan Baba Book. Da Ghani Latoon. Lyrics In Pashto ژوندون دا ژوندون دے دوه ورځي خلاص به شي او تیر به شي دا غني به خاوري شی ورک به شی او هیر به شي دا شونډي تودي خوګي دا د غم صنم قیصي دا کاروان روان روان ځي په مخه تیر به شي غني خان بابا شاعري Pashto Times Pashto Poetry Blogs. Pashto Poem. Da Jwandoon Poem Ghani Khan Baba Book. Da Ghani Latoon. Lyrics In Pashto

Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. Ghani Khan Ghazal Pukhto

 Lyrics Of Ghani Khan Poetry. Poem. Che Masti V aw Zwani V Aw Dak Jaam. Der Gulona, Lag Yaran aw Rangeen Ghondi makham. Singer Sardar Ali Takkar Lyrics Of Ghani Khan Nazam " Masti". Pashto Poetry of Ghani Khan Baba. Lyrics Of Che Masti V Aw Zwani V Aw Dak Jam. چې مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډېر ګلونه لږ ياران او غمګین غوندې ماښام عشق څه اور وي او څه نور وي زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به زه ور ځار کړم جنتونه ستا تمام  چې زه ټول عمر ځلمى يم ځلميتوب به يو عذاب وي ځکه اوس را باندې ګران دى چې يې خېشت شي زر تمام تل سپوږمۍ د څوارلسمې بل جانان د شپاړسمې تل ځواني سيند د شرابو دا دوزخ دى که انعام دې دنیا پسې به ژاړم دا تياره هلال به غواړم هره ورځ به يادوومه نرۍ لړه د ماښام تنګ د حورو وفادارو بې وفا جانان به غواړم ستا آدم په ذات ښکارې دى د ښکار خوند کوي هر ګام د مستۍ د سيند په غاړه ثوابي روژې به نيسم اسوېلي به کوم يادوم به د ساقي نيمګړى جام هر يو شى چې ابدي شي يو افت شي يو عذاب شي بس يو تا سره مزه کا د ازل ابد دوامه بنده نوې رنګ محل کې نوى نوى جانان غواړي بيابان کې سره

Cha pa Fareeb Okhwara, Cha Pa Dooko Okhwara

 Pashto Lyrics Of Pashto Ghazal. Singer. Fayyaz Khan Kheshgi.   پښتو غزل. چا په فریب اوخوړه، چا په دوکو وخوړه چا په فریب وخوړه، چا په دوکو وخوړه چې حیا نه پیژني دنیا هغوي وخوړه چا د وروئ په نامه پردي کورونه لوټ کړل چا د یارئ په نامه پردي مالونه لوټ کړل چا په چل ول وخوړه چا په نخرو وخوړه چې حیا نه پیژني دنیا هغوي وخوړه چا د پیسو لپاره خپل غیرتونه خرڅ کړل دې ځینو ځینو پکې خپل ایمانونه خرڅ کړل چا په شملو وخوړه چا په پټکو وخوړه چې حیا نه پیژني دنیا هغوي وخوړه Pashto Times Lyrics Blogs. Pashto Lines Singer. Fayyaz Khan Kheshgi. Poet. Not Known to me. Plz Comment if You?  Pashto Songs Lyrics. Ghazal By Fayaz Khan Kheshki.

Na me yar Shta na Na Oshi. Ghani Khan Baba Nazam

 Pashto Poem.  Na mi yar shta na ba washi  Osani Yaran di Khwashi by Ghani Khan Baba. نه مې یار شته، نه به وشي اوسني یاران دې خوشي چې حاجت ئې درته وينه ستا به پلار نیکه هم ښه شې کار چي خلاص شي داسي تختي ده لینــــــــــــــــــدي نه لکه غشي چي یارې په شلتالو شي دا یاري به، یارې څه شي نن خو دومره یاران ډیر شو لکه سیند کښي هشي بشي سخا بادام دې وائي نخلي یو به ډک وي سل به تش ئي په فائده دي ظاهر خاندي خو پکښي اوبه، اوبه شي ته په دغه لاره مه ځه غني دا به درله ښه شي Ghani Khan Baba Pashto Kalam. Lyrics Of Ghani Khan Nazam. Pashto Poetry 2022.

Za Pa Di Pa Haghe Na Yum Che Masjid Ka booth Khana da. Lyrics

Za Pa Di Pa Haghe Na Yum Che Masjid Ka booth Khana da.  Che Janan Paki Osege Hum Hagha Zama Kaaba Da.  زه پدې په هغې نه یم که مسجد که بتخانه ده چې جانان پکې اوسیږي همغه زما کعبه ده د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي بند کړئ لوی مذهب انسانیت دی محبت لویه سجده ده چې په اور راته مخ تور کړي بیا مې ټیټې سترګې بیایې زه په هغه جنت څه کړم چې دوزخ یې دروازه ده شیخ چې دیرش روژي پوره کړې نو په ږیره یې لاس راښکو دې ته نه ګوري د وږو چم کې هره ورځ روژه ده "اروا ښاد زرین پریشان Da Mazhab bunyad Parasto Da Insan Khoon Rezi band Krai. Loyee Mazhab Insaniat Day Muhabat Loya Sajda da.  Pashto Ghazal Lyrics of Za pa Di Pa Haghe Na yum Che Masjid Ka Bothkhana da. Pashto ghazal By Zareen Pareshan. Vocalist Fayyaz Khan Kheshgi

A da Lewaniano Neeka. Pashto Poem lyrics by Ghani Khan

Ghani Khan Baba Nazam A Da Lewaniano Neka. Pashto Poetry Lyrics Of Ghani Khan Baba. اې د لېونيانو نيکه  اې د لېونيانو نيکه لمونځ ښه که مستي ښه ده حسن جوړېدل ښه دي، که حسن پرستي ښه ده وې ښه ده مستي ښه ده، خو زړه پاک لکه اينه غواړي دا درياب هضمول د سمندر غوندې سينه غواړي حسن جوړېدل د بنده عشقد کمال دى تور د غم درياب کې سور خمار د وصال دى او اې زما بچيه! د جانان يې مينه لا ښه ده نوم يې ښکلى لا ښه دى، جلوه يې رنګينه لا ښه ده اې د لېونيانو نيکه مار ښه دى که ملا ښه دى تن مې ډک له زهرو که زړه ډک مې د بلا ښه دى اې زما بچيه، وې ډېران لره انګار ښه دى مږې به پېشو ښه ده، چيندخې له ښامار ښه دى تا له لېونتوب ښه دى، مستي ښه ده، صحرا ښه ده چا له طاعون ښه دى، چا له سيورى د مولا ښه دى دا دنيا رنګ دى، دا دنيا رنګينه لا ښه ده زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده اې د لېونيانو نيکه حسن که بلا ښه ده برخه د مجنون ښه ده که برخه د ليلا ښه ده وې اې زما بچيه! د دلبر د خولې هوا ښه ده يخه نرمه لا ښه او تېزه ګرمه لا ښه ده تاو د مخ د يار لوپټه سره رنګينه لا ښه ده زيړه ښه ده، توره ښه ده، تکه سپينه لا ښه ده نو ا

Za Aw Ta By The Legend Ghani Khan Baba

 Za aw Ta Nazam By Ghani Khan Baba. Pashto Poetry By Khan Abdul Ghani Khan Baba. ته او زه  ته د همه و خويندو کشره يې او زه د خپلو مشر ورور يمه خو په ښايست د ټولو مشره يې ځکه هميش زه پروت نسکور يمه ته يې ګلاب په شکل او فطرت او بدرنګ کيکر ازغى يمه زه خوږ د ګبين نه خوږ دى ستا لذت هسې بې خونده بې مزې يمه زه لکه د ستورو ته يې ګل د اسمان د جهان ډنډ کې دې زه عکس نه يم د شپېلۍ ساز پسې يم کله روان کله په زرکو کې ستا رقص نه يم ته د سحر په شان ښايسته وريځه زه د ماښام په شان غمګين او ستړى نشته په ژوند د شراب ستا ده برخه زه په وسواس خوړلى شوى مزى ته د سپوږمۍ په شان موسکۍ هوښياره او زه د لمر په شان سوځېږمه تل ته د لولۍ په شان د ګلو ياره زه د بلبل په شان ژړېږمه تل ته يې نسيم راز دار د ښکلو ګلو زه ګونګټ يار د رژېدلو ګلو ته يې شبنم بې بې د نوو ګلو او زه زوړ ګلشن وطن د سوو ګلو ستا په خوږو هر يو غزل دى ښکلى او هر يو وير زما د زړه وتلى سريندې تا نه ده خندا زده کړې شپېلۍ زما سلګۍ دي اورېدلې زه مقتدي يمه او ته مې امام ته يې مالک زما او زه دې غلام ستا د پښو ځاى زما د سر دى مقام ستا ښکلى تن دى ما ته بيت الحرا

Lyrics of Da Sanga azadi da

Da Sanga Azadi Da. Pashto Inqilabi Song Lyrics Of Da Sanga Azada Da. ځوانان مو قتل کېږي  دا څنګه ازادي ده کورونه مو ورانېږي دا څنګه ازادي ده پښتون پکې غرقېږي  دا څنګه ازادي ده د ژوند بېړۍ ماتېږي  دا څنګه ازادي ده انقلاب انقلاب انقلاب انقلاب چي نه راکوي موږ له حقوق د انسانيت په کار چې بايد وکړو سپېڅلى بغاوت ملالې مو بورېږي دا څنګه ازادي ده  سترونه يې ماتېږي دا څنګه ازادي ده انقلاب انقلاب انقلاب انقلاب د امن مرغۍ ژاړي په دې بندو پنجرو کې بچي زمونږه خوار شول دا ستاسو فيصلو کې زنځير رانه تاوېږي دا څنګه ازادي ده اواز مو نه رسېږي  دا څنګه ازادي ده انقلاب انقلاب انقلاب انقلاب ته وايه چې غدار يې خو زه د حق پاڅون يم د جبر لاس دي مات شو منې به مي پښتون يم بمونه دي درزېږي دا څنګه ازادي ده  وحشت دي لا خورېږي دا څنګه ازادي ده انقلاب انقلاب انقلاب انقلاب Da sanga azadi da, pashto nazam Pashto inqilabi nazam. Lyrics of Pashto Song Da Sanga Azadi Da.  Da Sanga Azadi Da. Pashto Inqilabi Song Lyrics Of Da Sanga Azada Da. Da sanga azadi da, pashto nazam Pashto inqilabi nazam. Lyrics of Pashto Song Da San